شعـــــرونه

د محبت نظر/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

پاک رسوله محمد نبي سروره
صدقه دې له څهري شم پیغمبره

خوږ نسیم ته سلامونه په لاس ورکړم
که تر تا پورې یې دروړی د زړه سره

مبارکه تر نامه دې نذرانه شم
درودونه درلیږم دوست د اکبره

په عجم کې زندګي شو راته ګرانه
ما در وغواړه د در دې یم نوکره

تسلي مې د زړګي ستا په نامه شي
چې هر څو دې یادوم خیرالبشره

یو نظر د محبت راباندې وکړه
بس په تاپسې هر وخت یمه ابتره

که نصیب مې ستا وصال او ستا روضه شي
زه تپاند زُهاد به شمه بختوره

صلي الله علیه واله وصحبه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x