لیکنېنظــر

طالبان بايد د نظام په اړه طرحه کې څو مهمو ټکو ته پام وکړي

ډاکټر سراج احمد

د معضلو په حل کې د دخيلو جهتونو له لوري تکتيکي او استراتيژيک عمل دواړه صورت نيسي، که په بين الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو عمل تکتيکي وي يا استراتيژيک؛ بايد نور له زړه نازړه توب څخه راووزي او د راتلونکي نظام په اړه خپله جامعه طرحه وړاندې کړي، البته که چيرته طالبان په يو داسې پوځي تياري بوخت وي چې په روانه جګړه کې جمود ختموي او قاطع برلاسي او بري ته يې زمينه برابروي بيا د نظام د طرحې په اړه همدا اوسنی دريځ ګټه ورته کوي، مګر که داسې يو پوځي چمتو والی يې تر کار لاندې نه وي نيولی؛ بيا کومه خاصه ګټه نه لري او د دې احتمال هم شته چې د مذاکراتو په کوم پړاو کې طالبان په يو سخت حالت کې راګير شي او په لنډ او تنګ وخت کې د نظام د طرحې په اړه يو تصميم ته مجبور شي، چې دا به بيا له اشتباهاتو خالي نه وي.

دا چې طالبان بايد د راتلونکي نظام په طرحه کې کومو ټکو ته زياته پاملرنه وکړي؛ په راتلونکي ډول يې وړاندې کوو:

۱ – جرئت: طالبان بايد له جرئت څخه کار واخلي، ځکه دوی يوه مشروع مبارزه ترسره کړې ده او د دوی د مبارزې مشروعيت په مخامخ او نا مخامخ توګه په کور د ننه، سيمه او نړۍ کې اوس منل شوی دی، طالبان بايد د کمترۍ هيڅ ډول احساس ونه کړي او څه ډول نظام چې غواړي په اړه يې په تفصيل سره خپله غوښتنه مطرح کړي.

عجيبه دا ده چې هغه جهتونه چې له اشغال سره يې ملګرتيا کړې ده او د يو ستر ملي خيانت مرتکب شوي دي، په ډيره زړورتيا سره خپلې طرحې وړاندې کوي او د افغانانو لپاره يو پردی سيستم او نظام غواړي، خو طالبان سره له دې چې مبارزه يې مشروع ده او له خپل هيواد څخه د دفاع په لاره کې يې شل کاله مبارزه کړې ده بيا هم د نظام په اړه يوه مجمله خبره کوي او تفصيل نه ورکوي.

۲ – د نظام بنيادي اصول: طالبان بايد په خپله طرحه کې د نظام لپاره د اسلامي شريعت له مخې هغه بنيادي اصول وړاندې کړي چې په اساس يې د نظام هر شکل اسلامي بلل کيدای شي او د تل لپاره د نظام اسلامي توب تضمينوي، چې هغه اصول په لاندې ډول دي:

الف- په نظام کې الله ته د حاکميت اعلی مختص کول او په حاکميت اعلی کې بل څوک نه ورسره شريکول.

ب- د تقنين د يوازينۍ سرچينې په توګه د اسلامي شريعت قبلول او له اسلامي شريعت سره په مخالفت کې هيڅ قانون نه منل.

ج – د ديني لږکيو او سياسي احزابو د داسې ګډولې نفې چې د نظام او قانون په جوړونه کې له اسلامي شريعت سره برابره ونډه ولري.

۳ – د واک اصلي سرچينې: څرنګه چې اشغالګر او د دوی ملګري کله هم کوم تعهد ته ژمن نه پاتې کيږي او د مقاومت کوونکي جهت د ځپلو او کمزوري کولو په موخه هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي، نو ځکه طالبان بايد د کاغذ پر مخ په ژمنو د باور اشتباه ونه کړي او د روانې معضلې د حل داسې يو عملي ميکانيزم وړاندې کړي چې د واک اصلي سرچينې لکه : (د درې ګونو قواوو رهبري، امنيتي او دفاعي سکتور، د ملي سترو مسائلو په اړه وروستی تصميم، بهرنی سياست او ځينې نورې سرچينې) ټولې پکې د دوی لاس ته ورشي.

طالبان بايد د واک د اصلي سرچينو غوښتنه په ډيره زړورتيا سره وکړي، خپل حق يې وبولي او نړۍ ته په دې قناعت ورکړي چې په داسې يو صورت کې به طالبان دا سرچينې په داسې ډول کاروي چې هيڅ چا ته به ګواښ نه وي او د هيڅ چا مشروع ګټې به په خطر کې نه غورځوي او خپل مخالف جهتونه به له ځان سره نيسي او په ژمنو به عمل ورسره کوي او مشروع امتيازات به ورکوي، حقوق به يې کله هم نه تلف کوي.

۴ – د نظام چوکاټ: طالبان بايد په خپله طرحه کې د نظام داسې يو چوکاټ وړاندې کړي چې هم د واک اصلي سرچينې د دوی لاس ته پکې ورشي او هم په دې چوکاټ کې له ځان سره د مخالفو جهتونو د ځای پر ځای کولو ګنجايش ولري.

۵ – بديلونه : طالبان بايد د حکومت په ټاکنه کې د اولس د شموليت، سياسي احزابو، د بيان د آزادۍ، د مروج سودي اقتصادي نظام، د نړيوالو بشري حقوقو په تړونونو کې له اسلامي شريعت سره د ټکر لرونکو مواردو، په اوسني نړيوال نظم کې له اسلامي شريعت سره د ټکر لرونکو مواردو  او ځينې نورو اختلافي موضوعاتو په اړه د اسلامي شريعت له مخې د بديلونو يوه داسې بسته وړاندې کړي چې تر ډيره بريده د مخالفو جهتونو قناعت پرې حاصل شي او نړۍ ته هم قناعت پرې ورکړي، طالبان کولای شي په دې اړه له ديني علماء کرامو او پوهانو سره مشورې ترسره کړي او د دوی په مرسته بديلونه تيار کړي.

۶ – د ښځو او مذهبي لږکيو حقوق : طالبان بايد د اسلامي شريعت له مخې د نظام په اړه په خپله طرحه کې د ښځو او او مذهبي لږکيو په اړه خپل دريځ لا نور واضح کړي او ټول هغه حقوق چې اسلامي شريعت يې دوی ته ورکوي؛ په واضحه توګه په خپله طرحه کې درج کړي.

۷ – له مشابهت څخه اعراض: طالبان بايد هڅه وکړي چې د نظام په اړه د دوی طرحه له هيڅ ډول غير اسلامي سياسي نظريې سره شباهت ونه لري، ځکه په داسې يو صورت کې به بيا د دوی په ليکو کې د ننه بې باورۍ او انشعاباتو ته زمينه برابره شي او د دوی رقيبان به ترې اعظمي استفاده وکړي.

طالبان بايد د راتلونکي اسلامي نظام په اړه پورتنيو او ځينې نورو مهمو ټکو ته چې د اسلامي فکر د خاوندانو له طرفه په ګوته کيږي ځير واوسيږي، خپله طرحه ترتيب او په ډيره زړورتيا سره يې له يو پياوړي دريځ څخه  د مذاکرتو د ميز پر سر بحث ته وړاندې کړي او په اړه يې قوي شرعي او عقلي استدلال ته چمتو والی ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x