دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«اوولسمه برخه»

اسدالله رزین

او که دغسې وویل سي چې: په دغه کچه کې د ویر د مراسمو ترسره کول د پیغام برخه وه هم به زیاتې نه وي سوي.
و اخرج الواقدي عن سهل بن سعد قال: د رسول صلی الله عليه وسلم د وفات ټول مراسم له وصیت سره برابر سرته رسیدل او میت مبارک د لمونځ کولو لپاره د ام المؤمنین بي بي عائشې(رض) په کور کې په چپرکټ ایښودل سوی و او خلک په ترتیب سره د حجرې ظرفیت ته په کتو د وړو وړو ټولګیو په بڼه کې ور تلل.
تر هرچا له مخه ابوبکر صدیق(رض) او عمر فاروق(رض) له څو تنو مهاجرو او انصارو سره حجرې ته ورننوتل.
دواړو یارانو نبوي انسان جوړونکو سنتو ته دره ناوی وکړ او ویې فرمایل: السلام علیک ایهاالنبي ورحمة الله و برکاته او په همدغو الفاظو کې ورسره مهاجرینو او انصارو هم نبوي ملغلرې په نبي ور وشيندلې.
وروسته له سلامه بې له امامه صفونه ترتیب سو او علي کرم الله وجهه داسې وفرمایل:
هو امامکم حیا ومیتا. ابوبکر صدیق(رض) او عمرفاروق(رض) چې دواړه په لومړي صف کې رسول الله(ص)ته مخامخ ولاړ و، په داسي ویلو پیل وکړ!
اللهم انا نشهد انه قد بلغ ما انزل الیه ، و نصح لامته ، وجاهد في سبیل الله حتی اعز الله دینه وتمت کلمته فامن به وحده لا شریک له فاجعلنا لهنا ممن یتبع القول الذي انزل معه، واجمع بیننا و بینه حتی یعرفنا و نعرفه ، فانه کان با المؤمنین رؤ فا رحیما، لا نبتغي با لایمان به بدیلا و لا نشتري به ثمنا ابدا. فیقول الناس آمین.

امتي صاحبه! جلسې روانې وې، هر ځای د محمد رسول الله(ص) د خلیفه ټاکنې په باره کې فکر کیده. بحثونو زور اخيستی و، د عزا مجالس ګرم وو، وخت ډیر حساس و، خو هوښیارو او وفادارو یارانو د غار د یار په مشرتابه کې له نبي او پیغامه سره خپله د وفا ژمنه په پوره کمال او میړانه کې د انسانیت لندارې ته کیښوده او له دې ستونزمنې آزموینې په کامل بري او سر لوړي را ووتل.

امتي صاحبه!دا ټولې کړنې او بریاوې یواځې او یواځې د ایماني مسئولیت په رڼا کې سر ته رسیدې، نه د کوم منصب او مقام لپاره.

امتي صاحبه! رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له هیڅ ډول عیش سره څنګ ونه لګاوه  وفات سو، نیم مبارک بدن یې په پزې او نیم نور په سپیرو خاورو کې و؛ وفات سو، د امت د میندو د هیڅ ډول ناز اخستو فرصت یې نه کړ پیدا وفات سو، نازولي اولادونه او نازولي لمسیان یې په نس نه و ماړه او په تن هم نه و پټ وفات سو، د امهات المؤمنینو په کورو کې د رڼا لپاره نه تیل و او نه څراغ.

امتي صاحبه! د ځان او اولاد په غم کې نه و، خو ستا لپاره یې دنیا او آخرت دواړه تیار کړل چې وفات سو.

امتي صاحبه! په تا ستړی و چې وفات سو، ته یې یادولې چې وفات سو.
امتي صاحبه! ته هم اخر انسان یې خامخا د وفا خیال لره، احساس دې د دښمن په واک کې مه ورکوه په خپله یې کار کړه او کله هم د غیرت لمن مه پریږده او د خپل ګران نبي د اغیز پیاوړې، بې پروا، هوښیاره او نه ستومانه کیدونکي مظاهره وکړه.ي

امتي صاحبه! هسې د هغوی(صلی الله عليه وسلم)په مبارک نقش قدم، قدم کیږده، همدغه همت دی، نه ستړی کیږې، ستوماني ټولې هغوی ګاللي دي.

امتي صاحبه! را ویښ سه، را ووځه او ته هم ووایه چې: انتهی زمن النوم والراحة.

امتي صاحبه! ځمکه هم تا غواړي، د ځمکې د نبي کریم(صلی الله عليه وسلم) مبارک قدمونه یادیږي او مینه یې په تا ماتوي، را ووځه، ودانه یې کړه، ښایسته یې کړه، بلکل په تا ښایسته کیږي، را ووځه. چټله کړې یې ده او ګلالی مخ یې خپل خالق او مالک ته د سجدو لګولو لپاره پاک کړه.

امتي صاحبه! تاته معلومه ده چې د هرې زمانې د کفر او جهل تیارې په څه شي رڼا کیږي، هغه ډیوه ولګوه.

امتي صاحبه! د هغو تیل خو زما او ستا د ګلګون کفنو شهیدانو پاکې وینې دي، در ناوی یې وکړه، ګوره، ګوره چې په ډالرو یې ونه پلورئ.

امتي صاحبه! د کفر او عصري وحشت او دهشت را پاته نښې او کنډوالې به څوک بیرته ودانوي؟
امتي صاحبه! ته به یې ودانوې،زر، را ووځه.

امتي صاحبه! د وخت ټولو جهالتونو، وحشتونو او دهشتونو ته به ته د پای ټکی ږدې، دا هغه زوړ جهالت، وحشت او دهشت دی، خو د دغې زمانې په رنګ کې او هغه یې هم درملنه ده.

امتي صاحبه! تا به د شرق او غرب غولونکې او ګمراه کوونکې فلسفې نسي اغیزمن کولای، هغه سفسطې دې، هیڅ شی هم نه دي، هیڅ درد نه پرې دوا کیږي، هغه پخپله دردونه دي او دردونه زیږوي.

امتي صاحبه! د ډالرو په خیال کې مه پاته کیږه، زړه مه ورته ښه کوه، هغه یقیناً د شیطان د وسواس لومې دي. ګوره چې پکې تپ نسې، غولوي دې، ورکوي دې او سوځوي دې.

امتي صاحبه!تاته یې خوسې نه درکوي، د ایمان، غیرت، ننګ،ناموس، احساس او وطن پلورلو او تر پښو لاندې کولو په بدل کې یې درکوي.

امتي صاحبه! یو څه خپل ګریوان ته سر ور ټیټ کړه چې: ته څوک یې؟ له کومه سوې؟ چا پیدا کړې او چاته سجدې لګوې؟

امتي صاحبه! زما ومنه او د ژمي خزنده له ځانه مه جوړوه، وښوره، ژوندی یې، سترګې لوڅې کړه، فعال عقل فعال کړه او د سیرت په پلوشو کې د خپل خلقت په فلسفه غور وکړه.

امتي صاحبه! ته د یوه اوږده سفر په پیچومو کې چې تیارې او خزندې دواړه لري د هدف لور ته پردېس یې.

امتي صاحبه! په دې سفر کې د عصا او رڼا دواړو اړتیا ده چې باید ویې لرې، کنه نو د صهیونیزم او پخپل لاس جوړ کړي مسیحیت له زهرو ډک ماران او لړمان دي چیچي.

امتي صاحبه! قرآنکریم چې ته یې موضوع یې او سیرت مبارک چې ته یې موخه یې ستا عصا او رڼا ده. تل یې در سره لره، هسې د ثواب او تبرک لپاره نه، درګوره یې، مطالعه یې کوه، هلته ستا د ژوند او مرګ او ټولو حالاتو مکمل نظام پروت دی، چې ان شاءالله په خیر او بري سره به دې موخې ته ورسوي.

امتي صاحبه! د محمد رسول الله(صلی الله)انقلاب بلکل ژوندی، تازه او فعال دی. په هغه د زمانې زور نه رسیږي چې زوړ یې کړي. هغه د هرې زمانې انقلاب دی هسې ته په ورته سیرت کې را ووځه.

امتي صاحب!ته فاتح یې، ستا مخه هیڅوک هم نشي ډب کولای، خو ګوره چې: د فتحې تعبیر هیر او غلط نه کړي.

امتي صاحبه! جهان نه ده ملامت چې تاته ګوري، هغه تا پیژني، تا هرڅوک پیژني، ته له ورایه ښکاریږي، هغوی ستا د انسان جوړوني او جهان جوړونې ټول لوستونه، لارښوونې، پندونه، نصیحتونه، خاکې، ګامونه او فرمانونه کتلي او ویلي دي او حتی هغوی په یادو بنسټو د جوړ انسان او جهان ژوندي او بې بیلګې انځورونه په خپل ذهن کې تیار لري.

امتي صاحبه! یواځې یو شی پاته ده او هغه دا چې ته خپل ځان و پیژنه.

امتي صاحبه! تر آخره مهربان او د امت په حق کې ستړی نبي کله چې د خپل ګران امت د هرڅه، ټول ژوند او مرګ مکمله تهیه وکړه بیا نو د الهي استازي په توسط د خپل رب حضور ته وغوښتل سو او هلته یې د سکون او آرام موقع تر لاسه کړه.
هغوی(صلی الله عليه وسلم) امت د وحشت او دهشت رحم او کرم ته نه دی پرې ایښی، هغوی امت د سردارۍ نظام په خوله کې نه دی حلال کړی.
هغوی د غرب او شرق جعلي، مزدوره، مکاره، انسان دښمنه او ګمراه کوونکې دموکراسي امت ته لارښود بنسټ نه دی پرې ایښی چې د عزت خرڅونې او غیرت وژنې مارکیټونه ورته جوړ کړي.
د هرڅه روا او بې بندوبارۍ نائټ کلبونه ورته پرانیزي، د بډو او واسطې بهترین کاروباري بلند منزلونه ورته نګوري. ټولې تش په نامه ادارې،اذیت خانې وګرځوي او امت د ناهیلۍ، نه باور، بد اخلاقۍ، جهل، نیستۍ، ظلم، بې رحمۍ، ډبر زړه توب، چور، رواني ناروغیو او آفتونو په تر ټولو بده سونامي کې بې یار او مدد ګاره پریږدي.

امتي صاحبه!د هغوی(صلی الله عليه وسلم) په آسماني لارښود دور کې د هیچا هم د بند خونې نوم نه و زده او نه یې هم په یاد و بلکې د هغه مهال د بوشانو او نورو په لاس جوړې ګوانتنامو ګانې، الغریبونه، بګرامونه او نور یې ټول يو په بل پسې و نړول او د غلامۍ بدنام، غیر انساني او غیر اخلاقي دود چې بلکل یې یو کارو باري څرنګوالی خپل کړی ؤ او د خپل مهال د پلار بوشانو اوباما ګانو او جوبایډنانو له ویاړنو څخه و، د عظیم نبوي فراست او حکمت په رڼا کې له منځه یو وړل.
هغوی(صلی الله عليه وسلم) امت د ظلم او بربریت تر میچنې لاندې نه دی پرې ایښی چې ذره ذره یې کړي. د هغوی (صلی الله عليه وسلم) په مبارک دور کې په سمیې له شرمه ډک ظلم بیا نه ده تکرار سوی.
امتي صاحبه! هغه مبارک او په سینو کې پاته یاد، ښایسته او ځلاند دور د مړو او شهیدانو د (مثله)کولو، پرې د بولو کولو چټل او حیواني یاد بیخې له مغزو ویوست او سپین ژیري، تور سرې او ماشومان چا په سپو نه داړل.
هلته چا د انسان د بدن غړي یهودي او عیسوي پاپانو، اشنایانو، میندو او پلرونو ته د یادګاري ډالیو په نامه نه ور استول.
هلته انساني احساس انساني سوی و،نو ځکه چا په پنجوایي کې په وړو ماشومانو ورونه نه بلول، د شهیدانو په پلاستیکي پښو کې چا شراب نه څښل. هلته چا د (بلیک واټر) په څیر د وحشتونو کيسې نه اورېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x