افغانستان

طالبانو پغمان کې د دولتي عسکرو یو «توپچي» مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): طالبانو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو هغه مرکز نیولی چې د ولسي خلکو په کورونو به یې د هاوان او توپچي وسلو بریدونه کول.

یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو تیره شپه د پغمان ولسوالۍ د «کوبکي» په لوړه څوکه کې د پولیسو په پوسته برید کې یو پولیس وژلی او یو یې ټپي کړی.

سرچینې دغه راز په ځوابي ډزو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولې ادعا هم کړې؛ خو طالبان بیا په دغه نښته کې د خپل یو ملګري ټپي کېدل مني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې د «کوبکي» پوستې د نیولو ترڅنګ ۱۰ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د نیول شوې پوستې او وسلو انځورونه خپاره کړي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په دغه پوسته یې ځکه برید کړی چې په ملکي خلکو یې «هاوانونه» ویشتل.

د سیمې خلک وايي، د پوستې له سقوط وروسته نن سهار سیمې ته تازه دمي حکومتي عسکر ورغلي او د پوستې شاوخوا سیمو څخه یې یو شمېر ولسي وګړي بندیان کړي دي.

طالبانو وروسته له هغه د کابل لویدیځ پغمان په ستراتيژیکې ولسوالۍ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې روانه اونۍ طالب مشرانو خپلو پوځي قومندانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ملکي خلکو پرضد د امریکايي او دولتي عسکرو د ګډو عملیاتو د مخنیوي لپاره په متقابلو اقداماتو لاس پورې کړي.

دا په روانه اونۍ کې څلورم لوی برید دی چې طالبان یې په پغمان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پرضد ترسره کوي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x