ورزش

چمپینز لیګ: پي ایس جي لوبډلې بایرن او چیلسي لوبډلې پورتو مات کړل – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ کواټر فاینل په دوهمه ورځ پاریس سان جرمان د بایرن مونشن، او چیلسي لوبډله د پورتو سره مخامخ شوې.

په دغو لوبو کې چې تېره شپه ترسره شوې، سان جرمان لوبډلې بایرن ته په ۳-۲، او چیلسي لوبډلې پورتو ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د پاریس لوبډلې له لوري کیلیان امباپی د نیمار په مرسته په ۳مه او ۶۸مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، دغه راز مارکینیوس په ۲۸مه دقیقه کې دریم ګول وواهه. په داسې حال کې چې د بایرن مونشن له لوري چوپو موتینګ په ۳۷مه او توماس مولر په ۶۰مه دقیقه کې ګول وواهه.

بایرن مونشن لوبډلې ته تر ټولو د حیرانتیا دا وه چې د سیال لوبډلې په ګول یې ۳۱ هڅې او ۱۵ کونج کیکونه ترسره کړل، یو شمېر فرصتونه یې ضایع کړل او یوازې دوه ګولونه یې راوړل، په داسې حال کې چې سان جرمان په شپږو هڅو او یو کونج کیک ۳ ګولونه راوړل.

پاریس لومړۍ لوبډله ده چې په تېرو دوه کالونو کې په لومړي وار بایرن مونشن لوبډلې ته په چمپينز لیګ کې ماتې ورکوي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېر ۲۰۲۰م کال اروپا اتلانو پایلوبه ترسره شوه چې بایرن مونشن بریا خپله او اتلولي یې ګټلې وه.

بل لوري ته په دوهمه لوبه کې چې د چیلسي او پورتو ترمنځ ترسره شوه، د چیلسي لوبډلې ځوان لوبغاړي میسن ماونټ او بین چیلویل یو یو ګول وواه، په داسې حال کې چې د پورتو لوبډلې په خپل کوربه توب په هیڅ ګول وهلو بریالي نشول.

باید وویل شي چې تېره ورځ د چمپینز لیګ کواټر فاینل په لومړیو دوه لوبو کې مانچسټر سیټي بروسیا دورتمند په ۲-۱، او ریال مدرید لیورپول په ۳-۱ مات کړل. د کواټر پایلوبې سیالیو دوهم لیګ به راتلونکې اونۍ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x