نړۍ

ترکيه: لومړی شمیري څرګنده وي چي دزلزلې له کبله د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسه وژل شوي دي

 

نن ټکی آسیا: د ترکیي په شرقي سیمه کي د ایران سره پولي ته نیژدې د یوې قوي زلزلې له کبله چي قوت يې ۷،۳ ته رسیدی، ډیر مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د زلزلې له کبله ډیري ودانۍ نړیدلې، او ځیني رسنۍ خبر ورکوي چي تر لاندي یې زیات شمیر کسان ښخ شوي دی.

تر اوسه حکومتي چارواکي د وژل شویو کسانو د اصلي شمیر د څرګندولو په اړه د احتیاط څخه کار اخلي، خو تر اوسه يې د مړو د شمیر د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو پوري اټکل کوي.

د ترکیي لومړی وزیر رجب طیب اردګان چي نن په استنبول کي دی، پلان لري چي صبا د یو شمیر وزیرانو سره زلزله ځپلي سیمي ته ورسي او هلته د اوښتلي زیان معاینه له نیژدې څخه وکړي، او د ژغورني هیڅي د نيژدې څخه وڅاري.

د یادوني وړ ده چي په کال ۱۹۹۹ کي په ترکيا کي د دوو پرلپسې زلزلو له کبله شل زره کسه وژل شوي وه.

د زلزلو کار پوهان په دې اند دي چي ترکیا او خاص بیا استنبول ښار د زلزلو ده خطر سره سخت متوجه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x