
د فرانسې مشرانو جرګې په پوهنتونونو کې د لمونځ د بندولو قانون تصویب کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): د فرانسې د مشرانو جرګې «سنا» په پوهنتونونو کې د لمونځ او ټولو ديني فعاليتونو ادا کولو بندولو قانون تصویب کړ.
د فرانسې سنا «د ديموکراسۍ د بنسټونو د درناوي قانون» تصویب کړی، خو دا قانون د مسلمانانو له نيوکو سره مخ شوی؛ ځکه چې د دې قانون هدف يوازې مسلمانان دي.
دا قانون د فرانسې «ښي اړخي منځلاري» ګوند وړاندې کړی و، چې له مخې يې په پوهنتونونو کې په لمونځونو او ټولو ديني فعاليتونو بنديز ولګېد او ښايي د دې قانون له تصویب سره روان ښوونيز بهير ټکنی شي.
د سنا په نوي قانون کې راغلي، چې لمونځونه يوازې په دالېزونو کې بند دي، په ټولګيو کې نه دي بند شوي، خو د دې لامل يې هم نه دی روښانه کړی، چې په دالېزونو کې ولې پر لمونځونو بنديز لګېدلی دی.
اعلاميه کې راغلي: «موږ بايد د پوهنتونونو په سالونونو او دالېزونو کې د لمونځونو له ادا کولو انکار وکړو، په ناسم ځای کې د لمونځ کول زموږ له ډيموکراټيکو اصولو سره مناسب نه دي.»
سره له دې، چې د مشرانو جرګې يو شمېر غړو سربېره د فرانسې د معارف وزير جان مېشل بلانکير له دې قراداد سره مخالفت کړی، خو نورو سناتورانو د رايو په اکثريت دا قانون تصویب کړی دی.
د روان کال د فبرورۍ په ۱۶مه د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون پارلمان ته وړانديز کړی و، چې «د اسلامي بېلتونپالنې» د ځپلو قانون تصویب کړي او د فرانسې ملي ګوند د دې قانون ملاتړ کړی.

داسې ويل کيږي، چې ښايي کې د مشرانو جرګې له رايې وروسته دا قانون هم تصویب شي.
په دې قراداد کې د جوماتونو او د مسلمانانو اړوند ټولو ديني ټولنو د څار او مراقبت غوښتنه شوې ده.
«داسلامي بېلتونپانې» ادعا په نوم تيار شوی قراداد له سختو نيوکو سره مخ شوی او نيوکې کوونکي وايي، چې د دې قانون موخه د مسلمانانو ځپل دي او د تصويب کېدو په صورت کې به د فرانسې د مسلمانانو د ژوند او فعاليتونو کړۍ راتنګه شي.
د فرانسې حکومت له تېرو څو مياشتو راهيسې په ټول هېواد کې «د اسلامي بېلتونپانې» په نوم ادعا کې د جوماتونو، اسلامي مدرسو او اسلامي خیريه ټولنو د تړلو پرېکړه کړې ده.
د فرانسې حکومت وايي، دا قانون د اسلامي بنسټپالنې پر خلاف دی، خو مسلمانان وايي، حکومت په دې قانون اسلامي ارزښتونه په نښه کوي او دا قانون د اسلام دښمني بولي.