افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: سوله په بیړه نه تامینېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې نړیوالې ټولنې او په افغان سوله کې ښکېلو اړخونو په افغانستان کې د سولې ا وثبات د تامین لپاره هڅې چټکې کړې دي، د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، سوله وخت غواړي او په بیړه د سولې تامینېدل شوني نه دي.

صالح په کابل کې له «بي بي سي» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې د اشرف غني طرحه تر ټولو طرحو جامع او منطقي ده، او هر څوک چې له دې طرحې سره مخالفت کوي، دده له قوله، د ملت له وجدان او له قران سره مخالفت ښيي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اشرف غني تیار دی تر وخت وړاندې ټاکنې ترسره کړي او په راتلونکو ټاکنو کې نوماند هم نشي؛ خو دده په خبره، کله هم له ټاکنو نه تېرېږي او هر څوک چې واک په لاس کې اخلي، له مشروع لارې یې باید  د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د صالح په اند، د ترکیې په ناسته کې به د «جمهوریت» په استازیتوب یوازې یوه طرحه مطرح کېږي.

ده طالبان تورن کړل، چې د سولې لپاره هيڅ ډول طرحه نه لري او په جګړه ټينګار کوي.

د صالح پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغان سولې پروسې د چټکتیا او د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو هڅې زیاتې شوې دي.

تمه ده روانه میلادي میاشت د ترکیې په استانبول کې د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ ښایي د سیمې یو شمېر هیوادونه هم برخه پکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

کفارغواړى اوراواوبه(کمونزم اواسلاسره جوړکي )داغيرممکن دى

طوطی

دا خو طالبان چی له روسانو کمونیستو سره روابط لری. لږ سترګی وغړوه یار.

احمد

ته د مپکېر زاولنه خوله وګوره چې نا صالح ته جینګ ده او ته بیا هغه فرعون صفته اکټ ته وګوره په دغه ## هم د پښتانه نوم یادیږي

طوطی

احمد ته: د پښتون عزت او نوم پسی نور مګرځه ټول یی برابر کړی دی. طالبان او حکومت دواړه مؤظف دی چی پښتانه ووژنی پښتون نور ختم دی هم پاکستان کی او هم افغانستان کی داسی پلانونه ورته جوړیږی چی مه پوښته.

طوطی

طالبان که د سولی په ارتباط همداسی چپ پاتی وی او هیڅ طرح او پلان وړاندی نکړی معلومداره خبره ده چی دوی به سوله نغواړی. بهتره داده چی طالبان هم خپله طرحه د سولی تیاره کړی داسی یوه طرحه چی ټول ملت یی استقبال وکړی او هر چیری ورڅخه یادونه وشی خو بر عکس هغوی منتظر دی چی د می په میاشت کی څه کیږی. زه فکر نکوم چی طالبان دی خپله طرحه د سولی د ترکیی غونډی ته وړاندی کړی هغوی هیڅ طرحه نلری.

ګل احمد

طالبانو په لمړي سر کي د صلحي خبري د امریکایانو سره پیل کړې، ځکه چي د کابل ښاروالي کي دا ظرفیت نه وو. طرحه څه قصه لري. هر چرسي چي د چرسو سیګریټی سر کړي د هر مشکل لپاره به په ټي ثانبه کي بهترینه طرحه درته چمتو کړي. خو مشکل دا دی چي د کابل اوسنۍ اداره باید بشپړ تصفیه سي. جنګ او فساد غوښتونکي منصوبین د خپلو دندو ګوښه او محبسونو ته واچول سي. د کابل ښار واک داسي خلګو ته وسپارل سي چي هغوئ دا تیر ۲۰ کاله د جګړې پر ضد او د صلحي په ملاتړ… نور لوستل »

ګل احمد

د نن عصر ژورنالیسټان ډیر لټان سوي دي. د پخوا په څیر مهمي پوښتني د مقتدرینو سره نه مطرح کوي، ځکه هر خاین او خرابکاره مقتدر په جګ مغزي انټروې ته ورځي. زه حیران دې ته یم چي دا ژورنالیسټ د دې کم عقل څخه دا پوښتنه ولي نه مطرح کول چي داغه ولس مشر وو چي په چیغو چیغو یې ویل (ویډیو ګاني یې هم سته) چي ولس مشر سم ټول طالب بندیان بې قیدو شرطه ازادوم، اوس د صلحي ټول پروسه په دې خاطر معطله ده چي دی بندیان نه خوشي کوي او په مقابل کي یې شرطونه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x