افغانستان

جوزجان کې د نښتې پرمهال ۱۲ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته څېرمه طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۲ اربکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو پرون شپه د شبرغان اړوند د جوزجان ـ سرپل پر لویه لاره په «منګوتیه عربیه» سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په پوسته برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او نښته رامنځته شوې ده.

سرچینه په دغه نښته کې د ۱۲ اربکیانو د مړینو خبر ورکړی او زیاتوي، چې د نښتې ځای ته د جوزجان والي په مشرۍ مرستندویه عسکر هم رسېدلي وو.

په ورته مهال د جوزجان والي جنرال محمدهاشم چې له برید وروسته یادې پوستې ته ورغلی ؤ، رسنیو ته ویلي چې سیمه اوس د دولتي عسکرو په ولکه کې ده او طالبان یې په شاتمبولي دي.

طالبانو ددې برید مسئولیت منلی او په دغه نښته کې یې د ۱۲ پولیسو او اربکیانو د وژلو ترڅنګ د څلورو طالبانو ټپي کېدل هم منلي دي.

شبرغان چې د ګلم جم ملیشو د مشر جنرال دوستم مرکز هم بلل کیږي، په شاوخوا سیمو کې یې د طالبانو پراخ فعالیت او امنیتي پوستو باندې بریدونو ته په کتو د شنونکو په نظر د جنرال دوستم هغه ګواښونه ننګوي چې په ټول شمال کې یې د طالبانو د مرکزونو د ختمولو لپاره دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د رسنیو په وړاندې کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x