
دولتي عسکرو نن څلورمه ورځ د کندهار ـ هرات لویه لار د مسافرو پرمخ تړلې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): دولتي عسکرو له تیرو څلورو ورځو راهیسې د کندهار ـ هرات لویه لاره د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ترافیکو پرمخ تړلې، چې له امله یې د لارې دواړو غاړو ته سلګونه لوی او کوچني موټر ایسار او په سختو کړاوونو کې شپې ورځې تیروي.
پر دغه لویه لار سفر کوونکي خلک او موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د فراه رود ولسوالۍ بازار ته څېرمه د شاهراه پولیسو د طالبانو د بریدونو له ویرې لویه لاره تړلې او هلته ایسار مسافر او ملکي موټر یې د انساني سپر په توګه د پوستې شاوخوا ته په پاتې کېدو مجبوره کړي دي.
له بل پلوه په کندهار او هرات کې د ټرانسپورټي شرکتونو خاوندان هم د پولیسو له دغه ګام څخه سر ټکوي او له حکومت څخه غواړي چې د لارې په خلاصولو سره باید د مسافرو او موټر چلوونکو ستونزې هوارې کړي.
د فراه ولایت امنیه قومنداني د ولایت مطبوعاتي دفتر بیا په دې هکله له څه ویلو څخه ډده کوي.
هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، لیدل کيږي چې د سړک دواړو غاړو ته مسافر او ناروغان تر شنه آسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي او ځینې ځایونو کې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.
په ورته د هرات ولایت یو ټولنیز فعال د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې د دولتي عسکرو لخوا دا ډول کړنې په ښکاره جنګي«جنایت» دی او په هیڅ صورت له ملکي خلکو او مسافرو د بشري «ډال» په توګه کار اخیستل قانوني مجوز نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر له ملکیانو د انساني«ډال» په توګه کار اخلي، بلکې په دې وروستیو کې د هېواد په ګنو ولایاتو کې دولتي عسکرو د خپلو اکمالاتي موټرونو سره ملکي موټر بدرګه کوي او آن ملکي خلک په خپلو موټرونو کې ددې لپاره کینوي چې د طالبانو له بریدونو څخه ځانونه خوندي کړي.
تیره اونۍ هم د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د استاد نور رحمن تسل په نوم یو ښوونکی له دې امله د خلکو ترمخه په «شهادت» ورسولو چې د عسکرو له اکمالاتي موټر سره یې د هغوی تر پوستې له تللو څخه انکار کړی ؤ.
تر ٹولو اول پہ افغانستان کى د روان جنگ دا دریسلویشتم 43کال دئ۔ جنگ لا روان دئ۔ وینى بہیژى،کورونہ نڑاول کیژى،اورونہ بلیژى، پہ دا جنگ کى تاسى وینئ ؟ یوازى غریب افغان زوانان او ماشومان مڑہ دى دہ ربانى حکمتیار دوستم مسعود او نورو زویان زوندى او خوندى دى، جنگ آلتہ ہم غلط وئ ، سى داود ہںے مڑ کئ، جنگ آلتہ ہم غلط وئ سى نجیب ہںے مڑ کئ، جنگ پروند ہم پرادئ او غلط وئ، جنگ نن ہم پرادئ او غلط دئ، جنگ بہ راتلونکئ صبا ہم پرادئ او غلط وى، عادى افغانان بہ مڑہ کیژى، غلا بہ… نور لوستل »