افغانستان

زابل کې د هوايي برید پرمهال ۴ زده کوونکي «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): پر ولسي خلکو د بریدونو په ترڅ کې دولتي الوتکو د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ یو ولسي بازار بمبار کړی، چې له امله یې ۴ تنه زده کوونکي «شهیدان» شوي دي.

ځايي خلک وايي، دولتي الوتکو پرون د پنجشنبې په ورځ غرمه د ارغنداب ولسوالۍ د «کرتو» سیمه کې د «ماشین» په نوم ولسي بازار باندې درنه بمباري وکړه، چې له امله یې یاد بازار کې له شلو زیات دوکانونه ویجاړ شول او دوکاندارنو ته پراخ مالي زیانونه واووښتل.

د خلکو په خبره د مالي زیان ترڅنګ څلور تنه هغه زده کوونکي هم «شهیدان» شوي چې له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا پر ولسي خلکو او عامه ځایونو «ړانده» هوايي او توپچي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا نن هاخوا طالب صاحبانو په ننګرهار کی غټ جهاد کړی او دوه پل چکونه (پلونه) یی ویجاړ کړی چی مسافر او موټړ له سختو مشکلاتو سره مخ شوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x