شعـــــرونه

محبوب د رب العالمين يې قربان/ ريحان

شفاعت ريحان

نړۍ به خوند ستا له ښکلا نۀ اخلي
څوارلس پېړۍ که نورې تيرې هم شي
ستا مئينان بيا هم پرې نۀ شي ماړه
ستا د ښايست کيسې که ډېرې هم شي

نوم دې له هر څۀ ورته خوږ لګېږي
څوک چې پر تا رسول الله مئين وي
څۀ لېونی لټون کوي درپسې
درباندې څۀ بې انتها مئين وي

تۀ د تورات پر پاڼه، پاڼه ليک وې
تۀ د قرآن زړۀ يې، ياسين يې قربان
تۀ د انجيل د اياتونو تعبير
محبوب د رب العالمين يې قربان

د يوسف حُسن بې مثاله و خو
ستا د ښايست کيسې بيا بل رقم دي
سپوږمۍ دې حُسن لره دوه ټوټې شوه
دا د ښکلا وږمې بيا بل رقم دي

څومره دې لوړ شو ملاقات رب سره
واه کوهِ طور دې سلامونه کول
قيصر، کسرا په لړزېدو لړزېدو
د روم غرور دې سلامونه کول

ستا تشبيه بل څۀ سره نۀ شي کېدای
د بل تشبيه تاسره څنګه وکړو؟
تۀ بېخي ځانته يو بنده د خدای وې
ستا پرتله چاسره څنګه وکړو؟

کوثر دې حق دی، شفاعت دې حق دی
ستا شفاعت ته به دا دواړه رسي
لتا که خدای کوله نۀ هېرېږي
ورته به ستا څنګ کې ولاړه رسي

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx