ټولنیزه برخه

مجاهد ته توصیې

خالق یار احمدزی

قدرمنه مجاهده! په سلامونو دې هرکلی کوم، هیله ده زما راتلونکي نقاط په غور ولولې او درباندې بوج تمام نه شي.

قدرمنه مجاهده! ته یواځينی هغه څوک یې چې د ټولنې د بیلابیلو اقشارو له منځه الله جل جلاله د دې لپاره غوره کړی یې، څو د هغه جل جلاله د دین، خپل ناموس او هیواد له پردي حربي، فزیکي، عقیدوي او فکري اشغال څخه وساتې.

د دې لپاره پر تا ګڼ شیان لازم دي چې باید سرته یې ورسوې، دغه راز باید له ګڼو شیانو ځان وساتې.

لکه څنګه چې جهادي ډګر ته د راتګ موخه یواځې اعلاء کلمةالله “د الله د کلمې لوړول” دي، نو باید ته په عقیدوي لحاظ صفاء او نیت دې پاک وي چې هغه یا له خپلو ارزښتونو دفاع او یا شهادت ده.

هیله ده چې جهادي ډګر ته د راتګ لامل دې دنیاوي منافع، له چا سره دښمني، د یوې موخې ترلاسه کول، د خپل تبارز او قهرمانۍ ښوودل او د شهرت د ترلاسه کیدو هوس جوړ نه شي.

دا ډګر هم لکه دنورو اړخونو په څیر بیلابیلې برخې لري، چې یواځې وسلوال مقاومت باندې نه شي پای ته رسیدای.

دلته په فکري لحاظ د خلکو خپلول، د دښمن د عقیدوي نفوذ مخنیوی او…..، چې باید هر یوه ته ځیر اوسې او په خورا مدبرانه توګه یې د مخنیوي هڅې وکړې.

که ته مسؤلیت پذیر واوسیږې ښه ده، خو کوښښ کوه چې مسؤلیت غوښتونکی له ځانه جوړ نه کړې، ځکه بیا دې الله ج مرستندوی نه جوړیږي.

له دې کبله چې دا صف ټول په اطاعت او فرمان منلو باندې ولاړ دی، نو د هر ډول مسؤل مشر چې ستاسو پر سر ټاکل شوی وي، اطاعت پرځان لازم بوله، ځکه د هغه په بې اطاعتي “نافرماني” کې ستا جهادي عبادت او هڅې بې ارزښته دي.

ولس تا د دین له هندارې ګوري، نو هڅه کوه له بیهوده مجالسو، او عبث چارو نه لاس واخلې، ځکه ستا کړه وړه، مستقیماً پر ولس اغیز ښندي؛ ستا هر قول او عمل دواړه په حساب دي.

د مظلومانو او یتیمانو له آه او فریاد مه غافله کیږه، ځکه ته د هغوی د دعا او د اقاربو د قربانۍ له امله یې تر دې ځایه رسیدلی یې؛ نو پر یادو کورنیو ځانګړی شفقت او نظر ساته.

د خپل دین او مذهب دفاع ته د اړوند سیمې د ځوانانو جلب، هڅونې او راپارولو ته کار ووایه، ځکه همدا ځوانان دي چې په قربانیو یې د مسلمان ملت د دین او عقیدې څراغ بل پاتې ده او همدوی به وي چې تر ستا وروسته به ستا د سنګر ساتنه کوي.

ددې لپاره چې دا مبارزه ټوله د عقیدې د ساتنې لپاره ده؛ نو د اړوندو سیمو له علماؤ سره ځانګړې مشورې کوه، هغوی په هر ډول حالاتو کې پوښته او په بیلابیلو مسائلو کې یې درغږوه.

د سیمې مشران هم جلب کړه، ځکه دوی د تجربې او هنرڅښتنان دي، ډیری یې د پخوانیو جهادونو سرلاري پاتې شوي او ځینې بیا مخالفین هم لري؛ نو اړینه ده چې دوی د ځان ملګري کړې او په مټ یې سیمه کې د خپل حضور تقویه او د مخالفینو د نفوذ مخه ونیسې.

خپلې تقوا او دیانت ته هم پاملرنه کوه او هڅه کوه د لمانځه، اذکارو او قرآنکریم تلاوت باندې تداوم وکړې، ځکه په دې برخه کې سستي درسره نه ښایي.

مجرم ته د مجرم په سترګه ګوره، اګرکه ډیر نږدې دوست /ملګری یا هم د کورنۍ غړی دې وي خو د جرم سزاء یې باید اړوندو محاکمو ته راجع کړې او په چارو کې یې هیڅ راز مداخله ونکړې..

د مخالف صف له منسوبینو سره په حکمت مخکې ځه، هغوی که د کفارو مسلمان ملګري دي، باید لومړی یې د راخپلولو هڅه وشي، ځکه سبا ورځ ددوی یتیمان او کونډې هم دا ستا پر غاړه دي، خو که حکمت کار نه ورکاوو، او د راخپلیدو هیله ترې نه کیده، نو باید همداسې پریښوودل شي او لکه څنګه چې له اجنبي اشغالګر سره جنګیږې، دی به هم ترې کم نه بولې.

د ماشومانو او نورو زدکوونکو، زدکړیالانو د اړوندو تعلیمي مراکزو ساتنې او د چارو نظارت ته هم پام کوه، ځکه همدا دوی به ددې ملت راتلونکي واکمنان ساتونکي او چار سنبالي وي، چې باید په ښه فکري عقیدوي او روزنیز ماحول کې زدکړې ترسره کړي.

لکه څنګه چې هیواد مو ځان بساینې ته زیاته اړتیا لري، نو د هیواد له کسبګرو په ځانګړي ډول له کروندګرو سره ډیر تګ راتګ ساته، هغوی د خپلو چارو ارتقاء ته هڅوه او هغوی ته د بازار موندنې ترڅنګ د هغوی د تشویق لپاره خاص پروګرامونه پر لاره اچوه.

په خپلو خدماتو کله هم مه غره کیږه، ټول فتوحات د الله ج په نصرت ترسره کیږي، ته یواځې وسیله او نوم یې.
له سنتو سرغړونه مه کوه او کله هم دروغجنې لوړې ادعاوې مه کوه، ځکه دا سپیڅلی صف په خالصه تقوا مخته روان دی، دلته وسایلو ته نه؛ اعمالو او عقایدو ته ضرورت دی.

ډیرکله دښمن وړوکی او ستا په څیر قوت نه لري، خو الله ج یې ستا د نا صالحو اعمالو له کبله پر تا مسلط کړي او ته ناکام، بې مراده شې او ډیر کله مقابل لوری له خورا زور او ځواک برخمن وي، خو ستا په وړوکې صالحه ډله یې د نسکوریدو اسباب برابر شي؛ چې دا دواړه پیښې د تاریخ په اوږدو کې په لسګونو ځله تکرار شوې دي.

پر خپل ولس، ملګرو، او نورو مخلصو مسلمانانو کبر مه کوه او ځان تر نورو لوړ مه احساسوه، ځکه کبر او غرور ستا د محوه کیدو لامل جوړیږي.

بیا هم درته تکراروم چې د علماؤ خبرو، توصیو او فرامینو ته غوږ نیسه او له هغو مجاهدینو سره هم وخت په وخت لیدنه کوه او مشورې ترې غواړه چې پرون یې همدا ستا خړ سنګر ساتلی او پاللی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور عبدالله

بارک الله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x