ټولنیزه برخه

زرپارې «څلور ويشتمه برخه»

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

د دانو عجيب علاج
عبدالله ابن مبارک رحمه الله د لويې درجې عالم و، يو وخت چا ورته وويل چې په زنګون باندې مې له اوو کلونو راهيسې يوه دانه راختلې ده، هر علاج مې کړی دی، ډيرو طبيبانو ته ورغلی يم، خو هيڅ فايده يې راته ونکړه.
عبدالله ابن مبارک رحمه الله ورته وويل: لاړ شه او داسې ځای پيدا کړه چې اوبو پکې کمې وي او خلک يې اوبو ته اړتيا لري، هلته څاه وکنه، اميد دی د اوبو چينه به جاري شي او ستا له دانې رابهېدونکې وينه به وچه شي.

دې سړي چې د عبدالله ابن مبارک رحمه الله په خبره عمل وکړ، الله تعالی صحت ورکړ.
دا کيسه علامه منذري رحمه الله له امام بيهقي رحمه الله څخه رانقل کړې ده. علامه منذري رحمه الله له دې کيسې وروسته ليکلي چې زمونږ د شيخ ابو عبدالله حاکم رحمه الله هم د دانې له دردونو کړېده. په مخ يې دانې راوتلې وې، زياته تداوي يې وکړه، خو دانې يې روغې نشوې او تقريبا يو کال له دې بيماري وځورېد. يو وخت د جمعې په ورځ د امام ابو عثمان صابوني رحمه الله په مجلس کې ناست و، دعا يې ترې وغوښته او هغه هم ورته دعا وکړه.

د راتلونکې جمعې په ورځ يوې مېرمنې امام صابوني رحمه الله ته يو ليک وليږه، پکې ليکلي و چې د تېرې جمعې په ورځ چې شيخ ابو عبدالله حاکم رحمه الله ته ستاسې له دعا وروسته کور ته لاړم، ما هم ورته ډيرې دعاګانې وکړې. په شپه کې مې نبي عليه السلام په خوب وليد، راته ويې فرمايل: ابو عبدالله ته ووايه چې مسلمانانو ته په پراخه پيمانه د اوبو رسولو بندوبست وکړي.

کله چې شيخ حاکم رحمه الله خبر شو، د کور دروازې ته نژدې يې منګي کېښودل، چې خلکو به ترې اوبه څښلې. د شيخ حاکم رحمه الله د دې کار اونۍ نه وه پوره شوې چې دانې يې په جوړېدو شوې، مخ يې د پخوا په څېر پاک او ښايسته شو. له دې وروسته شيخ حاکم رحمه الله تر ډيرو کلونو ژوندی و.

(الترغيب والترهيب للمنذري ج: ۲ ص: ۵۳ او ۵۴، فصل فی الصدقة والحث عليها)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx