افغانستانسولې اړوند خبرونه

سپینه ماڼۍ: ښایي د «مۍ» میاشتې تر پیلېدو وړاندې بایډن د افغانستان په اړه پرېکړه اعلان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روانې میاشتې تر پای ته رسېدو له افغانستانه ووځي؛ سپينه ماڼۍ وايي، بایډن ښایي د «مۍ» میاشتې تر پیلېدو وړاندې د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

د بایډن اداره وایي، د دوحې په توافقنامه کې د ټاکل شوي ضرب الاجل سره سم د ټولو عسکرو ایستل له لوژستیکي او تخنیکي پلوه ستونزمن دي.

د سپيني ماڼۍ ویاندې «جان ساکي» په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د مۍ تر لومړۍ نېټې د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن دي؛ او دا نېټه د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوې، خو بایډن به ښايي، تر یادې شوې نېټې وړاندې د افغانستان په اړه خپل دریځ اعلان او له رسنیو سره شریک کړي.

د نوموړې په خبره، د همدې موضوع په تړا وله تېرو څو اوونیو راپدېخوا ډيپلوماټيکې هڅې پیل شوې دي او له طالبانو سره خبرې روانې دي.

د سپینې ماڼې د ویاندې پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر یوې میاشتې کم وخت لري او شل ورځې وروسته باید له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې طالبانو د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن د ادارې دريځ «مبهم» بللی وو او ګواښ یې کړی وو، که له تړون سره سم عسکر ونه ایستل شي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د بهرنیانو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حالات داسی ښیی چی امریکا به د می په میاشت کی له افغانستان څخه ونوځی ځکه همدا اوس بهانی دی د القاعده د فعالتنو او د هغوی رابط له طالبانو سره. همداسی طالبانو تر اوسه کومه طرحه د ترکې غونډی ته وړاندی کړی نده ځکه غواړی پوه شی چی امریکایان د می تر میاشتی څه کول غواړی. کچیری ونوځی نو طالبان به هیڅ طرح د ترکې غوندی وړاندی نکړی او جنګونه به شروع کړی نه به د دوحی خبری وی او نه هم د ترکې. پنجابیان به د خیر په غونډی ناست وی او د دواړو طرف څخه به د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x