
په روژه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم معمولات
ليکوال: مولانا ذوالفقار احمد نقشبندي
ژباړن: فضل باري مشفق
صحابه کرام فرمايي چې کله به د رمضان المبارک مياشت راغله نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په معمولاتو کې به درې کارونه زيات شول.
لومړی: د رسول الله صلی الله عليه وسلم په عبادت کې به زياتوالی ډېر شو، که څه هم په عامو ورځو کې به هم رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره عبادت کاوه چې د هغه پښې مبارکې به وپړسېدې خو په رمضان کې به له عامو ورځو نه نور هم رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر عبادت کاوه.
دوهم: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په روژه کې ښه صدقه ورکوله يعنې په ډېر خلاص لاس به يې د الله تعالی په لاره کې صدقه ورکوله .
دریم: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان المبارک کې په ژړا او زارۍ الله تعالی ته دعاګانې کولې، همدا درې حالتونه به په روژه کې له د رسول الله صلی الله عليه وسلم په معمولاتو کې له ورايه ښکارېدل.
موږ هم بايد په رمضان المبارک کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په څېر پخپلو اعمالو کې زیاتوالی راولو.
ټول کال چې د دنيا په چارو کې ستړي او ستومانه يو خو بيا هم دنيا پاتې ده، که چېرې موږ د الله تعالی په عبادت کې ستړي شو او د شپې ويښ او په عبادت کې پاتې شو نو ان شاء الله تعالی چې د قيامت په ورځ به د الله تعالی په حضور کې جګې سترګې ولاړ يو.
د ويښ پاتې کېدو او بيدارۍ مياشت را روانه ده، راځئ ويښ واوسو، پخپل ځان تکليف وګالو ترڅو مو د اخرت سکون او ارام نصيب شي.
په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به دعا کوله چې يا الله موږ ته په شعبان کې برکت واچوه او رمضان ته مو ورسوه، يعنې رسول الله صلی الله علیه وسلم به رمضان المبارک ته د رسېدو دعا کوله، نو له همدې معلوميږي چې دا مياشت ډېره بابرکته مياشت ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د ور رسېدلو دعا کړې وه.
الله دې موږ هم رمضان المبارک ته ورسوي او د نيکو اعمالو او ښه عبادت توفيق دې راکړي.
امين