ټولنیزه برخه

د ژوند ښه او بد

عبدالرحمن وقار

پوهېږﺉ؟
ژوند هغسې نه ده، څنګه چې موږ فکر کوو.
بلکې ژوند ډېر لنډ او فاني ده.

په ژوند کې د ښو په نوم ډېر بد عملونه او چلندونه کوو، چې ذهن او وجدان مو یو ډول ورسره په عذاب وي، خو موږ نه پوهېږو.

د خپلې کورنۍ غړو سره، ملګرو سره، له نږدې ګاونډیانو سره او همداسې ډېر وګړي شتون لري، چې زموږ چلند ورسره ډېر بد او زړه ماتونکی وي.

غیبت، خیانت، دروغ، دوکه او داسې ډېر نور څه شتون لري. چې موږ یې په یو ډول کوو.

که موږ له یو چاسره خیانت او دوکه کوو، دا زموږ هوښیاري نه، بلکې یوه کمزوري ده، چې شخصیت ته د زیان رسېدلو، سربېره یو ډول اروایي ناروغۍ هم پیدا کوي.

نیوټن وایي: چې په ژوند کې هر عمل عکس العمل لري، که په ژوند کې یو چا ته بد نیت لرې او د ناکامېدو هیله یې لرې.

داسې ډېر خلک به پیدا شي، چې ستا د ناکامېدو لپاره به رب ته رجوع وکړي، هر هغه دعا او عذر چې شرعي او له زړه څخه وي، الله تعالی یې هېڅکله نه رد کوي.

بلکې!!
هغه انرژي چې بد عملونه غواړي، ښه عملونه یې نه غواړي، بلکې په آسانه ډول ترسره کېږي.

په ژوند کې له خلکو سره صادقانه او ښه چلند بریالیتونه وړتیاوې زېږوي.

ښه عملونه:د الله تعالی د رضا سبب ګرځي.

الله تعالی صادق انسان ته اخروي او دنیاوي بریالیتوب ور په برخه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx