دیني، سیرت او تاریخ

د ۱۸۷۹ کال پاڅون؛ په سپېڅلې جګړه کې د غازي دین محمد اندړ رول او مبارزه«لومړۍ برخه»

اسدالله بلهار جلالزی

لنډیز:

کله چې په ۱۸۷۹ کال کې د انګزیزانو لښکرې کابل ته ورسیدې. نو يي امېر محمد یعقوب خان په بالاحصارکې له ځانه سره د یرغمل په ډول کېناوه. له څه وخت وروسته یعقوب خان خپله استعفا د انګریزي لښکرو قوماندان ته وړاندې کړه او د هند بریتانیوي حکومت قوماندان فریدرک رابرتس ټول اختیارات خپل کړل. ورپسې يي محمد یعقوب خان هند ته تبعید کړ. چې عملأ په هیواد کې د واک تشه را منځ ته شوه. د رابرتس کړنو او له عادې وګړو سره له تاووتریخوالي ډک چلند دا په ګوته کوله چې نوموړی غواړي له افغانانو څخه غچ واخلي. په دغه وخت کې وو چې له شرعي اړخه دیني عالمانو، قومې مشرانو، مخه ورو، یا په یوه خبره هر نارینه اوښځينه د دین، هیواد او خاورې دفاع په ځان فرض وګڼله او د دې فریضي دا ادا کولو له پاره چمتو شول، چې له دې سره په هیواد کې د جهاد توغ په رپیدو شو.

اړین توري: ملا مشک عالم، مبارزه، پاڅون، درایت او دینپالنه، هیواد ساتنه، د انګلیس یرغل، بیل يي کړه ایل يي کړه او یووالي ته د افغاني مبارزینو رابلل:

سریزه:

له دین، هیواد او ملي ارزښتونو دفاع  او ننګه د هر مسلمان، عاقل او حرُ وګړي له هغو دندو څخه ګڼل کېږي چې د سر، مال په ښندلو او هر ډول کړاونو په زغملو سره يي په ترسره کېدو کې ځان نه سپموي. له دین، هیواد، سپیڅلیو او ملي ارزښتونو څخه په رښتينې توګه ننګه او په دې لاره کې د کړاونو، تکلیفونو او ځورونو ګالل چې یوازې او يوازې د الله (ج) د رضا په موخه وي نو بیا یې اجر او پاداش هم د الله جل جلاله له لوري هغوی ته چې په پوره صبر، مېړانه، استقامت او شجاعت سره په دې لاره کې ربړې ګالي ورکول کېږي. له دین، هیواد او ارزښتونو څخه د ننګې او دفاع په لاره کې بیا تر ټولو زیات مسولیت د هغو کسانو په غاړه وي. چې هم له دیني او معنوي اړخه او هم په ټولنیز ډګر کې مخکښ او په چارو خبروي.

په ۱۸۷۹ کال کې د سخت ژمې د لښکر تر خوا زموږ په دیني او سپیڅلیو ارزښتنو او خلکو او د هیواد په پلوو یوه بل بې رحمه او د هغه مهال د سترې امپراتوري لښکر چې شمېر شاوخوا ۵۴۰۰۰ زرو تنو ته رسیده او خورا مجهز او سمبال هم و یرغل وکړ. خو د دغه یرغل او تیري په وړاندې افغاني مبارزین د جګړې ډګر ته راووتل، چې په سر سر کې يي، غازي ملا مشک عالم چې ملګرو او مجاهدینو به يي ورته «امام المجاهدین والمسلمېن» وایه او غازي محمد جان خان، ګل محمد خان اندړ، عصمت الله خان، مېربچه خان کوهدامني، عبدالغفو لنګري او… ول. دوی د جهاد او هیواد ساتنې په لاره کې له سختیو او کړاونو سره مخ شول. ډیری ملګري يي شهیدان او ټپیان شول. خو د سپیڅلي جهاد له تاوده مرچله را په شا نه شول. په غلیم یې هم ځمکه سور اور کړه.

په دې لیکنه کې به موږ د (امام المجاهدین والمسلمېن) غازي دین محمدخان اندړاوتریوه بریده د ده د ملګرو په کړونو رڼا واچوو.

د انګریزانو یرغل، بیل يې کړه ایل يې کړه!

هغه امپراتوري چې په قلمرو کې يي لمر نه ډوبیده، هغه امپراتوري چې په چلوولونو، نیرنګ او تذویر کې يې ساری نه لیدل کېده. تل به يي د (بیل يې کړه ایل يې کړه) خبرې په بنسټ د ولسونو، مسلمانانو او په تیره بیا د افغاني غازیانو تر منځ د نفاق او شقاق مزي غځول. دوی به دا خبره هم په خپلو منځو کې هم زمزمه کوله (تفرقه بینداز حکومت کن) خو غازي ملا مشک عالم د دښمن دې مکاریو ته ځير دی او په حساسو شیبو کې د داسې فتنو د له منځه وړلو په مقصد هرهغه ځای ته ځان رسوي. چېرته چې دا اوربل شوی وي. زموږ د دې ادعا د ثبوت له پاره د مېر غلام محمد غبار د( افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۳۱ مخ کې داسې لولو:

(انګریزانو وکولای شول چې د کنل ولی الله خان په واسطه په غزني کې لکه د پروان او کاپیسا په څیر د دښمن په وړاندې د ملي مبارزینو د سمبالښت او سوقیاتو په مرکز کې د شر لویه چوله او درز پیدا کړي. دا چې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو ترمنځ يي د کورنیو جګړو اور بل کړ. کله چې دا خبره کابل ته ورسیده، نو امام المجاهدین والمسلین ملامشک عالم اندړ په خپله د دغه کورني نفاق د مخنیوي په مقصد غزني ته راغی. په داسې حال کې چې د کنل ولی الله د خیانت د مخنیوي له پاره دوه نور ملي مبارزین او غازیان هر یو عبدالقادر تاجک او ګل محمد اندړ هم لاس په کار شوي وو. د کورنیو جګړو اور يي غلی او مړ کړی و. د پښتنو، تاجکو او هزاره وو وګړي يې سره پخلا کړي وو» خو ښکاري چې د ملا مشک عالم راتګ بیرته غزني ته د غازیانو او مجاهدینو په منسجم کېدو او بیا د جګړې تاوده مرچل ته  د هغوی په لیږلو کې لا اغیزناک تمام شو. د انګریزانو د چلولونو، بې اتقاقیو ته د لمن وهلو او دسیسو او توطیو ډیرې بیلګې د تاریخ په پاڼو کې خوندې دي. غبار د خپل اثر په  ۶۳۳ مخ کې د مستوفي حبیب الله خان صدراعظم د یوه لیک یادونه هم کوي. چې د انګریزانو له پټ او کرغیړن سیاست څخه پرده پورته کوي.« مستوفی حبیب الله خان صدراعظم چې له انګریزانو سره بندي و. دا درک کړه او وپوهیده چې امېر عبدالرحمن خان له انګریزانو سره جوړ دی. نو په پټه يي لیکونه د بلخ د سپه سالار چې لا يي ځواکونه په خپل حال پاته وو او د ملامشک عالم او جنرال محمد جانخان وردګ په نومونو غزني ته ولیږل، هغوی لا په غزني او وردګو کې د غازیانو په سمبالښت او راټولولو بوخت و. ده داسې لیکلي و. سردار عبدالرحمن په پټه کې له انګریزانو سره جوړ دی باید مخه يي ونیوله شي. خو د انګریزانو جاسوس دا لیک د شل زره کالدارو په لګولو ترلاسه کړ.» همدا خبره د سراج التواریخ په ۳۶۵ مخ کې هم کټ مټ راغلي ده.

غزني د ملي پاڅون مرکز:
هغه مهال چې غازیانو وکولای شول کابل له بهرنیانو څخه وژغوري نو بیا د پاڅون مشران د غزني په ښار کې سره راټول شول او د سردارموسي جان حکومت يي ټینګ کړ. دا چې غزنی د پاڅونوالو د مرکز په توګه غوره کېږي یو دلیل يي دادی چې د پاڅون مهم مشر ملا مشک عالم په دې سیمه کې د زرګونو مریدانو ترخوا په زرګونو نور ملاتړي لرل له دې سره بیا محمد جانخان وردګ هم د غازي ملامشک عالم د نږدې ملګري په توګه په غزني او شاوخوا سیمو کې ډیر نفوذ او اغیز درلود. د دوی محبوبیت د خلکو په منځ کې هغه وروستي حد ته رسیدلی و. دلته اړینه ګنم چې د استاد پوهاند محمدحسن کاکړ له اثر(د افغان او انګلیس دویمه جګړه) څخه يي څو بیلګې را نقل کړم: کاکړ صاحب د خپل اثر په ۲۱۱ مخ کې کاږې « د کوهستان غلجي، زرمت، څرخ، لوګر، سلیمانخیلو، او وزیرو قومونو ملکان غزني ته راغلل او سوګند يي یاد کړ، چې پخوانۍ دوښمنۍ به شاته پریږدي او له انګریزانو سره به جنګیږي.» پوهاند کاکړ صاحب په ۲۰۹مخ کې بیا داسې لیکې « د لوګر ملکانو په قرآن کریم سوګند یاد کړ چې د بې وسلې شوي امېر پرموضوع پاڅون وکړي او ژمنه يي وکړه چې له عسکرو سره به د وسلو او پیسو مرسته وکړي» موږ ته له دې بیلګو نه په ډاګه کېږي چې د غزني د مشرانو رول او اغیز ټولو ته جوت وو. د دوی له مرستې پرته يي دومره څه نه شوای کولای. ځکه خو امېر عبدالرحمن خان هم له دوی سره مکاتیبه لرله.  مرحوم کاکړ دې همدې اثر په ۲۱۴ مخ کې له هرچا سره د ده د اړیکو ساتلو په اړه کاږي:« سردار عبدالرحمن خان په داسې حال کې چې د قدرت د ټینګښت له پاره يي هڅې کولې له خپل مقر(ځای) څخه يي د ملامشک عالم او محمدجان خان په ګډون د ملي نهضت له ډیرو مشرانو سره مکاتیبه وکړه او د هغه د مکاتبو روحیه داسې وه چې هغوی باید د جګړې له پاره تیار وي.» ملامشک عالم نه یوازې دا چې د ولسونو په منځ کې له وګړو سره اړیکې ساتلي او یا ورسره هغوی په اخلاص او متانت اړیکې پاللي، بلکې په لوړ پوړو چارواکو او د سردارانو په منځ کې يي هم باوري کسان لرل. مرحوم پوهاند کاکړ صاحب لیکې ۱۹۰ مخ « رابرتش له څو ناحیونه زړه بدی شوی و، یو خو د محمدزیو یو شمېر سردارانو، سره له دې چې د هغه په لاس کې هم وو، له محمد جانخان او ملامشک عالم سره يي اړیکې درلودلي او له همدې کبله وو چې له هغوی نه يې د داود شاه په ګډون یو شمېر بندیان شول»

نه پخلا کېدونکي غلیمان:
کله چې تاریخي اسنادو ته مراجعه کوو، وینو چې ډیری افغاني غازیان له انګریزانو څخه کرکه لري. هغوی ته د هیواد، دین، ناموس او ملي ارزښتونو د غلیمانو په سترګه ګوري، انګریزان هم په ورته دریځ کې دي. خو په عین حال کې هڅه کوي چې یو شمېر بیا د پیسو په زور، واک ته د رسیدو په ژمنو، د چوکېو او ډالیو په ورکولو سره د ځان تابع کړي. له بده مرغه ځینې همداسې هم ول، لکه مرحوم غبار چې د خپل اثرپه ۶۵۲مخ کې کاږي« سعدو کروخیل ښورښي چې د انګریزانو له خوا ګمارل شوی و، ډیره موده يي په پکتیا کې فعالیت وکړ» بل ځای هم د داسې کسانو یاودنه کوي او کاږي « لکه سردار نورعلي د سردار شیرعلی خان زوی چې کندهار يي انګریزانو ته تسلیم کړ» داسې بیلګې ډیري دی. خو انګریزان بیا د غازیانو په منځ کې تر ټولو زیات له  غازي محمد جانخان وردګ او ملامشک عالم نه سرټکوي، هغوی ته د نه پخلاکېدونکو غلیمانو په سترګه ګوري. له دوی ویره لري. ځکه يي په اړه آن هندوستان ته شکایتونه رسیږي. استاد خالق رشید په خپل اثر(غازي محمدجان خان د وینو پر لاره د شهادت تر دمه ځایه) چې تر ډیره د غازي محمد جانخان په اړه په کې معلومات وړاندې شوي. د دې شکایتونو یادونه کوي: (د هند په ملي ارشیف کې یو لیک چې رابرت ته ور رسیدلی شته، په هغه کې د یو شمېر ملي مجاهدینو لاسلیکونه هم شته چې ګواکې دوی له انګریزي حکومت سره د دوستۍ او مرستي کلک لیوال دي، په دغو لاسلیکونو کې چا د محمدجان خان لاسلیک هم له ځانه کړی و.) خو کله چې رابرت ته دغه لیک کې لوستل کېږي هغه د غازي محمدجان خان او غازي مشک عالم تر لاسلیکونو دایرې را کاږي او لندن ته لیکې چې« نور لاسلیکونه اصلي دي خو یوازې د محمدجان خان او ملامشک عالم لاسلیکونه د دوی خپل نه دي، ځکه هغوی له انګریزانو سره هیڅ ډول جوړجاړي ته نه حاضریږي» کله چې موږ د تاریخ هره پاڼه را اړوو نو دا دواړه نه بیلیدونکې د سترګو د تورو او سپینو په شان تل سره یو ځای او ‌ډیر پاخه ملګري ښودل شوي دي. که خبره له  غازي ملامشک عالمه کوو، نو خبره له غازي محمد جانخانه هم کوو او که له غازي محمدجانخانه غږیږو نو د غازي ملامشک عالم له شخصیته هم غږیږو. پروفیسور خالق رشید د همدې اثر په ۶ مخ کې د ملی مبارزینو د کارناموپه اړه چې په کې غازی ملامشک عالم نوم هم راځي داسې لیکې:  ( د افغانستان د ازادۍ په تاریخ کې نومېاليو ملي مجاهدینو« د کلمې په رښیتني معنا» او سرتیرو په دغه بهیر کې له هیچا او هیڅ ځواک سره د ازادۍ په کار کې معامله ونکړه او د ژوند ترپایه سرلوړي پاته شول،  دا نومېالي غازي محمد جانخان وردګ، ملامشک عالم یا ملادین محمداندړ، عصمت الله، مېربچه خان او محمد سرور خان پرواني وو) موږ ته د دې اسنادو له مخې جوتیږي چې مرحوم غازي ملامشک عالم او ورسره څو مخلصو ملګرو يي لوړه کړي وه. چې د وینې تر وروستي څاڅکې پوره به د دین او هیواد له غلیمانو سره په نه پخلاکېدونکې توګه په مېړانه او شهامت سره جهاد ته دوام ورکوي. د دوی د رښتني ایمان، متین عزم او هوډ په اړه آن د دوی د سر دښمنان هم اعتراف کوي.استاد خالق رشید د شهادت تر دمه ځایه په ۱۹۸-۱۹۹ مخونو کې داسې لیکې: ( انګریزانو هیڅ هم پټ پرې نښودل، هرڅه يې په هغه بڼه لکه چې رښتیا وو ولیکل او رښتیاوې يي په خپله ګټه تحریف نه کړي، دوی د خپلو دغو اسنادو په ترڅ کې د محمدجان خان او د هغه د ګوتو په شمار یارانو په شهامت او سرښندنه باندې د زړه له کومې اعتراف کړی او هغوی ته يي په خپلو ټولو اسنادو کې دا یوه کلمه ولیکله چې: دی (محمدجان) او (ملامشک عالم) یوازیني څوک دي چې لوړه يي کړې چې د انګریزانو پرضد به د ژوند ترپایه یوه شیبه هم ارام پاتې نه شي…)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx