دیني، سیرت او تاریخ

د ۱۸۷۹ کال پاڅون؛ په سپېڅلې جګړه کې د غازي دین محمد اندړ رول او مبارزه«دوهمه برخه»

اسدالله بلهار جلالزی

د غازي ملامشک عالم (رح) درایت او دین پالنه:
هرکله چې د غازي ملا مشک عالم اندړ مبارزې، هلو ځلو ته په عملي او همدا ډول په نظري او سیاسي توګه ځغلند نظر واچول شي نو ښکاري چې امام المجاهدین والمسلمېن غازي  ملامشک عالم(رح) د جهاد او ملي مبارزې په لاره کې د غازي محمدجان خان وردګ سره تر خوا د ملي یووالي، او د جهادي مورچل یو نمونه  او وړ مشر او رهبر په توګه را څرګندیږي. دا کوم څه وو چې د غازي ملا دین محمد اندړ وکولای شول په دغه لوی پاڅون کې د ګڼ شمېر افغاني مشرانوپه منځ کې لکه یوځلانده ستوری شان وځلیږي.؟… لومړی به په همدې موضوع تم شو.

مېرغلام محمد غبار په خپل اثر( افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۲۹ مخ کې یوځای داسې کاږي « په داسې حال کې چې ملي لښکرو ټول کابل، بالاحصار او د غرونو څوکې نیولي وي، د پاڅون مشرانو د کابل حکومت واک د زابلستان د مبارزینو رهبر ملا مشک عالم ته ورکړی  و» ویلای شو چې د غازي ملامشک عالم(رح) په شخصیت کې نورو مشرانو دا درایت او جدیت لیده چې آن په هماغو لومړنیو شیبو کې په داسې حال کې چې د جګړې اور ژبغړانده وه. د کابل د حکومت د چارو سمبالښت ورته سپاري. که څه هم دی په همدې مهال خورا سپینږیری او له جسمي پلوه څه کمزوری و. خو له معنوي اړخه يې بیا ترټولو غښتلي او یو کاریزماتیک شخص ګڼلای شو. کله چې د غازیانو لښکر ننوت او په کابل ښارکې تیت او پرک شول نو شمېر يې دومره زیات وو. چې په اسانۍ سره کنترول کېدلای نه شوای.  له بده مرغه یو شمېر وسله والو (هغوی) په خپلسرۍ سره د کابل ښاریانو ځیني کورونه چور او لوټ کړل. چې په همدې مسئله باندې مشران غازیان په تیره بیا غازي ملا مشک عالم ډیرخوابدې شو. دی په موسی خان چې پاچا ګنل کېده غوصه کېږي. په جدیت ترې نه پوښتنې ګرویږنې کوي او د ده له لوري پرې نیوکه کېږي د ملامتي ګوته ورته نیسي… پوهاند کاکړ د همدغه اثرپه ۱۸۶ مخ کې همدې کړنو او د ده درایت، جدیدت او د خلکو د سر او مال ساتنې مسئلې ته په اشارې سره لیکې« ملامشک عالم له موسی جان سره شخړه وکړه، چې پاڅون کوونکي یې پریښي چې د ښار د مسلمانو اوسیدونکو کورونه چور کړي او په دې ترتیب د پاڅون مذهبي ځانګړنې ته صدمه ورسوي او د ناکامۍ لامل يي شي» چې دا د غازي د دین پالنې یوه بله ښه بیلګه وه…

دویمه خبره کله چې به د غازیانو مشرانو د کومې لويي پریکړې اقدام وکړ او سره به موافق شول وروستۍ موافقه به هم د غازي ملامشک عالم وه، چې باید ترلاسه شوې وای. بیا هم استاد کاکړ داسې لیکې. « محمدجان خان د چور لامل داسې بیانوي چې د مسلمانانو د پوځونو شمېر له شمېره وتلی و او کنترول کېدای نه شوای او هغوی د کابل ښار مسلمان خلک چورکړل. خو دغو مشرانو د دې له پاره چې خپلو عملیاتو ته يي قانوني او حقوقي بڼه ورکړې وي، د دسمبر پر۱۵مه يې په کابل کې حکومت تشکېل کړ او د بې وسلې شوي امېر زوی موسی جان يي د پاچا په توګه اعلان کړ. سردار محمد طاهر خان د سردار محمد شریف خان زوی او دوست محمد خان لمسي يې وزیر وباله او غلام حیدرخان چرخي يې د بالاحصار د والي په توګه غوره کړ. دا کار د رابرتس په وینا د جنرال محمد جانخان په نوښت ترسره شو او په خپله يې د ځان له پاره کوم مقام غوره نه کړ. ملا مشک عالم دا اقدام نیکمرغه وباله او موسی جان يي پرتخت کېناوه، چې د پلار حق يي و، چې د هغه په وینا په ظالمانه ډول د انګریزانو له خوا تبعید شوی دی.» غازي ملامشک عالم هم له منطقي پلوه او هم په خلکو کې د ډیرو مریدانو، عالمانو او ملګرو له اړخه تربل هرچا مخکښ او درایت لرونکې و. ځکه يي هم هر زورور ته چې د هیواد، دین او وګړو په وړاندې به يي ظلم، کاوه یابه يي هغوی ځورول مخامخ او په ډاګه خپله وینا کوله هڅه يي دا وه چې له ناسمو کړنويي راوګرځوي. بیاهم د بیلګې په توګه کله چې انګریزان له افغانستانه ووتل او د قدرت چارې د امېرعبدالرحمن په واک کې شوې. نو هغه په ډیرې زبردستۍ سره په خلکو ظلمونه پیل کړل. په تیره بیا د جهاد مشران يي د دې په ځای خوشحاله کړي وای زیاتره يي خپه، بندیان، شهیدان او یا هم له ملکه وشړل، کله چې عبدالرحمن لوی غازی محمد جانخان په چل او تذویر سره په شهادت ورساوه. غازي ملامشک عالم سخت خواشنیي شو، خو امېر عبدالرحمن له ده نه بیا سترګه کوله ځکه په ولس او خلکو کې د ده له نفوذ او اغیز څخه يي ویره لرله. که څه هم په پټه کې يي دی په بد نوم یاداوه، خو په ښکاره يي بیا هڅه کوله چې د ځان ملګری يي کړي ځکه چې غازي ملامشک عالم په ډیرو سختو حالاتو کې هم له خپلو خلکو سره پاته شو او د هغوی په منځ کې ژوند کاوه. غبار د خپل اثر په ۶۵۸ مخ کې داسې کاږي( کله چې امېرعبدالرحمن باندې له دې امله چې د غازیانو لکه محمد جانخان وردګ، غازي عصمت الله خان جبارخیل، مېربچه خان، ایوب خان، جلندرخان، غلام محمدخان، بروزخان تتمدره يي، مېر درویش، بابه قشقاري، محمد عظیم خان، عبدالسمېع خان، فتح خان بایاني او عبدالغیاث خان جلالزی چې له امېر له خپلو اولادونو سره فرار کړل، شتمنۍ يي ور ضبط کړي، د خلکو  غبرګون، دباو او فشار زیات شو. نو بیا يي هڅه وکړي چې بیرته پاته غازیان خوشحاله کړي. نو په ۱۸۸۴ کال کې د غزني حاکم سردار محمدحسن، د اندړو ټول مشران د غازي ملامشک عالم په ګډون غزني ښار کې دربار ته راوغوښتل. خو ملا مشک عالم په دغه مجلس کې ګډون ونکړ. بیا د پکتیا د والي ورور سردار شیریندل خان، له یوه مذهبي عالم ملا عزیزخان او د پکتیا له کوټوال محب علی خان سره د امېر د فرمان په اساس ملامشک عالم ته ورغلل له هغه سره يې خبرې وکړي. ملامشک عالم سردار ته داسې وویل: « درۍ زره افغاني غازیان او مشران چې د انګلیس د دولت د واکمنۍ په مهال يي دفاع وکړه، د ناموس، هیواد او اسلام په ملاتړ يي سخت درانه کارونه وکړل او زحمتونه يې وګالل له کومې خطا، خیانت، جنا او جنایت پرته  نن د کابل په بندي خانه کې بندیان  کړي دي. چې دا کړنه د خلکو د نهیلي، ویرې او ډار سبب شوې. نو ټول خلک چې یو يي زه یم ځان د ویرې او خطر په ځای کې ګڼمه» غبار د خپلې لیکنې په دوام زیاتوي: کله چې امیر ته د ملامشک عالم ځواب ور ورسیده نو بیا هم یو ځوابیه فرمان د هغه او خلکو په نوم یو فرمان ورواستاوه.) که څه هم په دغه لیک کې يي د خپل ځان کړنې سمې بللي دي. خو موږ ته ښکاري چې د امېر عبدالرحمن خان غوندې جابر واکمن هم ترې نه سترګه سوځي، هغه هم له دې امله چې غازي ملامشک عالم د فتوا او عمل صلاحیت لري. ځکه خو هم یو ځلې په خپله د ده کورته شلګر ته ورځي او هڅه کوي چې د غازي ایوب خان په اړه ترې د یوه باغي تر نوم لاندې فتوا تر ګوتو کړي خو دی دا کار نه کوي. خالق رشید کاږي(پر هغه مهال چې امېر له ملامشک عالم سره په غزني کې ولیدل او له هغه يي د ملاتړ هیله وکړه، خو هغه ورسره مل نشو او خپل زوی ملا عبدالکریم يي ورسره کړ او ملامشک عالم له امېر سره د زړه له کومې ګام پورته نه کړ، نه يي د ایوب خان پرضد د فتوا خبره ورسره ومنله، همدغه ټکې امېر په عصمت الله خان هم نا باوره کړ، په دې چې عصمت الله خان یو له هغو کسانو څخه و چې ده ملا مشک عالم او ملامشک عالم ده ته د زړه له کومې درناوی درلود او دا هرچاته څرګنده وه…) استاد خالق رشید بل ځای  بیا داسې کاږي ( په دغې ډله کې یو هم ملامشک عالم و. چې امېر ونه شوای کولای د عمر تر پایه پوري هغه د ځان ملګری کړي، یوازې يي زوی عبدالکریم اخوندزاده په دې خاطر چې محمد جان خان او زوم يي عبدالغفور د لنګر، له امېر سره په توره څاه کې پراته وو کندهار ته ورسره ولیږه. امېر د ملامشک عالم همدغه زوی ته د ارادت او که د شیطانت له مخې د « خان عالم» لقب هم ورکړ. (وګورئ د هند ملي ارشیف بهرنۍ څانګه ۱۸۸۱ کال د جولاث ۱۴ شمېره ۱۰۹) خ – رشید

خو عبدالکریم اخوندزاده هم له امېرسره زیات مل نه شو، ناروغه شو او ملامشک عالم لا ژوندی و. چې له امېر سره د تګ په ترڅ کې ومړ. مهمه خبره دا وه چې ملامشک عالم هیڅ کله هم د یوه مجاهد په توګه دې ته نه حاضریده چې د محمد ایوب په ضد دې داسې فتواء ورکړي چې امېر عبدالرحمن خان د کندهار د عالمانو له هغې فتواء څخه وژغوري کوم چې امېر يي د انګریزانو ملګري بللي و. د ایوب خان تر بري او د کندهار د عالمانو له فتوا وروسته د امېر زړه هم له ملامشک عالم څخه سوړ شو. خ – رشید

په ورته وخت کې پوهاند کاکړ هم په خپل اثر کې کښلي چې غازي ملامشک عالم او محمدجان خان لوړه کړي وه. چې د امېر عبدالرحمن استبدادي حکومت به ړنګوي.

د امېر محمد یعقوب خان د مور لیک:
غازي ملا دین محمد اندړ یا ملا مشک عالم د افغان تاریخ یوه ویاړمنه څیره ده چې د اسلام د سپیڅلي دین، ګران هیواد افغانستان او خپلواکې له پاره يي خدمتونه د هیریدو وړ نه دي. غواړم خپله لیکنه د هغه لیک د اغیزو په بنسټ پسې وغوځوم کوم چې دیني عالم او قومي مشر دین محمد اندړ ته د امېر محمد یعقوب خان مور را استولي و. په لیک کې د هیواد د ازادې، ملی نوامسیو څخه د دفاع له پاره له ده د مرستې غوښتنه شوي وه. دلته دا پوښتنه  پیدا کېږي چې ولي د امېر محمد یعقوب خان مور ده ته لیک را استوی؟ ولي دی د دین، هیواد، او خلکو دفاع ته رابولي.؟ د غازي دین محمد اندړ شخصیت کې کوم صفتونه او ځانګړنې وي چې ورڅخه د داسې مرستي هیله کېږي.؟

له لویه سره پورتنیو پوښتو ته د ځواب موندلي په پار به لومړي د غازي دین محمد خان اندړد شخصیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.

۱ زموږ په ټولنه کې چې نهه نوي سلنه وګړي يي مسلمان دي. هغوی ته چې په دیني چارو کې معلومات ولري. درناوی يي کېږي هغه له دي امله چې دیني عالمان په ټولنه کې د یوه روښانه څراغ حیثیت لري نوځکه خو ورته خلک د یوه راهنما لارښوونکي او هغه چا په سترګه ګوري چې د دنيا او اخرت چارې يي په وعظ، نصيحت، د علم په تشریح او تشهیر سره سمبالولای شي او وګړو په ذهنونو واکمن دي. دلته ده چې ویلای شو. چې ملا دین محمد اندړ لوی دیني عالم و. د یوه مرشد، راهنما او ښوونکې په توګه له دې امتیازه برخمن وو. په هغه پیر کې یې په سلګونو تنه مریدان، شاګردان او ارادت مندان لرل او ورسره مل وو. چې په دې توګه يي کولای شوای د بهرنیانو او یرغلګرو ورمېږ ورباندې تاو کړی وای. نو ځکه خو باید دا لیک ده او د ده ملګرو ته رسیدلای وای…

۲-  په دربار کې لویو او وړو ته دا پته وه. ملا دین محمد اندړ( مشک عالم) په افغاني ټولنه کې یو اغیزمن شخصیت دی. ترخوا یې داسي یو شخصیت هم دی چې د بهرنیو او د هغوو کسانو په اړه چې د دین له لارې منحرف کېږي، یا هم له خپلې خاورې، خلکو او دیني او ملی ارزښتونو سره بې پروايي او یا خیانت کوي او یا هم د خلکو عزت، پت، او ابرو ته په سپکه سترګه ګوري. کرکه لري او په هکله يي د فتوا صلاحیت ورسره وو. نو باید يي هم لیک ورته را استولی وای او د مرستي تمه يي ترې کړي وای.

۲ که موږ افغاني ټولنې د وګړو د شمېر له مخې ارزوو نو په دې کې شک نشته چې پښتانه د افغانستان په اوسني جغرافیه کې هم او د غازي دین محمد اندړ د ژوند او مبارزې په مهال هم اکثریت ټبر و. ملا مشک عالم له قومې اړخه په همدې لوی ټبر پوري تړاو درلود. نو ډیری وګړو يي خبرې ته غوږ نیوه. د ده په خبره يي عمل کاوه. د اور او وینو ډګر ته دانګل. دا ځکه چې له ملا مشک عالم سره دیني پوهه وه. تر خوا يي قومې ملاتړ هم په پراخه پیمانه موجود و.

۳ –  غازي ملا دین محمد اندړ یو بل امتیاز هم درلود چې خلکو ورته درناوی کاوه. هغه د ده پوخ سن، تجربه او په پوځي کارونو کې وړتیا او مهارت و. ځکه  د افغان – انګلیس له لومړی جګړې نه وړاندې هم ملامشک عالم له داسې شخصیتونو سره ژوند کړی چې هغوی د انګریزانو ضد روحیه هم لرله. لکه په پیښور کې له د حاجي سید لاهوري  له لمسي حاجي تاج محمد سره ناسته پاسته. دی لا له وړاندې د انګریزانو ضد او د هغوی د یوه سرسخت دښمن په توګه پیژندل کېده. نو ویلای شو چې باید هم دا لیک ده ته را استول شوی وای.

۴- د معلومات له مخي ملا دین محمد اندړ چې په خپله سیمه او له سیمې د باندې د یوه معتبر او ټولمنلي دیني عالم په توګه له پوره شهرت څخه برخمن و. او آن چې ورته د مشک عالم لقب هم د هغه عصرد دیني عالمانو او د ده د استادانو له لوري ورکول شوی. دی له غزني نه ورهاخو  د وردګ- ننګرهار – پروان – کا پیسا – کابل لغمان – کنړ- زابل – لوګر – پکتیا – خوست او پکتیکا ولایتونو او د غلجیو د قیبلو په نورو ښاخونو کې هم په زرګونو مينه وال او ملګري لرل. نو له ده نه د یوه لوی پاڅون هیله کېدای شوای. چې ويي کړ او لبیک يي ورته ووایه.

۵ – تر ټولو اهم څه چې ملا مشک عالم ورڅخه برخه من و. هغه د ده تقواـ دینداري، بصیرت ، امانت داري، پاک نفسي او د تصوف په ډګرکې د ده وړتیا وه چې په دې برخه کې له ده پرته کوم فوق څوک نه موندل کېده. نو بیا هم لازمه وه. چې دا لیک ورته را استول شوی وای. زما اند په طبیعي ډول د یوې خور له لوري له یوه مشر څخه د مرستي غوښتنه په پښتني ټولنه کې تربل هرڅه وړاندې په لومړیتوب کې راځي. چې په دې توګه دومره اهمې غوښتنې ته له ملامشک عالم غوندې مجاهد، مدبر، دیانت لرونکې او عالم نه پرته چا مثبت ځواب هم نه شوای ویلای. باور دادی چې د محمد یعقوب خان مور هم د مرستي غوښتلو په برخه کې ټیک انتخاب کړی و. په پای دا یادونه هم اړینه ګنم چې دغه ستر غازي، وروسته له کلونو مبارزې  څخه د امېر عبدالرحمن خان د واکمني په مهال له هغه سره تر لیدو وروسته پرته له دې چې ورسره په یوه لاره لاړ شي دوه کاله وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټي کړي. غبار يي په خپل اثرپه ۶۶۰ مخ کې د مړینه نیټه ثبت کړي. ( په هرحال ملامشک عالم دوه کاله وروسته « د ۱۳۰۳کال  د ربیع الاول په لسمه نیټه چې د ۱۸۸۶ کال سره سمون خوري ومړ او زوی يې عبدالکریم د خلکو د مشر شو. او د یوه رهبرپه توګه يې د امېرپه وړاندې پاڅون وکړ. خو امېرد لنډي جنرال په مشري یو لښکر ورواستاوه. په دې جګړو کې جنرال بریالی شو. چې د امېر د حکم په بنسټ يې د زرو تنو وژل شویو اندړو له سرونو څخه په کابل کې د ککریو منار جوړ کړ. همدا ډول يي د اندړو له هرې کورنۍ څخه په زور یو ټوپک او توره واخیستل، د اندړو له ۳۰ ملایانو څخه يي د هغوی امتیازونه چې له کلونو راهیسي ورکول کېدل. له هغه مهال څخه يي چې دا امتیازونه اخیستي ول بیرته ترې واخیستل، د اندړو، په قره باغ ولسوالي يې د لواڼیانو او خروټو ځمکې ضبط او هغه يي د هزارو ځمکوالو ته ورکړي. همدا ډول يي امر وکړ چې په راتلونکې کې دې دولت له اندړو او د غزني له تاجکانو څخه غله دانه په داسې نرخ واخلي، چې تر نورو خلکو دې په نرخ کې په هرو زرو روپو کې دوی نیم چارک زیات غنم ورکړي. د اندړو له جنګي اسیرانو يي له هر یوه تن څخه زر روپۍ او له شتمنو يي له دې زیاتې پیسې ترلاسه کړي.)

غواړم د خپلې دغې لیکنې په پای دا وړاندیزونه هم وکړم چې:
لومړی- په اندړو ولسوالی کې دي د دغه ستر خادم، مجاهد، دیني عالم او زړه سواند مشر او ملي شخصیت غازي ملا مشک مقبره او زیارت چې اوس یوه تاریخي بنا بلله کېږي او کلونه وړاندې د مرحوم سردار محمد داود خان د واکمنۍ په کلونو کې جوړه شوي وه. خو اوس د طبیعي پیښو او جګړو له امله ویجاړه شوي ده. د قومې مشرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ورته وخت کې د طالبانو د فرهنګي کمېسون له لوري ورته د جوړیدو په برخه کې پام وشي. چې په دې توګه به يي لږ ترلږه حق ادا شوی وي.

دوهم- د فرهنګ ریاست او ازاد قلموال، ادبپال، ملي سوداګر او مخه ور باید لږ ترلږه په کال کې یو ځل د دغه ملي مبارز او غازي په یاد کلتوری، فرهنګي نمانځغونډې جوړې کړي. او یاد دي ژوندی وساتي.  ښه به دا وي چې په اندړو ولسوالي کې يي په نوم د یوه کتابتون د جوړولو له پاره هڅي پیل شی. چې هم ثواب شي او هم خرما.

دریم- په غزني ښار کې د غازي په نوم واټ کې دې د دوی په نوم د ازادې څلی او منار ودان کړل شي.

پایله:
د دې لیکنې په پایله کې ویلای شو. چې د هیواد په ویاړمن تاریخ کې د ملامشک عالم، مبارزه، هلې ځلې او د دین او هیواد په لارې سرښندنه موږ ته دا درس راښيي چې د بهرنیو یرغلګرو او پردیو په وړاندې دریدنه، نه یوازي دا چې د الله تعالی د رضا سبب کېدلای شي. بلکې د خلکو، ولسونو په منځ کې د محبوبیت ترخوا هغوی ته دا درس هم ورکوي، چې له خپل حق، خاورې او لوړو منلو او سپیڅلو ارزښتونو څخه د دفاع هنرونه زده کړي. نو داسې ملي شخیصتونه بیا تل د هغوی په زړه کې ځای هم لري. د داسې شخصیتونو چې هر کار او کړنه يي عندالله او د هغه د مخلوق د خوشحالولو له پاره وي په ټولنه کې ځای ځایګی پیدا کېدای شي. کلونه به واوړي پیړۍ به تیرې شي خو دوۍ به د خلکو په زړونو کې ژوندي وي. په نیکو به یادیږي او نسلونه به پرې ویاړي. نورو ته به هم له مرګ وروسته هم د یوه روښانه څراغ او مشعل په څیر په تورتمونو کې هم لاره روښانه کوي. هغوی ته د خپل حق اخیستلو او خپلواک ژوندانه لوری ورښيي. د ټینګ عزم، هوډ او ارادې درس به ورکوي او د خدای ج د قانون په رڼا کې به د خپل ژوندانه مسیر ټاکي.

نو چېرته به وي تر دې لویه خوشبختي.

سرچېنې :

۱ ـ رشید، خالق –  غازي محمد جانخان د وینو پر لاره د شهادت تر دمه ځایه

۲ غبار، مېرغلام محمد – افغانستان در مسیر تاریخ

۳ کاکړ- حسن – د افغان او انګلیس دوهمه جګړه

۴- کاتب هزاره  – ملا فیض محمد – سراج التواریخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x