افغانستان

د کابل پر هوايي ډګر توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه ۱۳۹۳): امنیتي چارواکي وايي چې د کابل په هوايي ډګر سهار مهال توغندیز برید شوی.

خبرکاږي چې سهار مهال ۵:۳۰ بجې دوه توغندي د نامالومې سیمې څخه د کابل ښار په لورې ویشتل شوي چې یو يې په هوايي ډګر کې او بل يې د دسبز ولسوالۍ سره نژدې لګېدلی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې پر هوايي ډګر برید ځاني تلفات نه لري خو ګودام ته یې لږ زیان رسولی دی.

نوموړی همدا راز وايي چې برید راکټي و.

د ستانکزي په وینا بل راکټ د دسبز ولسوالۍ سره نژدې انګور باغ نومې سیمه کې لویدلی.

د ده په وینا امنیتي ځواکونه توانېدلي چې راکټ تر چاودنې مخکې خنثا کړي.

طالبانو د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې دوی سهار مهال ۵ بجې ۲ توغندي د کابل په هوايي ډګر توغولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا توغندي د بهرنیو ځواکونو په هستوګنځای لګېدلي. مجاهد د تلفاتو ادعا کوي خو وايي چې په اړه يې شواهد نه دي ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې طالبانو په کابل کې خپلو بریدونو کې تيزي راوستې.

پرون سه شنبه طالبانو د کابل ښار د ارزان قیمت په سیمه کې د ارګ دوه کارکوونکي ووژل او ۵ نور يې ټپيان کړل.

څو ورځې مخکې هم د کابل هوايي ډګر تر راکټي برید لاندې راغلی و چې درانه مالي تلفات يې اړولي و. په دغه برید کې د ولسمشر حامد کرزي ځانګړې چورلکه هم ویجاړه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x