ورزش

د سږکال هند غوره لیګ لومړۍ لوبه د ویرات کوهلي لوبډلې وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ سږکال سیالیو لومړۍ لوبه د رایل چیلنجر بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ ترسره شوه چې به کې بنګلور لوبډلې د ۲ ویکټو په توپیر له جالبې لوبې وروسته بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې ای بي ډیویلیرز وتوانېده په زړه پورې ۴۸ منډې وکړي، خو په داسې حال کې رن اوټ وسوځېده چې بریا ته په ۲ توپونو ۲ منډو ته اړتیا وه.

د آی پي ایل دیارلسم پړاو په لومړۍ لوبه کې ممبۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په سوځېدلو یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري زیاتې ۴۹ منډې کریس لین وکړې. د سیال لوبډلې له لوري هارشال پټیل ۵ لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د بنګلور لوبډلې له لوري ګلین میکسویل ۳۹ او ای بي ډیویلیرز ۴۸ منډې وکړې، او ټاکلی هدف یې په وروستي توپ د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

هارشال پټيل لومړی لوبغاړی شو چې په سږکال سیالیو کې یې ۵ لوبغاړي وسوځول، خو په توپ وهنه کې هیڅ لوبغاړي نیمه سلیزه بشپړ نه کړه.

د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا چې د هند غوره لیګ سیالۍ پیل شوي، دا دویم ځل دی چې دا لوبې د کرونا وبا له کبله ځنډیږي او لا هم په یو شمیر هیوادونو کې نندارچیان د لوبې د لیدلو لپاره اجازه نلري.

دا سیالۍ تیر کال هم د کرونا د وبا له کله وځنډیدې او بیا وروسته د هند پر ځای په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوې.

باید وویل شي چې د یاد لیګ دوهمه لوبه به سبا د شنبې به ورځ د چنایي سوپر کینګز او دهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د افغان لوبډلو لومړۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې ترسره شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx