افغانستان

د کندهار امنیه قومندان تادین رسما استعفی وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): له اوږدو ناندریو او جنجالونو وروسته د کندهار امنیه قومندان تادین خان په رسمي توګه له خپلې دندې استعفا کړې او پرځای یې ډګروال شریف سرطیب ټاکل شوی دی.

په هغه استعفا لیک چې د جنرال تادین خان په حواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، نوموړي د خپلې استعفا د لامل په توګه ویلي، چې د خپل وژل شوي ورور جنرال رازق د ملګرو په غوښتنه او د هغه د «کارنامو» د ساتلو په موخه منلی د کندهار امنیه قومندانۍ دنده منلې وه؛ خو اوس یې دغه دنده د هغه بل پخواني ملګري ته سپارلې او په خپله غواړي د سولې ملي پروسه کې د ولس «خدمت» وکړي.

تادین خان دغه راز ویلي، چې د لوی کندهار په استازولۍ به د ملي پخلاینې عالي شورا په رهبرۍ کې غړیتوب اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم په رسنیو کې د جنرال تادین خان د استعفا خبر خپور شوی ؤ؛ خو هغه مهال د جنرال تادین لخوا رد شو.

د تیرې یکشنبې په ورځ(۱۵ وری، ۱۴۰۰ل) باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي ؤ، چې د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان درې میاشتې مخکې استعفا کړې وه؛ خو د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي یې مخه نیولې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې جنرال تادین خان ته د درېیمې سرحدي لوا د قومندانۍ وړاندیز شوی؛ خو هغه نه ده منلې او نوی امنیه قومندان ډګروال شریف سرطیب هم د هغه په خوښه ټاکل شوی دی.

د کندهار نوی ګومارل شوی امنیه قومندان ډګروال سید شریف سرطیب تردې وړاندې د سپین بولدک ولسوالۍ د سرحدي لوا د څلورم کنډک قومندان او د جنرال رازق له نږدې ملګرو څخه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x