افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به نن د کابل حکومت مشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

زلمی خلیلزاد په داسې مهال ښکاره سفر کوي، چې تیره اونۍ هم نوموړي کابل ته پټ سفر کړی ؤ او د سولې پروسې اړوند مسائلو په هکله یې د کابل حکومت او سیاسي مشرانو سره خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو اونیو راهیسې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازیي زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالب چارواکو سره د سولې بهیر او امریکایي عسکرو د ویستلو په هکله په خبرو بوخت وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x