افغانستان

هرات کې د ګازو یو شرکت کې اورلګېدنې پراخ مالي زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت مرکز د اوبلن ګازو یو شرکت دننه د اورلګېدنې له امله پراخ مالي زیانونه رامنځته شوې دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې له اورلګېدنې مخکې په دغه شرکت کې چاودنه هم رامنځته شوې؛ خو چارواکو په دې هکله رسما څه ویلي نه دي.

ځايي چارواکي په دغه پېښه کې د ۱۰ ټانکرونو د سوځېدو خبر ورکړی، چې په دې کې یو د اور وژنې د عملې موټر هم شامل دی.

د هرات ولایتي روغتون چارواکو له دې پېښې څخه د یو تن ټپي د وروړلو په هکله خبر ورکړی دی.

باید وویل شي چې تیرکال هم د اسلام کلا ګمرک د ګازو او تیلو ټانکرونو په تمځای کې د اورلکېدنې له امله ۱۰۰۰ ټانکر او ټیلر وسوځېدل، چې له امله یې سوداګرو ته ۵۰ ملیونه ډالره زیان ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x