افغانستان

طالبانو په ښوونیزو مرکزونو د دولتي عسکرو د بریدونو «بندولو» غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصلاتو کمیسیون د دولتي عسکرو لخوا په ښوونیزو مرکزونو او دیني مدارسو باندې وروستي بریدونه غندل شوي او ددغو بریدونو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې، د نورو ولایاتو ترڅنګ په ځانګړي ډول په خوست ولایت کې د ضربتي عسکرو لخوا د امنیت په «پلمه» په دیني مدرسو د چاپو او د زده کوونکو او دیني عالمانو د «شهیدانولو» پېښو د غندلو ترڅنګ د دولتي عسکرو لخوا په مختلفو پلمو د ښوونیزو مراکزو په نښه کول«نه توجیه» کېدونکي بللي.

«د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون یو ځل بیا اعلانوي چې په مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو هر ډول تیری چې په هره پلمه سره وي د توجیه وړ نه دی او نه باید د کابل اداره د دې جنایتونو لپاره کومه پلمه ولټوي.»

د اعلامیې په پای کې طالبانو په افغان ولس، د علم او پوهې په پالونکو سازمانونو او ادارو غږ کړی چې د خپلو امکاناتو په کارولو سره ددغو «وحشتونو» په بندولو کې یو تر بله سره همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر دی ماشاءالله خو د کابل د پوهنتون برید او د نورو په لسګونو د مکتب ځوزول او ویجاړول به د افغانانو له زړو ونوځی. طالبان باید په خپلو ساحو کی د مکتب او مدرسو تبعیض له منځه یوسې ټول مکتبونه اعلان کړی او شاګردانو ته یونیفورم ورکړی هم نجونو ته او هم هلکانو ته. دی سره به د هغوی محبوبیت زیاد شی او اعتبار به لاسته راوړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x