شعـــــرونه

غله لګېدلي دي دا کور چې سره و نه وېشي/ کاروان

پيرمحمد کاروان

غله لګېدلي دي دا کور چې سره و نه وېشي
په خدای وېرېږم خور او ورور چې سره و نه وېشي

د مینې لال وطن جمال وطن پردې پر هغه
پر هغه بل یوه منګور چې سره و نه وېشي

چې پر لنډۍ پر دوبیتي راته ارې کې نه ږدي
دا ګډ سرود دا ټنګ ټکور چې سره و نه وېشي

ډلو ټپلو د نفاق توغونه جګ نیولي
د مور شیدې د اوبو شور چې سره و نه وېشي

چې د غاصب پر سر یې کاڼي په خرپا ورېدل
د دغو دنګو غرونو زور چې سره و نه وېشي

الله له لارې د شیطان خو یې را واړوې ته
وطن د ټولو مور دا مور چې سره و نه وېشي

دا چې د زړه غوندې نقشه لري دا زړه د ایشیا
دا د کاروان د زړه ټکور چې سره و نه وېشي

۱۷ حمل ۱۴۰۰ هجري شمسي ، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x