ورزش

نن شپه د ریال مدرید او برسلونا لوبډلو ترمنځ ستره سیالۍ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د هسپانوي لیګ (لالیګا) ۳۰مې ورځې سیالیو پرمهال نن شپه د اپریل په لسمه نېټه د نړۍ دوه سترې لوبډلې ریال مدرید او برسلونا مخامخ کیږي.

د نړۍ تر ټولو دغه ستره سیالي هسپانیا کې پر الکلاسیکو مشهوره ده،  چې ننۍ لوبه یې د ریال مدرید په کوربه توب ترسره کیږي، او د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجې پېلیږي.

د لالیګا په سږکال پړاو کې دواړه لوبډلې یو وار پخوا مخامخ شوي چې ریال مدرید په ۲-۰ بریا خپله کړې ده.

د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ سیالي تل له جالبو صحنو ډکه وي، خو دا سیالي ممکن د دواړو لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلو پریکړه وکړي.

اوسمهال برسلونا د لالیګا لیګ په جدول کې د ۶۵ نمرو سره له اتلاتیکو مدرید وروسته چې ۶۶ نمرې لرې په دوهم نمبر دی، په داسې حال کې چې ریال مدرید په ۶۳ نمرو سره دریم مقام لري.

د برسلونا مشهور ستوری لیونل میسي چې ویل کیږي د فوټبال روان پړاو په پای کې برسلونا لوبډله پریږدي، ممکن د نوموړي وروستۍ الکلاسیکو سیالي وي، خو داسې اټکل کیږي چې نوموړی به بیا هم ددغې لوبډلې سره تړون وغځوي.

تر دې مهاله د الکلاسیکو سیالۍ تر ټولو مخکښ لوبغاړی هم میسي دی چې په ۴۴ سیالیو کې يې ۲۶ ګولونه وهلي او ۱۴ ګول پاسونه یې کړې دي، خو په تېرو شپږو لوبو کې د ریال مدرید پر وړاندې په ګول وهلو نه دی بریالی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x