افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد له غني او عبدالله سره د ترکیې د ناستې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» او د پخلاینې عالي‌ شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او د افغان سولې او اړوندو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ورته مهال د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وایي، د عبدالله عبدالله او خلیلزاد تر منځ لیدنه کې یو شمېر «سیاسي او جهادي رهبرانو» هم شتون درلود او په مهال یې د سولې اړوند بحثونه وشول او د ترکیې د استانبول د ناستې په اړه خبرې وشوې.

زلمی خلیلزاد داسې‌ مهال کابل ته راځي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر بل هر وخت را لنډه شوې او د روانې میلادي‌ میاشتې تر پایه باید ټول امریکایي او ناټو عسکر افغانستان پرېږدي.

ورته مهال امریکایي لوری د می تر پیلېدو پورې د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن ګڼي او ټینګار لري، چې په دې اړه یې له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې اړیکې نیولې دي.

د بایډن ادارې د‌ طالبانو، حکومت او د سیمې د هیوادونو تر منځ په ترکیه کې د یوې ناستې د جوړېدو وړاندیز کړی.

ددې ناستې کره نېټه که څه هم څرګنده نه ده؛ خو یو شمېر سرچینې وایي، دا ناسته ښايي د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې ترسره شي.

حکومت او د سیمې یو شمېر هیوادونو په دې ناسته کې ګډون تایید کړی؛ او طالبان وایي، که ناسته کې ګډون وکړي، نو ټول ټینګار به یې د دوحې تړون پر عملي کېدو او پر ټاکل شوې نېټه د بهرنیو ځواکونو په وتلو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

ټول بهرنی اسغالګر باید ددوحی دتړون مطابق له افغانستان څخه په ټاکلی نیټه ووزی که چیری دپاتی کیدو نیت ولری نو بیا د افغانستان ټول وګړی چی ددی وطن او خاوری سره مینه ولری ددی اشالګرو په مقابل کی هر هغه څه یی چی په وس پوره وی وکړی او په زور یی وباسی او داسی دعبرت درس ورکړی لکه انګریزی مکناټن ته چی ورکړ چی ددوی نسلونه یی په یاد ولری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx