شعـــــرونه

ووايه کله به ځې؟/ عبيدالله علم

په تا تياره په موږ رڼا ووايه کله به ځې
وا اشغالګرې امريکا ووايه کله به ځې

ديمواکرسۍ په نوم دې څومره وحشتونه وکړل
وا تروريستې د دنيا ووايه کله به ځې

‎‎ډېر په غرور مو تجازو زموږ په خاوره وکړ
الله مو ماته کړله ملا ووايه کله به ځې

‎‌‌‌‌‌‌ښه امنيت او ښه نظام و، جنګ او وېره نه وه
زمونږ وطن مو کړو تباه ووايه کله به ځې

‎پوره شل کاله مو زموږ ولس په وير اخته کړ
نور به کړو ډکه خوله خندا ووايو کله به ځې

له تاسو مخکې هر افغان امن کې ژوند درلوده
ټول و يو بل سره پخلا ووايه کله به ځې

له تاسو مخکې دلته غلا، قتل او ظلم نه و
اوس هر څوک غم کې مبتلا ووايه کله ځې

کلی مو ړنګ دی، د جومات مناره هم شهيده
ورانه شوه زموږ ښايسته کلا ووايه کله به ځې

‎دلته مو هر رنګ اسلحې په مونږه وازمودې
داسې څوک نه کوي په چا ووايه کله به ځې

ښکلو ځوانانو باندې ډکې شوې زموږ هديرې
ودې کړو ظلم ناروا ووايه کله به ځې

پښې سپکوه، ځان دې وباسه زما وطن پريږده
کنه نو ډېر به شې رسوا ووايه کله به ځې

سولې دښمن او ستا غلامه اداره د کابل
ګوره چې بيا نه شې خطا ووايه کله به ځې

سوله به وشي افغانان به سره غېږ په غېر شي
وي به شريعت زموږ صدا ووايه کله به ځې

شل کاله مخکې ما علم درته ليکلي وو دا
چې شئ به ټول دلته تالا ووايه کله به ځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x