نظــر

د هیواد ساتونکي سرتیري “عسکر” ته څو خبرې او وړاندیزونه!

جواد احمدي

عسکره ګله او زما د هیواد ساتونکیه! نن تاته څو خبرې او وړاندیزونه لرم، هیله ده چې په غور ورته غوږ شې او ترپایه راسره په سړه سینه پاتې شې.

عسکره! ستا مقام او دنده ښه پیژنم چې له خلکو او خاورې دفاع دې، مقدس هدف د ځان لپاره ټاکلی او د همدې ستر هدف لپاره مو ملت یو وخت رضاکارانه او وروسته له مجبوري خپل اولادونه درسره لیږل آن تر دې چې د کور سر سړي ته به هم د نوبت ویش کیده، خو له هغې تر نن ورځې مې ستا له دندې متفاوتې معناوې زده کړې، ګواکې ته ابن الوقت یې او بیلابیلو حالاتو ته په مختلفو اشکالو څرخیږې.

لکه څنګه مې چې له تاسره له خپلې بلدتیا درته وویل، نو له دې هم خبریم چې ستا اوسنۍ وجودي فلسفه او بنسټ ۲۰کاله وړاندې د هغو لښکرو لخوا کیښوودل شو، چې نن ستا له غلیم سره د سولې تړون لاسلیکوي او خپلو وتلو لار جوړوي.

هوکې! ستا غلیم!! خو په حقیقت کې هغه ستا غلیم نه، بلکې ستا لوی خیرخواه وه، هغوی درته هیواد له تجزیې وژغوره، د شر اوفساد لښکرې یې درته تارومار کړې او د شته نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوي فقر سره پر مبارزه سربیره یې ستا په هیواد کې د مخدره توکو کرکیله صفري کچې ته راکمه کړه.

ددې ترڅنګ یې د ټولو جنایاتو او فسادونو مخه په ښه توګه ونیوله او هیواد کې یې تر لسیزو وروسته یوخپلواک او اسلامي نظام رامنځته کړ.

خو کله چې لویدیځوال پرې خبر شول، نو ته یې له دې کبله چې د خپل کلي کوڅې او ګودرونه ښه درمالوم وه، د ځان ملګری یې کړې او همدا د نجات فرښته یې تاته ستا قاتله معرفي او تا هم له کوم فکر پرته او د نوې ملګرتیا د پایښت په خاطر په داسې حال کې چې سترګې دې شین وزرو لوټونو کې خښې وې، د “خاورې او خلکو د دفاع” مقدسه کلمه یوځل بیا د خپل ناروا قتال لپاره وکاروله.

دادی ۲۰کاله وشول، میلیونونه افغانان ستا او ستا د همدې ملګرو په لاس د ځمکې تل ته ولاړل؛ آیا لا دې زړه نه ده یخ؟

عسکره! خیر دی! ته اوس د کلي د جومات له ملا امام څخه ګیله مه کوه چې ستا جنازه نه کوي او په تعزیت کې دې اوښکې نه تویوي او مه له خپلو کلیوالو خواشینی کیږه چې ستا د همفکره ملګرو په ویرونو کې برخه نه اخلي؛ لامل یې دا ده چې د همدې ملا مدرسه او جومات تا د خپلو لویدیځو ملګرو په فرمایش ور ونړول، پر هغوی دې د ترهګرۍ ټاپه په تندي ووهله او په ډول ډول نومونو دې پردیو ته منسوب کړل؛ دغه راز د همدې کلیوالو زامن ستا د کوردیناتو په مټ شهیدان، کورونه یې نړول شوي او طالب ته د ډوډۍ ورکولو، له هغه سره د خپلولي د تړاو او ځینې خو یې آن د سنت ږیرې پریښودو له امله زندانونو ته اچول شوي دي.

عسکره ګله! هغه مشران چې ستا قرباني د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره منسوبوي، هغوی ستا د پنجاب ضده جګړې شعاریزه جمله هم په ډاګ وویشته او له همدې نه پخلاکیدونکي غلیم سره یې د ډیورندکرښې پرسر شرموونکې معامله وکړه.

همدې مشرانو دې خپل زامن د سینما او تیاتر لوبغاړي او په بهرنیو هیوادونو کې د مرفع ژوند خاوندان کړل، خو ستاسو د کونډو میرمنو، یتیمو اولادونو او بورو مورګانو نه اوښکې چا پاکې کړې، نه یې هم د شفقت لاس پرې کیښووده؛ خو پر دې سربیره لا دا خو مې لیدلي چې ستا همدا بې سرپرسته کورنۍ ستا غلیمانو
“طالبانو” پاللې او هغوی یې نازولي دي.

عسکره ګله! ته له چا وطن ساتې؟ که ناټو دې ستراتیژیک متحد ده او حضور یې اشغال نه بولې، نو ازلي دښمن “پاکستان” دې هم هره ورځ په توپونو ولي، دروازې رامخته کوي، اغزن تار تیروي، خو ستا له ټوپک نه د مرمۍ وتلو غږ چا لا نه ده اوریدلی.

عسکره! که دا درسره ومنو چې د لویدیځ اشغال پرضد پورته شوي کسان تروریستان وه، ځکه هغوی ته پاکستان لار ورکړه، نو تاسو ولې همدا پاکستان نه ټارګیټ کوئ او په مړو سترګو یې ټول تیري ګر سیاستونه زغمئ، آن چې اوس دې خپل پیښور ته هم بې ویزې او پاسپورته نه پریږدي.

عسکره! ستا د کورنۍ او د طالب د کورنۍ ویر زما ویر او غم دی، د دواړو بې سرپرسته یتیمان، کونډې او بورې مورګانې زما تر غاړې دي او مونږ پرې کړیږو، نو ولې دې د ۱۲زرو افغانیو لپاره یوې داسې بې ننګې مبارزې ته مټ ورکړی چې نه یې تنخوا ستا ستونزې حلولای شي او نه یې هم ملاتړ درته ګټه کوي.

عسکره! ته خبریې؛ هغوی چې تاته قومانده درکوي او ته یې د دې جګړې سون توکی جوړ کړی یې، هر یو یې په بهر کې لوکس محلونه لري او پر تا د سودا په بدل کې ورته سترې ډالریزې تنخواوې، آزاد پاسپورتونه او بې ساري امتیازات منظور شوي.

عسکره! دا به دې له خپلو مشرانو اوریدلي وي چې هغوی تا د نړیوال امنیت د ساتنې لپاره کاروي، نو پر دې باید وپوهیږې، چې ستا مشرانو ته نه افغانیت، نه اسلامیت او نه هم بل کوم ارزښت مهم دی، بس یواځې د خپل واک د بقاء نا تعبیر شوي خوبونه ګوري.

عسکره! دا به دې هم اوریدلي وي چې ارګ کې د جنسي رشوت په بدل کې ګمارنې ترسره کیږي، نو په دې هم پوه شه چې ته د هغه نظام ساتونکی یې چې د سیکولریزم په تر ټولو بد ډول کې پسولل شوی دی.

عسکره! ته خبر یې سوله ولې نه راځي؟
دلته د جمهوریت او اسلامیت جګړه ده؛ ستا له لویدیځ راغلي مشران د جمهوریت او سیکولریزم غوښتونکي دي، خو اسلامي مقاومتګر ولس بیا د اسلامي نظام پیاده کول غواړي؛ نو اوس دې ګریوان کې سر ټیټ کړه چې ته د چا لپاره او څه ته جنګیږې؟

عسکرجانه! که ته خپل لمونځ او د قرآنکریم تلاوت د خپل مرګ د ناروا والي دلیل ګرځوې، نو پر دې هم پوی شه چې همدې قرآن کې ستا د وژلو حکم شوی ځکه ته! د یهودو او نصاراوو له هر ډول مرستې برخمن او د هغوی لپاره دې پوره ۲۰کاله ناحقه افغان وژنې ته اوګه ورکړې ده.

عسکره زړه مې له خبرو، ګیلو او نصیحتونو نور هم ډک دی، خو دا پورته څوکرښې په مشت نمونه یې خروار ومنه، د ټولو افغانانو خبر یې وبوله او بیا هم پرې غور وکړه.!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x