ورزش

د رضوان په زړه پورې توپ وهنې سره پاکستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې محمد رضوان په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې په مرسته یې پاکستان بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې چې نږدې وه پاکستان بایللې وای، محمد رضوان له پېله تر پایه مسئولانه لوبه وکړه او په ۵۰ توپونو یې ۷۴ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې، نوموړي دوه شپږیزې او ۹ څلوریزې هم ووهلې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د څلورو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا لومړی توپ وهونه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۸ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ایډن مارکرم ۵۱ او هینریک کلاسن ۵۰ زیاتې منډې وکړې.

په هدف په تعقیب کې د پاکستان لوبډلې ښه خو سوکه پېل وکړ، په وروستیو کې یې د محمد رضوان او فهیم اشرف په چټکه توپ وهنه وکولی شول د ۴ ویکټو او یو توپ په توپیر ټاکلی هدف بشپړ کړ.

ددوی له لوري محمد رضوان ۷۴، فهیم اشرف ۳۰ او فخر زمان ۲۷ منډې وکړې.

باید وویل شي چې له دې وړاندې پاکستان لوبډلې سویلي افریقا کې د درې یو ورځنیو سیریز هم په ۲-۱ په خپل نوم کړی و، ددوی ترمنځ به درې نورې شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x