افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو د ترکیې په ناسته کې د ګډون پرېکړه لا هم نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ ل): داسې مهال چې تمه ده روانه میلادي میاشت په ترکیه کې د افغان سولې لپاره ناسته راوبلل شي، طالبان وایي، لا یې هم په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

د ترکیې د استانبول ناسته چې د افغان سولې په تړاو د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې رابلل کېږي، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ ښایي د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه واخلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» بېلابېل لوري په همدې ناسته کې ګډون ته هڅوي او په همدې لړ کې يې نن په کابل کې له عبدالله، سیاسي مشرانو او اشرف غني سره لیدلي او د ترکیې ناستې ته د چمتووالي په اړه ورسره غږېدلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» طلوع نیوز ته ویلي، چې لا یې هم په دې کنفرانس کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او د دوحې تړون عملي کېدو ته هیلمن دي.

دده په خبره، طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د عملي کېدو غوښتنه لري او ټینګار یې دادی چې بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ووځي.

د ترکیې په ناسته کې د ګډون په تړاو د طالبانو دوه زړیتوب داسې مهال دی، چې د دوحې تړون له مخې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو وخت را نږدې شوی، خو امریکا ټینګار لري، چې د لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله د می میاشتې پر لومړۍ نېټه خپل عسکر نشي ایستلای.

طالبان بیا ګواښ کوي، که بهرني پوځیان په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو په وړاندې به یې جګړه پيل شي چې د ناوړو پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

طالبان دی لمړی د دوحی تړون تضمین کړي بیا دي په نورو غونډو کی ګډون وکړي. مثلا یا دی احتیجاجا د استانبول ناسته تحریم کړي او یا دی اقلا دومره وځنډوي ترڅو د امریکایانو د وتلو نیټه تیره شې هدف می داده که امریکیان په ټاکلی نیټه ووزي بیا دي ګډون وکړي او که خپل تړون مات کړي بیخي دي اعتماد نه ورباندي کوي داچې امریکایان په یوه او بله بهانه اشغال ته ادامه ورکوي د دی مخنیوی پکار ده چې امریکایان د امن په فضا کی نښې وتلای او وخت ته اړتیا لري دا به صبا د جنګ په… نور لوستل »

مجاهد

اسلامي امارت مشران بأيد

اول د اشغال ختمولو ته أولويت وركري

زكه تر سو چه د دوحه لوزنامه مطابق اشغال ختم نشی
او خارجی اشغالگر کامل له افغانستان ثخه بیرون نشی

هر گیز به نه امن راشی
او نه صلحه

آمریکا په دغه حساس وقت کی غواری
چه دوحه عقدنامه مطابق آشغال پای تاریخ کی
د اسلامی امارت مشران د ترکیه په مجلس باندی مشغول او دوکه کری

Adam Khan

That is correct Mujahid Saib

Adam Khan

Talib Gul

Afghanistan, the land of your parents is still under the occupation of Western forces. Come home and forget about those luxury hotels. You should be sleeping on rocks and grass. You should be walking and running 24 hours with all those heavy ……….s. You should not sleep at all.

I swear on ALLAH that they are not leaving our country with words. Please do not waste time

طوطی

طالبان تر اوسه کومه طرحه نلری څه رسه د ترکې په غونډه کی برخه اخیستل. طالبان د برخی اخیستلو خبره قصدآ ځنډه وی او یا دا چی دومره صلاحیت او استقلالیت نلری خو په هر صورت دوی به د می تر میاشتی پوری د ترکې غونډه کی برخه وانخلی. بیا کچیری امریکایان نوځی د می تر میاشتی پوری طالبان به د پنجابیو، القاعده، جیش محمد او د لشکر طیبه په مرسته جنګونو ته زور ورکوی او بی امنتی به تر پخوا هم زیاته شی ولی کچیری امریکایان ووتل بیا به په هره غونډه کی طالب برخه اخلی لاس به یی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x