افغانستان

د کمپاین عسکرو په خوست کې یو ملکي کس له «ربړولو» وروسته «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو یو ملکي کس له خپل کوره ویستلی، له سختو «شکنجو» وروسته یې په «شهادت» رسولی دی.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، وړمه شپه د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په «حسن زیو» کلي د کمپاین عسکرو لخوا چاپه وهل شوې، د زکیم نور ولد سیداحمد خان په نوم یو ملکي کس یې له خپل کوره په توره شپه ویستلی او بندي کړی دی.

سرچینه زیاتوي، له یوې شپې او ورځې بند وروسته د کمپاین عسکرو د زکیم نور په مرمیو غلبیل شوی جسد په صحرا کې غورځولی ؤ، چې د ځايي خلکو لخوا یې کورنۍ ته وسپارل شو.

باید وویل شي چې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د خوست ولاتی په مختلفو ولسوالیو کې د عامو خلکو په کورونو او دیني مدرسو چاپې زیاتې کړي او آن ځینې ملکیان د لویو لارو پر سر له موټرونو ښکته کوي او بیا یې «بې روحه» جسدونه په دښتو او سړکونو غورځوي او کله ناکله یې د خوست ملکي روغتون ته استوي.

له تیرې اونۍ راهیسې دا پنځم ملکي وګړی دی چې د خوست ولایت مرکز په شمول شاوخوا ولسوالیو کې د کمپاین عسکرو لخوا لومړی بندي او له سختو شکنجو وروسته په «شهادت» رسول کیږي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x