نړۍ

دسعودي عرب ولی العهد امیر سلطان بن عبدالعزیز وفات شو

sultan_bin_abdulaziz(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) له اوس څخه څو شیبي مخکی دسعودي عرب حکومت رسما اعلان وکړ چي ددی هیود ولی العهد الامیر سطان بن عبدالعزیز دامریکی دمتحده ایالاتو نیویارک ښار کی له دي فانی دنیا څخه سترګی پټی کړي.

امیر السطان دروان کال دجون په میاشت کی له سعودي عرب څخه د درملني لپاره دنیویارک ښار ته تللی وو، چی هلته دنوموړي ددرملني په سلسله کی یو په بل پسي څو جراحي عملیاتونه ترسره شول.

دنوموړي دجنازي مراسم به پر ۲۷/۱۱/۱۴۳۲ه نیټه باندي دمازیګر له لمانځه څخه وروسته دهیواد پلازمیني ریاض ښار دامام ترکی په جامع جومات کي ترسره کیږي.

الامیر سلطان په کال ۱۹۴۷ دسعودي عرب دریاض ولایت دامیر په توګه سیاسی سفر پیل کړ، چی په کال ۱۹۵۳ کی داوبو اوبریښنا وزیر وټاکل شو، اوبیا وروسته په کال ۱۹۵۵ کی د ټرانسفورټ دوزیر په توګه وټاکل شو.

په کال ۱۹۶۲ کی ددغه هیواد د وزیر الدفاع پر دنده باندي وګمارل شو، چی په کال ۱۹۸۲ دملک خالد بن عبدالعزیز(السعود) له وفات څخه وروسته، کله چی دنوموړي ورور ملک فهد دهیواد دریاست واکي په غاړه واخیستی، نوموړي ددفاع وزارت له دنده سره یوځای دوزیرانو دشورای دمرستیال ریس په توګه هم وټاکل شو.

او په کال ۲۰۰۵ داګست په میاشت کی چی کله ملګ فهد وفات شو او دهیواد دټولواکی چاري مللک عبدالله په غاړه واخیستي، نوموړي له دي څخه علاوه چی دوزیرانو شورای مرستیال ریس او همدارنګه ددي هیواد وزیر دفاع وو، دملک عبدالله نايب هم وټاکل شو.

نوموړي په کال ۲۰۰۵ د دسبمبر دمیا شتی پر ۱۵ نیټه باندی دملګرو ملتونو وعمومي غونډی ته د دخپل هیواد په استاځی توب وینا وکړه.

  بخت الرحمن بخت          نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x