روغتیا

که دغه کار مو د شپې له خوبه راپاڅوي، زړه مو په خطر کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): ډیری خلک د شپې په خوب کولو کې ستونزې مومي او په مکرره توګه د خوب پرمهال راویښیږي، چې دا د روغتیا جانبي عوارض ښيي او ډاکټر ته اړتیا لري، ځکه چې ممکن ددې تر شا یوه جدي ناروغي پټه وي.

د شپې د خوب خرابوالي په اړه روغتیا پوهان د زړه ناروغۍ خبرداری ورکوي، په ځانګړي ډول کله چې ډير پېښيږي، دا ددې نښه ده چې بدن تاسې ته خبر درکوي چې زړه مو په خطر کې دی.

روغتیا پوهان وایي، که چیرې د شپې د ساه لنډۍ له کبله روایښیږئ، نو ممکن تاسې د زړه په ناروغۍ اخته شئ، چې سمدلاسه یې ډاکټر ته ښودل اړین دي.

د زړه یوه ډاکټره «پوبي پوګاییف» وایي، هغه کسان چې د زړه ناروغۍ لري زیات یې د ساه بندۍ له کبله په نیمه شپه راویښیږي، کوم ته چې Paroxysmal nocturnal dyspnea هم ویل کیږي.

نوموړې څرګندوي، که تاسې د ساه تنګۍ له دې ډول رنځ سره مخ شئ، نو احتمالا د شپې راپاڅیږئ او مرۍ مو بنده وي، ژوره ساه به اخلئ او د زړه ضربان مو چټک وي.

پوګاییف وایي، تاسې ممکن داسې احساس وکړئ چې مرۍ مو بنده وي، او یوازې په ناستې سره راحت ترلاسه کولی شئ. ساه تنګي په څو دقیقو ناستې سره له منځه ځي.

د هاروارد میدیکل ژورنال په وینا، ساه تنګي د زړه ناروغۍ لومړنۍ نښه ګڼل کیږي، په دې معنا چې دا یوه نښه ده او نسبتا ژر پېښيږي، او کله چې پرته له درملنې پاتې شي د وخت په تېریدو سره نور هم ناسم حالت ته ځي.

د داخله ناروغیو یو ډاکټر «ویکین زیتجیان» چې د ګڼ شمېر زړه ناروغانو درملنه یې کړې وایي، هغه ساه بندي چې د شپې مو له خوبه مو راپاڅوي، په داسې حالت کې راځي چې زړه د کافي اندازې وینې پمپ کولو توان نه لري.

هغه زیاتوي، کله چې زړه نشي کولی کافي اندازه وینه پمپ کړي، وینه په زړه کې ایساره شي او په سږو کې د وینې جریان، کوم چې په پای کې د نفس تنګۍ لامل شي.

هغه خپلو خبرو ته په ادامه کې وایي، هغه ناروغان چې د زړه له ناکامۍ سره ډیر مخ وي زیاتره وختونه وایي چې دوی د خوب لپاره له یوه زیات بالښت او یا څوکۍ ته اړتیا لري.

د کارډيالوژۍ یو بل ډاکټر «سټیفن تي سیناترا» وایي، کله چې انسان پروت وي وینه د وینې په رګونو کې ګرځي او دا پر زړه اضافي فشار واردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x