ورزش

ریال مدرید سږني سیزن کې د دویم ځل لپاره برسلونا ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د هسپانوي لیګ «لا لیګا» ۳۰مې ورځې سیالیو پرمهال د نړۍ تر ټولو مشهوره لوبه ترسره شوه چې ریال مدرید د برسلونا پر وړاندې په ۲-۱ ګولونو توپیر بریا خپله کړه.

دغه سیالي چې د ریال مدرید په کوربه توب ترسره شوه، مدرید لوبډله وتوانېدله د مشهور ستوري لیونل میسي مخه ونیسي او بری راوړي.

د لوبې لومړۍ نیمایي په ۱۴مه دقیقه کې فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما په زړه پورې ګول وواهه، له دې وروسته په ۲۸مه دقیقه کې جونیر وناسیوس د ریال مدرید په ګټه دوهم ګول وواهه چې په دې سره لومړۍ نیمایي په ۲-۰ پاې ته ورسېده.

د لوبې په دوهمه نیمایي کې د برسلونا مشر روزونکي رونالد کومان ځینې بدلون رامنځته کړ، چې په مرسته یې په ۶۰مه دقیقه کې دفاعي لوبغاړي اوسکر مینګویزا له لوري لومړی ګول راوړ.

له دې وروسته د ناسم موسم او سخت باران سربېره دواړو لوبډلو پر یوه بل سختې حملې وکړې خو په ګول کولو ناکام شول، او په دې سره سیالي د ریال مدرید په بریا په ۲-۱ پای ته ورسېده.

ریال مدرید لوبډلې له ۲۰۰۷/۸ کال وروسته په لومړي ځل د لا لیګا لیګ په یوه پړاو کې پرلپسې دوه ځل برسلونا ته ماتې ورکړه.

لیونل میسي په پرلپسې اووم وار ونشو کړای په الکلاسیکو سیالۍ کې ګول ووهي، هغه دوهم لوبغاړی شو چې د ریال مدرید او برسلونا ترمنځ سیالۍ کې لوبیږي، ددې سربېره د ریال مدرید لوبډلې دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس هم ۴۵ الکلاسیکو سیالۍ ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ننۍ سترې بریا سره ریال مدرید لوبډله د لا لیګا لیګ په جدول کې لومړي مقام ته پورته شوه، دوی د اتلاتلیکو مدرید سره سم ۶۶ نمرې لري خو اوسمهال یې د ګولونو په توپیر لومړی مقام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x