نړۍ

سعودي خپل درې پوځيان د «ستر خيانت په جرم» اعدام کړل

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د سعودي دفاع وزارت وايي، چې خپل درې پوځيان يې د ستر خيانت په جرم اعدام کړي دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ويلي، چې درې واړو اعدام شوو پوځيانو له دښمن سره داسې مرسته کړې وه، چې هېواد يې له ګواښ سره مخ کړی و، خو په بيانيه کې د دښمن نوم نه دی ياد شوی.

اعلاميه زياتوي، چې درې واړه پوځيان، هر يو محمد بن احمد، شاهر بن عیسی او حمود به ابراهيم وو.

دفاع وزارت ويلي، چې درې واړه مجرمين د دفاع وزارت غړي وو، چې پر خپله سزا ورسېدل.

دا درې واړه کسان په داسې وخت کې اعدام شوي، چې د سعودي ۳۵ کلن وليعهد د هېواد پر حکومت د خپل واک ټينګولو لپاره منډې ترړې زياتې کړي او په عين حال کې د سعودي له لوري په ګاونډي يمن کې روانه جګړه نوره هم تونده شوې ده.

سعودي د متحده عربي اماراتو سربېره د يو شمېر عربي دولتونو په ملتيا د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د يمن په رسميت پيژندل شوي حکومت د ملاتړ په موخه د حوثي ملېشو پر خلاف جګړه پيل کړه، خو د شپږو کالو په تېرېدو لا هم د حوثيانو په ځپلو او له منځه وړلو نه دي توانېدلي.

ایران د حوثیانو ښکاره ملاتړ کوي او په يمن کې د سعودي له لوري روانه جګړه ناروا بولي.

حوثيان وايي، دوی دغه جګړه د سعودي داخل بيايي او له تېرو څو کلونور راهيسې يې پر سعودي د بې پيلوټه الوتکو او ګڼ شمېر توغنديز بریدونه کړي دي.

د سعودي ايتلاف پوځي مسؤولينو ويلي، چې تېره ورځ د يمن په ختيځ مارب ښار او نورو سيمو کې جګړه تونده شوې وه او يوازې د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې په مارب ښار کې ۵۳ کسان وژل شوي دي.

مارب د يمن پلازمېنې صنعا په ختيځ کې په نفتو غني سيمه ده، چې لا هم د حکومت تر ولکې لاندې ده او حوثيان هڅه کوي، چې مارب ښار هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

محمد بن سلمان د هېواد بالفعله واکمن بلل کيږي، د دفاع او اقتصاد سربېره د حکومت پر ټولو ادارو عملا واکمن دی.

له تېرو درې کلونو راهيسې شهزاده محمد بن سلمان د شاهي کورنۍ سربېره په ټول حکومت د خپلو مخالفينو پر خلاف پراخ عمليات وکړل، لسګونو کسان يې ونيول، تعذیب يې کړل او له دندو يې ګوښه کړل.

شهزاد محمد بن سلمان وايي، د خپل واک پر وړاندې يې ټول خنډونه له منځه وړي او يوازې مرګ يې د واک مخه نيولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

څه به ووایو کیدای شې مسلمانان یې په شهادت رسولي وې د سعودی فعلي ظالم حاکم د امریکا او اسرائلو د ګټو محافظ ده تردی وړاندي یې هم ډیری علما شهیدان او یا له هیواد نه وشړل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x