تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۲)- بې منزله لارې

شهرت ننګیال

۱۳۶۵ لمریز کال د افغانانو د مقاومت د عروج کال و، روسانو زموږ پر هېواد د پوځي تیري اوم کال پوره کاوه، وخت د روسانو پر زیان و – هره شېبه چې تېرېده، له يوه نوي ګوزار سره مخامخېدل، نړي د تیري کوونکیو په توګه محکوم کړي وو. له بلې خوا د جګړې د ډګر تاوانونو د روسانو پر اقتصاد ملا ماتوونکي ګوزارونه کول.

د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزير شېواردنادزي وويل: شوروي اتحاد کال کې لس مېلیارده ډالر د افغانستان په جګړه کې تاوان ګالي
روسان د عصبانیت او غوسې په حال کې وو. هغوی خپلو اسلافو او په افغانستان کې خپلو اجنټانو ته په قهر وو او له هغوی يې له وضعي نه د وتلو ابتکار غوښت، د هغه وخت شوروي واکمن ګورباچوپ په خپلو پوځونو فشار راوړ، د جګړې د چټکتيا او لا وحشي كولو قومانده يې ورکړه او د مقاومت ځپلو لپاره یې د ټاکلې مودې کرښه تېره کړه. د دې تر څنګ یې د خپلو ګوډاګیانو په منځ کې بدلونونه هم پاموړ ګڼل.

له همدې ځایه وه چې په کابل کې د کمونېست ګوند مشرانو هم د قدرت لوبه توده كړه، هر مشر او د هغه ګروپ غوښتل ځان ګورباچف او د هغه نژدې ملګرو ته د نوې وضعې او حالاتو په غوښتنو او د روسيې د ګټو په کاڼي پوره ثابت کړي. ډاکتر نجیب د خپل ځانګړي استعداد او مهارت له مخې د خاد شبکې له نژدی اړیکو په ګټه پورته کولو د ګورباچف مغزو ته د دغې خبرې په رسولو بریالی شو چې دی د راتلونکي پړاو لپاره له نورو زیات اغېزمن ثابتېدای شي، دا داسې وخت و چې په شمال کې د احمدشاه مسعود او روسانو د موافقي له مخې اوربند و او د جګړې ټول لنګر د هېواد په ختیزو، جنوبي او جنوب لوېديزو سيمو پروت و.
ډاکټر نجیب په ډېره ځیرکتیا له دې ګټه پورته کړه او ګورباچف ته يې د يوې غونډې د وقفې په منځ کې په داسې حال کې ځان ورساوه چې هغه د تفريح لپاره قدم واهه.

نجيب الله ګورباچوف ته وویل: اوس ټوله جګړه او مقاومت د پښتنو په سيمو کې روان دی، دی (نجیب) له دې امله چې پښتون دی کولی شي د مقاومت شدت راکم کړي، په دې ډول نجيب له دغه فکتور د يوې مهمې نقطې په توګه د ګورباچوف د پام اړولو په برخه کې استفاده وکړه.

له بلې خوا د شوروي زور قیادت د ماضي برخه ګرځېدلې وه، ګورباچوف د ځوان زعامت نوې څېرې راټولې کړې وې، افغانستان کې هم د دغسې تجربې له اړتیا سترګی نشوی پټېدی.
د ۱۳۹۵ په پسرلي کې د خلق دموکراتیک ګوند اتلسم پلينوم جوړ شو، د دغه پلینوم په پایله کې ببرک کارمل لېرې او ډاکتر نجیب د ګوند عمومي منشي وټاکل شو. که څه هم دغه پریکړه په مسکو کې شوې وه خود ګوندي پلینوم د پرېکړې پرتوګ ور واغوستل شو. په راډيو ټلوېزیون کې د اشرارو نوم په اپوزیسیون واوښت. ډاکټر نجيب له اپوزیسیون سره د ډیالوګ شعار خپل کړ. د نوې اساسي قانون او ملي پخلاینې پروسه يې رامخې ته کړه او هغه ناپېيلي شخصيتونه چې دوی ته نژدې بلل کېدل په کابینه کې شامل کړل.

د ببرک کارمل پلويانو د نجيب دغه کړني او تګلاره د ګوند له اساسي تګلارې انحراف او په اصطلاح د کارګرې طبقې له ایدیالوژۍ سره خيانت وباله او تر همدې نامه لاندي يې د خپلو افرادو او پلویانو سازماندهي پیل او د نجيب د پرځولو لپاره په لیکو جوړولو لاس پورې کړ.
له دې سره په کابل کې د کارمل پلویانو مظاهره وكړه، مظاهره کې د ظاهر طنین رول څرګند و، يو شمېر نجونو ارګ ته په ننوتلو د ګورباچف او ډاکټر نجيب پر ضد شعارونه ورکړل. په دې توګه د ډاکټر نجیب پر خلاف د کارمل ډلګۍ د څرګندې دښمنۍ لومړی ګام واخېستل شو.

نجيب له دې پرته بله لاره نه درلوده چې د روسي پوځیانو له وتلو سره موافقه وښيي، خود ببرک کارمل ډلې له افغانستان نه د شوروي پوځیانو وتل د ثور انقلاب ماتې او يو تاريخي خیانت ګانه، سلیمان لايق بي بي سي ته په یوه مرکه کې وویل کله چې ګورباچف له افغانستان نه د خپلو پوځیانو د وتلو خبره رامخې ته کړه د کارمل څېره توره وایشېده، وارخطا شو، لړزه پرې ګډه شوه، ګورباچف ته يې وويل: اګر اکنون از افغانستان قطعات نظامي اتحاد شوري فراخونده شود، رهبری شوروي بار دیګر مجبور خواهد بود تا یک ملیون سرباز به افغانستان داخل کند – دې ته ورته خبره ډاکټر نجیب هم په خپله يوه مرکه کې یاده کړه . ببرک کارمل درې میاشتې په شوروي اتحاد كې وځنډول شو، ډاکټر نجيب ته په پوځ او نورو دولتي ارګانونو کې میدان خالی و، دغه وخت ډاکتر نجیب لپاره ضروري وه په ګوند او وسله والو ځواکونو كې خپله اتوریته پیاوړې او د هېواد د لومړني شخصیت په توګه ورته د تبارز زمینه برابروي، په دې توګه عملا د ګوند او حکومت لومړی درجه شخصيت وګڼل شو.

ببرک کارمل د شمال لپاره يو ځانګړي پوځي او سياسي تشکيل منظور کړی و، د دغه تشکیل نوم د شمال قومانداني و، د شمال قومانداني مشر سلطان علي کشتمند و چې د ستم او پرچم د اهدافو پلي کولو ته يې نوې لارې په نښه کولې.
د شمال قومانداني فوق العاده امکانات او امتیازات په واک کې لرل چې د شمال د ټولو فاشيستي کړیو د نښلولو پر پروسه يې کار کاوه.
مخکې تر دې چې په روسيه کې د ګورباچف مرستیال “ګینادي يانایف ” په مشرۍ افراطي کمونېستان کودتا وکړي، د دې زمینه برابره شوه، چې کارمل بېرته هېواد ته ستون شي، چې کله افراطي کمونېستان په روسيه کې واک ترلاسه کړي د کابل واګی به کارمل ته سپارل کېږي.

ببرک له نجيب سره ژوره عقده درلوده، ده پوځ او ګوند کې خپل پلویان تنظیمول او غوښتل يې که ممکن وي د تشکيلاتو له لارې او که نه د پوځي اقدام له لارې نجیب له قدرت لېرې کړي.

“آیا نجيب را میشناسید؟” كتاب خپراوی:
په شوروي کې د یا نایف د کودتا له خبر سره په کابل کې د پرچم او ببرک پلويانو دغه حرکت د خپل بري په توګه جشن ونیو، خو کله چې د کودتا د ماتې خبر خپور شو، کارمل د شوروي کمونېستانو په مرسته د اقتدار له ترلاسه کولو نهیلی شو، خو واک ته د رسېدو له هڅو او یا لږ تر لږه له نجیب الله د غچ اخیستو له كوښښونو لاس په سر نشو…

کابل کې د واک شخړو د قومي او ژبنيو اختلافاتو بڼه خپله کړه – چې د وخت په تېرېدو يې د پېښور تنظیمو باندې هم خپل سیوری وغوړاوه – عبد الحميد محتاط (۱۹۸۸ دسمبر) فرخار کي له مسعود سره خپل درې ورځني ملاقات کې پر ډاکتر نجیب الله د قبیله سالاری د تورونو غوټه پرانیسته.

د دغو هڅو د ځنځير يوه کړۍ د سمتي او ژبنیو تمایلاتو نه ګټه پورته کول وو، په کابل او پېښور دواړو کې دغه تمايل او حساسیتونه وپارول شول چې په لومړي سر کې یې د ستم او پرچم یا په بله وينا د رباني – مسعود او کارمل د ډلو تر منځ د ګډو کوښښونو مزي وغځول.

د ډاکتر نجیب الله ورور صدیق الله چې احمد شا مسعود له پنجشیرہ پاکستان ته ولېږداوه، I. S . I ته وسپارل شو، ای. ایس. ای د جمعیت په همکارۍ پر صديق الله “آیا نجيب را میشناسید تر سرلیک لاندې كتاب وكيښ چې لومړی پلا آی اس آی او دويمه پلا د جمعيت فرهنګي دفتر په لوړ شمېر چاپ کړ، دغه کتاب ظاهرا د ډاکتر نجیب پر خلاف لیکل شوی خو ډېر ځایه تر پلاله لاندې اوبه تېرې شوې او دغسې مطالب پکې ځای شوي چې د پښتنو د کلتور، توهین او سپکاوی ګڼل کېږي. په دې توګه د ستم، پرچم او جمعيت يوه بله ګډه فلمي سناريو را منځ ته کړای شوه. ډاکتر نجیب الله احمد شاه مسعود ته يوه ليک کې ISI ته د صديق الله د سپارلو ګیله او پېغور ورکړ. د ده په خبره صديق الله به يې د ده پر خلاف کارولی و، خو د يوه افغان په توګه به يې I. S . I ته د سپارلو ناځواني نه کوله.

د ډاکتر نجیب الله د ورور صديق الله له را تګ سره پېښور کې د احمد شاه مسعود میرنی ورور ډګروال دین محمد تری تم شو. د ده ورکېدل ځینو پر حزب اړول، خو ډېری ورته د صديق الله له راتلو سره په اړیکه کتل.

صديق الله د پاکستان لویدیځ ته په کډه کېدو، د سیاست او رسنیو له یاده ووت…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرووف لیوال

ښاغلی ننګیال اودنن ټکی آسیا کارکوونکوته سلامونه! لومړی خوهغه ۱۳۹۵ کال به ۱۳۶۵ کال اصلاح شی -ځکه لیکنی تاریخی واقعیتونه برملا کړی – دوهم دا چې کارمل دملی پخلاینی پرضد منحوثه چلوټه وکړه په دې کې دبرژنف دډلې افراطی کمونستانو لاس درلود – مانا دا چې دغویې داتمې په نوم اسلامی اوښتون يې بد نامه کړاو جګړې بیا پیل شوې

مجاهد

لیوال جانه نجیب او کارمل د یوه جالی مرغان وو لکه کرزی او غنی چه د یوی جالی مرغان دی یعنی هغوی د روسانو او دوی د امریکایانو غلامان دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x