روغتیا

کرونا ویروس، پاکستان کې تېره ورځ تر ټولو زیات مړي شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): په پاکستان کې د کرونا ویروس دریمې څپې د مثبتو پېښو زیاتوالي سره د مړو شمېر هم په پراخه کچه ډیر شوی چې يوازې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د ملي کمانډ او عملیاتو مرکز (NCOC) د وینا له مخې، سږکال په یوه ورځ کې دا د کرونا له کبله تر ټولو زیات مړي دي.

دا شپږم وار دی چې په پرلپسې ډول د کرونا وبا دریمې څپې له کبله هره ورځ له سلو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۶۰۶۶ معاینات ترسره شوي، چې له مخې يې د ۵۰۵۰ کسانو معاینات مثبت ختلي دي.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبت حساسیت تناسب ۱۰.۹۶ سلنه ثبت شوی. چې د وروستیو شمېرو له مخې د مثبتو پېښو شمېر ۷۲۱ زرو څخه زیات او د مړو شمېر ۱۵۴۴۳ ته پورته شوی دی.

ددې سربېره په یوه ورځ کې له دې وژونکي ویروس څخه ۴۱۳۹ کسان بیرته روغ شوي هم دي، په داسې حال کې چې د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۶۳۱ زره ۷۰۰ دی.

اوسمهال په پاکستان کې د کرونا ویروس فعالو ناروغانو شمېر نږدې ۷۴ زرو ته رسیږي، چې له ۵۰۰ زیات یې په جدي خونو کې تر وینتلیترونو لاندې بستر دي. ددې هېواد مرکزي ښار لاهور روغتیا ریاست وایي چې د آی سي یو خونې یې له سختو ناروغانو ډکې شوي او د نورو ناروغانو ځای کولو ځای نه لري.

اوسمهال په نړۍ کې هندوستان د کرونا له کبله تر ټولو ځپل شوی هېواد دی چې په ورځني ډول له ۱۰۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبتیږي او نږدې ۱۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس د وینا له مخې د ټولې نړۍ په ۵۶ هېوادونو کې لا هم د کرونا پېښې مخ پر زیاتېدو دي، چې تېره یوه ورځ له ۷۶۱ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او ۱۵۲۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته د کرونا ویروس پر وړاندې د نړۍ په ۱۶۱ هېوادونو کې د واکسینو لړۍ هم پېل شوې چې تر دې دمه له ۷۵۳ ملیونو زیاتو کسانو ته د واکسین ډوزونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x