افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: د ترکیې ناسته ښايي د روانې اوونۍ په پای کې پيل شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، د ترکیې په استانبول د افغان سولې په تړاو رابلل کېدونکې ناسته ښایي د روانې اوونۍ په پای کې پيل شي.

صالح چې په کابل کې یې د «جمهوریت د ملاتړ» تر عنوان لاندې رابلل شوې ناستې ته وینا اوروله وویل، چې د روانې اوونۍ په پای کې ښایي‌ په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي‌، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي «زلمي‌ خلیلزاد» یې د اجنډا په اړه له اشرف غني‌ سره خبرې کړې دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې د ترکیې‌ په ناسته کې به لومړۍ موضوع د «ارزښتونو» د خوندیتوب او دوهمه موضوع د اوربند د تامین غوښتنه وي.

نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې دولتي‌ عسکرو د طالبانو په وړاندې جګړه نه ده بایللې او نه هم طالبان د هیواد په کومه سیمه حاکمیت لري.

صالح د طالبانو او امریکا تر منځ‌ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس د پنځه زره طالب بندیانو خلاصول د حکومت ستره تېروتنه وبلله.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان د جګړې د شدت په زیاتوالي‌ تورن کړل او پر هغوی یې د اوربند کولو غږ وکړ؛‌ ځکه دده له قوله، د چاودنو،‌ وژنو او ترورونو په دوام سوله راتلای نشي.

د ترکیې ناسته چې په استانبول کې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېږي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.

طالبان وایي، لا یې هم په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او تمه لري، چې امریکا به کړې توافقنامه عملي‌ او په ټاکلي‌ وخت به خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx