افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: طالبان دې په لویه جرګه کې د ګډون له لارې خپل وړاندیزونه شریک کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، طالبان دې په لویه جرګه کې ګډون وکړي‌ او له همدې لارې دې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د «افغانستان له خلکو» سره شریک کړي.

غني‌ په کابل کې د جمهوریت د ملاتړ تر عنوان لاندې رابلل شوې ناستې ته په خپل پیغام کې وویل، چې لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ملي وحدت استازیتوب کوي‌ او طالبانو ته ښايي‌ چې په دې جرګه کې ګډون وکړي‌ او له همدې لارې خپلې غوښتننې او وړاندیزونه د افغانستان له خلکو سره شریک کړي، تر څو دده په خبره «پوه شو چې له یو بل څه غواړو.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې سوله په دریو مرحلو کې تامینېدای شي، چې لومړۍ مرحله یې د اوربند، دوهمه یې د سولې د حکومت د منځته راتګ او دریمه مرحله یې د ټاکنو له لارې د یوه نظام رامنځته کول دي، تر څو خطرونه او ستونزې له منځه یوسي.

د غني‌ له قوله، چمتو دی چې د سولې لپاره قرباني ورکړي، خپله دوره را لنډه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې هم له نوماندۍ تېر شي.

د غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل اړخونه په ترکیه کې د سولې په تړاو رابلل کېدونکې ناسته کې ګډون ته چمتووالی نیسي.

د اشرف غني لومړی مرستیال وایي، دغه ناسته ښایي د روانې اوونۍ په پای کې راوبلل شي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» یې په اړه له غني سره غږېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وايي: پکه يي په وراکي نه پريښوه دى ويل زه دمخ په اوښ کي سپريږم،غني دخپلى جنايي دوسيي ناخبره دۍ طالبانوته هدايت ورکوى ،څونه کلى ده اودده مشاورينو خراب کړل جواب به ېې هم دوى وايي،ددوى باداران چه دوى زړه په تړلۍ وواوس به وزى ملت به دوى حطمي محاکمه کوى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x