افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: د سولې لپاره د جمهوریت د طرحې مسوده چمتو شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د پخلاینې عالي‌ شورا وایي، د بېلابېلو جهتونو له لوري د سولې‌ په تړاو د وړاندې شویو طرحو له توحید کولو وروسته د سولې د‌‌ طرحې مسوده چمتو او عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وایي، د پخلاینې عالي شورا اړوند د طرحو د توحید او یو کولو کمېټې د سولې په تړاو ورته رسېدلې طرحې توحید کړې او د «افغانستان اسلامي‌ جمهوریت د سولې طرحې مسوده»‌ یې ترې جوړه کړه.

د خوځون په خبره،‌ د سولې طرحې مسوده عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه.

خوځون که څه هم نه دي ویلي، چې په دې مسوده کې د اشرف غني د طرحې مفاهم هم شامل دي‌ که نه؛ خو تر دې وړاندې یادې شورا څرګنده کړې وه، چې د بېلابېلو سیاسي‌ جهتونو له لوري ورته د سولې دېرش طرحې وړاندې شوې دي، تر څو په ترکیه کې د افغان سولې‌ په تړاو جوړېدونکې ناسته کې مطرح شي.

د کابل حکومت مشر هم د سولې لپاره له خپل لوري‌ طرحه چمتو کړې وه، او د سولې حکومت، ټاکنو او د «لاسته راوړنو» په خوندیتوب یې ټینګار کړی و.

د سولې لپاره وړاندیز شوې طرحې وروسته له هغه توحید کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي «زلمي‌ خلیلزاد»‌ له اشرف غني سره د لیدنې په مهال ټینګار وکړ، چې حکومت باید له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې‌ په ناسته کې برخه واخلي.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې‌ ښيي د جمهوریت لوری به ښایي په یوه واحده طرحه د ټولو موافقه خپله نشي‌ کړای او بېلابېل جهتونه به خپلې طرحې د ترکیې ناستې ته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x