تاریخي پيښينظــر

د تاريخ يوه هېره شوې پاڼه!

عبدالغفار سربڼ

د پيرنګیانو ۱۸۳۹ کال و، سوړ ژمي  سړه څیله وه، خلک له یخ نه کرخته وو؛ خو د پښتون مومن وینه ویشیدله او ګرمه وه.
کابل ښار د انګریر د اسانو د پوندو تر جغ لاندې سا ویستله، پروني ارګ بالاحصار کې شاه شجاع د انګریز پر مټ پر تخت ناست و او لکه دا نن څو بډې خوړونکي او زر پرسته قومي مشران یې د انګریز د خوشحالۍ له پاره ملاتړ کاوه او څه دنیا پرسته جاهله ملایان یې هم انډیولان وو؛ خو وطن ټول په ویر کې د ستر قیام انتظار کاوه.

امیر دوست محمد د انګریز له خوا خلع سلطنت او اسیر و، ورونه او زامن یې څه نظر بند څه فراري وو. چیرې عبدالله خان اڅکزی، بیا امین الله لوګری، همدا راز زمان خان، میر مسجدي خان او ملا مشک عالم او نور ډېر مشران غازیان د مقاومت طرحې جوړولې.

هرات کی د امیر یو شل کلن ځوی سلطان احمد د جهاد بندوبست کاوه، کابل او ننګرهار کې اکبر خان چې د ۲۳ کلونو ځوان و؛ تلاش کاوه چې د مقاومت او جهاد لار ښوونه او تیاری وکړي.

د غازیانو په مینځ کې کله کله اختلاف پیښيده نو بیا به دده په همت او تدبیر فیصلې ته رسیدل.
اتفاق او اجماع همدا وه چې انګریز باید وویستل شي خپلواکي وګټل شي.

انګریز به بهانه کوله چې که دوی ووځي، د قدرت خلا او تشه به راشي او افغانان به یو بل سره خام وخوري او داخلي جګړه به دا وطن تباه کړی، خو مجاهدینو ټولو دا ویل چې د امیر په سر اختلاف افغاني ستونزه ده، دوی یې د دین او شرع په رڼا کې فیصله کوي او دا چې امیر دوست محمد یا شاه شجاع د تاج مستحق دی دا به افغان مشران د انګریز له مداخلې پرته تر سره کوي.

هو!
په ټولو سیمو کې پرته له کابل ښار د مجاهدینو فردي او ډله يیز یرغلونه جاري وو، کابل کې مجاهدینو یوه ورځ سهار له تورو، سیلاوو، تبرونو، بېلونو، ټوپکونو او چړو او هر هغه شي سره چې د وسلې کار یې کاوه په جهاد راووتل او له څلورو خوا یې د شیر پور چوڼۍ او پل محمود خان انګریزي قرارګاه او بالاحصار د یرغل لاندې ونیول.

ددغه څو ورځني جهاد تفسیر تاریخ کې ذکر شوی او دا چې  د انګریز سفیر او نور صلیبیان په وهلو وهلو دوزخ ته ولیږل شول هم پټه خبره نه ده.

وروسته شاشجاع چې له پاڅون نه  خبر شو نو دومره غیرت یې وکړ چې خپل مهر او ګوته یې له یو خط سره خپلو عسکرو ته ورواستاول چې جهاد کې د انګریز په خلاف له مجاهدینو سره مرسته وکړي، ځکه مکناټن او انګریزي جنرالانو ورته ویلي وو چې دوی ایله له ځان نه دفاع وکړي، د شاشجاع ساتنه دوی نه شي کولای.

خیر!خبره رانه اوږده شوه:
انګریز پس له سترې ماتې او پس له دو میاشتو جګړو او دسیسو چې د مجاهدینو د بې اتفاقۍ له پاره یې وکړي او نا امیده شو، د خبرو اترو له پاره تیاری وښود.

لاندې فیصلې وشولې، انګریز به افغانستان پریږدي، مجاهدین به انګریز ته د وتلو امنه لار ورکوي. امیر دوست محمد به په برم افغانستان ته راستنیږي. انګریز به د افغانستان په چارو کې اصلا مداخله نه کوي. انګریز به درنه وسله افغاني خواته تسلیموي. بیا به د افغانستان په خاوره تیری نه کوي. وزیر اکبر خان به د انګریز د امن وتلو نه څار کوي…

دغه فیصله د مجاهدینواو انګریزي سفیر مکناټن له خوا لاسلیک شوې وه.

مهمه یادونه!
په دې ترڅ کې انګریز په ډېرو بهانو ددغه تړون د عملي کېدلو په وړاندې خنډونه جوړول، دلیل دا و چې مکناټن او جرنیلان په دې هیله وو چې ګوندې د انګریز هغه قواوې چې قندهار کې بندې پاتې دي کابل ته ورسیږي او جګړه بیرته پيل کړي او دا تړون مات کړي او پس له دې چې شاشجاع په سیاه سنګ کې د څو مجاهدینو له خوا په بې رحمۍ قتل  شوی و، بل کوم قومي مشر د پيسو  په زور دې ته چمتو کړي چې د انګریز شتون افغانستان کې ومني او دوی به بیا د هغه له باچاهۍ نه سیاسي او پوځي حمایت کوي.

هو د دوی همدا چل و، مکناټن د خپلو مشهورو جواسیسو په مرسته د مشرانو په مینځ کې دا هڅه کوله چې دوی په پيسو او په وعدو دې ته وهڅوي چې دغه ځوان وزیر احساساتي دی او دی د مشرتابه وړتیا نه لري.
هر یو ته یې همدا پیغامونه لیږل، د انګریز دغه دسیسه وه چې په دې توګه افغانان بیا په خپلو کې سره وجنګوي او یا دا چې لکه پخوا یو ورور په بل ورور ووژني خو مجاهدین او مشران یې حقیقتا مریي توب نه مانه او د الله بندګي ته یې تعهد او هوډ محکم و.
دغه  د مجاهدو مشرانو پيغامونه ټول وزیر اکبر خان ته استول کیدل.
انګریز غوښتل په هره وسیله چې کیږي د اکبر خان له شر نه ځان خلاص کړي.

یوه ورځ مکناټن دۀ ته پیغام واستاوه چې ځینې  ستونزې د تړون د اجراء کولو برخه کې باید سره دواړه خواوې وڅیړي او خبرو کولو ته اړتیا ده نو خواهش یې وکړ چې سره وګوري.

ځای هم د دوی په خوښه وټاکل  شو، وزیر ددۀ په نیت پوه و، سره کښیناستل، مکناټن ویل چې ژمی دی، وتل په خپل مهلت کیدونکی نه دی.
امیر دوست محمد ته زمونږ دوستي ګټوره ده.
مشران به هم انګریز امیر ته تابع کړي او نورې خبری…

وزیر اکبر خان له جیب نه د مکناټن پيغامونه راوویستل او ددۀ مخې ته یې کوټه کړل او ویې ویل چی تا له نورو سره هم همدا وعدې کړې دي جنتل منه!؟

داسې یو حالت کې مکناټن په قهر شو، چړې او تفنګچې ته یې لاس کړ او پر وزیر یې حمله وکړه، نو اکبر خان پرته له دې چې له ځان نه دفاع وکړي بله کومه چاره ونه موندله.
مکناټن ځای پر ځای له دوو نورو افسرانو سره قتل شول.

الفنستون د انګریز فوج مشر ته اکبر خان احوال ورکړ چې ستاسو مکناټن د خپلې ذاتي دسیسې قرباني شو او تړون ستاسو له خوا مات شو او دا اوله سرغړونه ده، که تر مقرره تاریخ د پوځ وتل له افغانستان نه او کابل نه پيل نه شي او بیا په خپل وخت پای ته ونه رسیږي، ستاسو د تلفاتو تاوان او مسؤلیت به ستاسو پر اوږو وي، مونږ یې مسؤلیت نه منو.

انګریزان سخت وارخطا شول، جرنیلانو قسم کاوه چې دوی ددغې دسیسې برخه نه وو خو رښتیا خبره دا وه چې ټول شریک وو.

هو!
انګریزي پوځ له افغانستان نه څه چې له جهان څخه هم ووت، یو تن داکتر د برایډن په نوم ځان زخمي د انګریزانو چوڼۍ ته ورساوه، له پنځه دېرش کسيز پوځ نه فقط همدا یو تن ژوندی پاتې شو.

اکبر خان وعده کړې وه چې دوی به ژوندي له قبایلي سیمو ها خوا تیروي. خو دغو ناپوهو جرنیلانو د ځان له ډاره او ویرې په سلهاوو ځله پر کلیو او د کلیو پر خلکو ډزې کولې. حتی د ثقیلو توپونو ډزې. له شل ځلو زیات اکبر خان دوی ته دا سپارښتنه وکړه چې د ځان له ویرې حتی هوایی ډزې هم مه کوئ، افغانان له توپونو مه ویروئ، که تاسې دا کار وکړئ، هغوی راپاریږي او بیا زه هم د هغوی مخه نه شم نیولی، خو ډارنو انګریزي افسرانو له بګرامیو شروع تر ختمه ډزې کولې. تر هغو چې تار او مار شول.

یادونه:
انګریزي اشغال نه یو تن ژوندی ووت، د روسي اشغال نه څه له پاسه ۱۲۰۰۰۰ روسي عسکر په یوه لاره د شورای نظار د “قهرمان!”مشر تر سر پرستۍ لاندې خپل هیواد ته ستانه شول.

دا چې ددغه خدمت په بدل کې دغه سړي ته څه شی ورکړل شوي سوال دی، خو دی قهرمان دی ولې چې اکبر خان او یاران یې  فقط له الله نه د اجر هیله درلودله او بس.
افغانستان دا اوس د یوه ستر نړیوال اشغال نه د خلاصون په درشل کې دی.

افغانانو بیداره شئ! د لمسون او پارونې او دسیسو ديګي باندې دي، تاسې په رنګارنګو دسیسو او چلونو  یو له بل سره جنګولی شي.
په داسې یوه حالت کې فقط یوه مستقیمه او سیده لاره شتون لرلی شي او هغه د یرغل په خلاف د مجاهدینو او سر ښندونکو لاره ده او بس.

دا چې لګیا دي د افغانستان د ژغورنې؟ له پاره هر یو له جیبو نه طرحې او پلانونه راباسي هسې چل ول دی.

صفونه مو په افغاني، ایمانی اخوت، هغه چې تاسې یې د هر یرغل په خلاف ژغورلي یاست، ټينګ او محکم وساتئ.
د طالبانو له دريځ نه چې ملي خپلواک او اسلامي دریځ لري ملاتړ وکړئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x