نظــر

د پکتیکا والي باید د اورګون په دسیسه بښنه وغواړي

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

کله چې هم د هېواد په سطحه کومه لویه مسئله پېښه شوې وي، نو که له هغې مسئلې سره ولس جوړ و، خو ستونزه نشته؛ کنه دولت تل غوښتي چې د خلکو پام په بله کړي او دوی تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي.
کله چې له امریکا سره د امنیتي دفاعي تړون په نامه د خلکو سخت غبرګون دولت ولید، نو يې د دوی د پام په بله کولو لپاره بېلابېلې لارې وسنجولې، چې يوه لاره يې هم په ځينو لویو مهمو ښارونو کې پرلپسې عام وژنې چاودنې وي.
دوی په دې توګه غواړي چې له یوې اهمې مسئلې د خلکو ذهن واړوي تر څو ولس په خپل ویر اخته شي او دوی له همدې فرصته ګټه واخلي.
پرون په ارګون کې زوروره چاودنه بې له دې چې څېړنه يې وشي یا يې حداقل کیفیت بشپړ معلوم شي، فیسبوکي وزګارخېلو مبصرینو يې له خپلو دفترونو ټول وجوهات معلو کړل او دولت هم ژر طالبانو ته منسوبه کړه.
طالبانو هم د اعلاميې په خپرولو دغه پېښه رد کړه او آن د دپېښې د عاملینو د پیداکولو ژمنه يې وکړه.
ښه نو پېښه چا کړې؟
عزیزالله په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان دی چې په سیمه کې په والي هم نه دی بند؛ او  د خپل توکم پالنې په اور کې دی هم له شمالي ټلوالي تغذیه کېږي او شمالي ټلوالي هم دی په پکتیکا کې د پښتنو د ناموس لوټونې لپاره پرې اېښی دی.
په اورګون کې څو ورځې وړاندې په عزیزالله باندې سرتېری برید وشو چې د ده ګڼ ملګري يې ووژل، پخپله عزیزالله کلک ژوبل شوی دی او تر اوسه يې دمړي او ژوندي درک نه معلومېږي.
د اورګون په بازار کې د طالبانو فعالیت د پکتیکا د نورو ولسوالیو په نسبت کم دی، ځکه هغلته د عزیزالله مرکز دی او پرېمانه اربکیان پکې اوسېږي.
په چاودنه کې زخمي شوي یو سپین ږيري د خپل تحلیل په اساس راته وویل چې بچیه طالبان که مو وژني نو کورته هم راتلای شي، موږ پوهېږو چې دغې چاودنې د عزیزالله غچ واخیست.
د سپين ږيري دغه خبره په څودلایلو زما زړه ته ولویده، یو دا چې رښتیا هم اربکیانو ته په کومه سیمه کې هر ډول تاوان رسېدلی دی نو دوی د سیمې خلک هم پوره پکې شریک بللي او دهغوی نامو لوټونه او ځورونه ځانته مباح بولي.
دویم دا چې په دې توګه اربکیانو غوښتل اورګون مېشتوته د عزیزالله تشه ور محسوس کړي چې ګواکې تاسې خو د میاشتې په دېرش زره قلنګ نه واست راضي او عزیزالله مو نه غوښت داسې حال به مو وي.
درېیم دا چې په تېرو ټاکنو کې پکتیکا پخپل تاریخ کې ډېرې رايې کارولې وي، د اشرف غني او عبدالله په یو ځای کېدو هغو خلکو د خپل سرشار طبعیت له مخې هرو مرو د خپلو رایو په سر سوداګري نه منله، نو د دې لپاره چې پام يې پربله شي او په ځان اخته شي. دغسې پېښه پکې وشوه.
دولت یا د پیسو ګټلو پروژه، که څه هم له هره اړخه ناکامه ده، خوپه دې وخت کې د مجبورو او ځورېدلو سترګې ور اوړي، دوی بې له دي چې پلټنې وکړي په لرو بر کې د خپلو غلامو رسنیو په مټ نارې کړي چې دا کار طالبانو کړی.
دوی فکر کوي چې یواځې په طالبانو ورتپلو به د چاودنې شهیدان راژوندي شي او کورنۍ به يې شکر وباسي. دولت خو یو بې له پلټڼې او کوم ثبوته وايي چې طالبان وايي بل دا چې یواځې په ویلو يې مسوولیت نه خلاصېږي.
که فرضاً دا برید طالبانو کړی وي، نو دولته ته له دومره چرسیانوپولیسو، بې پلاره اربکیانو او مجبورو اردو سره نه شي کولای چې زما امنیت ونیسي، څنګه یو چا وکولای شوای چې دومره زوروره چاودنه په داسې خوندي ځای کې وکړي.
دولت باید دا ثابته کړي چې څنګه د عزیزالله له ټپی کېدو وروسته په ارام اورګون کې دومره زوروره چاودنه شوه؟؟؟
ښکاره خبره ده چې دولت په دې دسیسه کې ښکېل دی، د عزیز الله نفرو ته امری شوی چې دخپل قومندان د ارزښت معلومولو لپاره باید سلګونه جسدونه په خاورو ومنډئ، هغوی ته ویل شوي چې اورګونیانو که غواړئ چې ستاسې عبدالله صدراعظم شي نو باید دپکتیکاوالو لپاره یو دام جوړ کړئ چې دوی په همدې ژبې ټکوي اوموږ يې په پټو سترګو په څلورو لکو رایو سودا وکړو.
دوی ته ویل شوي دي چې که غواړئ په پکتیکا کې د طالبانو د پرلپسې فتحو ارزښت کم کړئ دغسې کار وکړئ او په طالبانو يې ور وتپئ!
په داسې حال کې چې طالبان د همدې ولس په مټ جنګېږي او د همدې ولس په کور کې اوسېږي او همدې ولس په مټ وړاندې ځي.
نو دولت یا په مستقیمه توګه همدا چاودنه پلان کړې ده یا يې هم په غیر مستقیم ډول پکې دخالت درلود.
په پکتیکا کې د اربکیانو والي محیب الله صمیم چې د عزیز الله په مخ کې يې خوله ګونګه شي، باید د اورګون له بې وسه او مجبوره ولسه په دې فرض روژه کې د دې دسیسې بښنه وغواړي او د دوی د خپل عادت له مخې دي په ویرجنو کورنیو څو نقدي وویشي. د پکتیکاوالي باید پخپله اورګون ته لاړشي او د عزیز الله په دې شومه دسیسه چې د ټلوالي په مټ يې ترسره کړې ده، بښنه وغواړي او له ملت سره غم وژاړي. دا به يې یوه ضمني حل لاره وي کنه شونې ده چې د طالبانو پیری سرتېری په ولایت ورننوځي او داورګون په غچ کې ده ته د بښنې فرصت پیدا نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د طالبانو د مزدور د مردور ډله پدی معنا چی پاکستان د انګلیس او امریکی غلام او طالبان د پنجاب ملا تړلی غلامان هیځکله په افغان ولس رحم ندی کړی همیش یه ددی مظلوم ملت وینی تویه کړی دی او د ډیرو پیښو زه خپله عینی شاهد یم خو کله چی پیښه ډیره دردونکی او عام ولس غوصه را وه پاره وی نو بیا د پیښی ذمواری پخپله غاړه نه اخلی طالبانو هیځ داسی کوم کار ندی کړی چی په هغه د الله رضا حاصله شوی وی او یا ده ده ملت ښیرازی پکی نغښتی وی دا یوه مخربه ډله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x