افغانستان

هلمند کې د هوايي برید له امله ۱۳ کاریګرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۳ کاریګرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه پرون د شنبې په ورځ غرمه د ګرشک ولسوالۍ «مهاجربازار» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي الوتکو د یو سیمه ییز کس حاجي نظر اکا د کاریګرو په سرای بمبار وکړ.

ځايي خلک وايي، په دغه بمبار کې ۳ کاریګر «شهیدان» شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي، چې دغه ټول کاریګر زیاتره د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو اوسېدونکي او دلته د مزدورۍ لپاره راغلي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د عامو خلکو په کورونو او کروندو «ړندو» توپچي او هوايي بریدونو کې ملکیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو لخوا په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ستر مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

یوولس ورځې مخکې هم دولتي عسکرو په یاده سیمه کې د توپچي برید پرمهال د بزګرانو یوه خونه ویجاړه کړې او ۵ تنه بزګران چې واړه ورونه وو، شهیدا کړي وو. له دې پېښې څلور میاشتې وړاندې هم د میوند قول اردو څلورمې د ګرشک ولسوالۍ په یاده سیمه کې پر ولسي بازار د توپونو او هاوانونو برید کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ملیونونو افغانیو مالونه ورته ضایع کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x