افغانستان

په لوګر کې د پکتیا د والي په موټریز کاروان وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا د والي محمدحلیم فدايي موټریز کاروان د لوګر ولایت اړونده سیمه کې د طالبانو په کمین کې راګیر شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند نورمحمد عابد ددې پېښې د تایید ترڅنګ رسنیو ته ویلي، دا برید نن د یکشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د لوګر ولایت مرکز اړوند «خضر» بازار سیمه کې د والي په موټریز کاروان د طالبانو لخوا هغه مهال ترسره شوی، کله چې حلیم فدايي غوښتل له پکتیا څخه پلازمینې کابل ته سفر وکړي.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې والي زیان اووښتی نه دی؛ خو د نورو تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.

له بل پلوه د پېښې عیني شاهدان وايي، په دغه کمیني برید کې د والي ۲ ساتونکي ټپیان شوي او یو هاموې ټانګ یې ویجاړ شوی دی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه برید کې د والي د ۳ ساتونکو د مړینې او ۲ نورو د ټپی کېدو ترڅنګ د یو عرادې ټانګ او یو رینجر موټر د یجاړولو خبر ورکړی دی.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د کابل ـ پکتیا پر لویه لاره په لوړ پوړو دولتي چارواکو او د عسکرو په اکمالاتي کاروانونو بریدونه کړي، د کومې له کبله چې اوس زیاتره حکومتي چارواکي او مامورین په عامو موټرونو کې پر دغه لار سفر کوي او ځینې د «میرمنو» جامو څخه په استفاده دغه لارې څخه تیریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x