افغانستاند سولې طرحې

د افغان سولې په تړاو د سولې د انسجام د مشورتي بورډ د طرحې بشپړ متن

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو د ترسره کېدونکي ناستې لپاره سیاسي هڅې او کوششونه روان دي، د سولې د انسجام مشورتي بورډ په نوم آزاد بنسټ هم د سولې په تړاو په څلور برخو مشتمله یوه طرحه وړاندې کړې ده.

دا طرحه چې یوه کاپي یې نن ټکي اسیا ته هم رسېدلې په سریزې او متن باندې مشتمله ده.

ددې طرحې سریزه داسې ده:

«سریزه

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبی بعده!

   افغانستان له تیرو څه باندې څلورو لسیزو، په یوې داسې نا انډوله او تپل شوې جگړ‎ې کې ښکیل دی چې د ټولنې او نظام، ملي، کلتوري او ان دیني بنسټونو ته یې نه جبرانیدونکي زیانونه رسیدلي.

تر ځان سترو طاقتونو سرہ جگړ‎ې او پرله پسې   مهاجرتونو پردیو ته د ناووړه ‎ او نامشروع گټې اخیستنې فرصتونه په لاس ورکړ‎ل، همدا  لامل دی چې که اوس څوک د یوه رښتیني خپلواک افغاني نظام او یا ملي بنسټونو د بیا رغاونې هڅې کوي، مخه یې ډب کیږ‎ي!

 د لوی احمد شاہ بابا تر وفات پس د هند لویې وچې ته د انگریز استعمار  راتگ او پر مرکزي اسیا د شوروي ولکه، افغانستان د دوہ سترو طاقتونو په منځ کې گیر کړ‎!

له هماغه وخته تر نن پورې د افغانانو ټولو  جگړ‎و دفاعي شکل درلود! افغانانو د یوہ آزاد او خپلواک ملت په حیث یواځې د یرغل د مخنیوي ھڅه کړ‎ې او د بل ھیڅ ھیواد پر حریم نه دی بلوسیدلی!

  دې جگړ‎و ډیرې ناخوالې و زیږ‎ولې چې ځینو یې ان د افغانستان تولنیز جوړښت له لوی ازمایښت سره مخ  کړ، د بیلگې په توگه دافغان کلمه چې له څو پیړیو راھیسې د افغانانو تر منځ یوہ متفق علیھا کلمه او د میشتو ملیتونو تر منځ د وحدت رمز دی، ھم  د ځینو مغرضو کړ‎یو له خوا تر پوښتنې لاندې راوستل شوہ!

  ھمدا راز، د افراط او تفریط نښې تر بل هر وخت ډيرې تر سترګو کېږي؛ که یې مخه ډب نه شي، ډیرې بدې پایلې به ولري!

د حریصو گاونډیانو لاسوھنې یوہ بله ستونزہ دہ چې زموږ‎ ولس ورسرہ لاس او گریوان دی.

نو له همدې امله د افغانستان د سولې د انسجام مشورتې بورډ خپل دیني او ملي مسوولیت ته په کتو د امريكا له لوري د وړاندې شوې طرحې او نورو طرحو له ارزونې  وروسته غوره وبلله چې: د افغانستان د معضلې د حل لپاره یوه  داسې نوې طرحه وړاندې کړي

چې د افغانستان ځمکنیز واقعیتونه، ملي حاکمیت،دیني ارزښتونه او افغاني عنعنوي دودونه په کې په نظر کې نیول شوي او د کارونو د اجراء د چټکتیا په هکله چټکو پریکړو کولو وړتیا ولري او د حکومت اجرائیوي څانګه له سیاسي منازعاتو څخه لري وساتل شي.

دا طرحه په عمومي توګه د سولې د پریکړو دتطبیق لپاره د یو نوې حکومت دندې او تګلاره ټاکي ترڅو وکولی شي د راتلونکې لپاره د ولس اکثریت وگړ‎ي په کې ځان وویني او پاته نور ھم ځان دومرہ محروم احساس نه کړ‎ي چې پر ضد یې د وسله والې مبارزې لیار انتخاب کړ‎ي.

د دې طرحې نور محتویات چې د راتلونکي ځایناستي حکومت اړ‎ینې برخې جوړ‎وي عبارت دي له:

لومړ‎ی: د راتلونکي دولت  او د اساسي قانون د تسوید او تدوین لپارہ تگلارہ ټاکل

دویم: د سولې د پریکړ‎و تطبیق او نظارت

دریم: د طرحې دا برخه پر څلورو اړ‎ینو مباحثو، د اسلامي عالمانو عالي شورا، د اساسي قانون تدوین، قضائیه قوہ او لویه جرگه مشتمله دہ چې د تشکیل، صلاحیتونو او تگلارې په اړ‎ہ یې اجمالي بحث شوی

څلورم: دا برخه د اوربند پر تطبیق، او د دواړ‎و اړ‎خونو د ملکي او نظامي تشکیلاتو د  انضمام په څرنگوالي را څرخي.

د انسجام مشورتي بورډ خپله دا ھڅه په ھیڅ ډول مکمله نه بولي او له ښه څخه د بھتر په تلاش کې د لا نورو مثبتو گامونو اوچتولو ته د خپلې وسې تر بریدہ ټټر وھي. ھمدا راز له خپلو ملگرو، علمي کدرونو او نورو ذیدخلو اړ‎خونو څخه په کمال د احترام ھیله کوي چې خپلې مشورې، اندونه، نیوکې او لارښوونې ورڅخه و نه سپموي.

ټولو ته درناوی

د سولې او انسجام مشورتي بورډ»

ددې طرحې بشپړ متن دلته لوستلای شئ.د سولې طرحه ۰۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فايز وردګ

ښه طرحه ده خو په دې شرط چې د‌دولت عالي شورا په راس کې طالبان وي.
اجرايوي برخه طالب ته ستونزې پيښولی شي.
د استفادې وړ ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x