نظــر

د وحشت روانه لړۍ؛ اخېر تر کومه..؟! 

صفي الله رائد

دا چې د دوحې تړون پوره کېدو ته په شمار څو ورځې پاتي؛ د اشرف غني پر مشرۍ کابل ادارې د خپلو بادارانو په ملتیا په ګڼو ولایاتونو کې نظامي عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې یې عامو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

چې له تیرې یوې اوونۍ راهیسې یې میدان ښار مرکز او جلریز ولسوالیو کې د کابل ادارې کومانډو ځواکونو د عليپور نیولو په بهانه د میدان ښار ـ بامیانو  پر لویه لاره عملیات پیل کړي، ځای پر ځای د طالبانو له کمیونو او بریدونو سره مخ شوي چې دوی یې په غبرګون کې پر عامو خلکو او ولسونو سختو  بمباریو او ډیسي توپونو ته زور ورکړی او خلکو ته یې ډېره مرګ ژوبله اړولې چې بدبختانه د وحشت دا لړۍ لاهم روانه ده.

کابل اداره چې د تېر په څېر  د طالبانو پر خلاف په جګړه کې لاهم پر عامو خلکو او ولسونو له وحشي بمباریو کار اخلي چې له مخې یې هغه سیمې او کلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي د بمباریو سربېره په ډيسي توپونو، غرني هوانونو په نښه کوي، چې په نتیجه کې ملکي تلفات بیخي زیات شوي او د اندیښنې وړګرځیدلي دي.

د کابل ادارې ځواکونه د طالبانو ترچتر لاندې سیمو کې عامو خلکو سره د طالب د ژوبلې ګوتې په څېر چلند کوي.

د کابل ادارې وحشي ځواکونه چې کله هم پر یوه سیمه کې پر عام ولس یرغل وروړي؛  فکر کوي نظامي طالبان یې له زخمي ګوتې نیولي؛ دوی عام ولس ته د طالب د ژوبلې ګوتې په سترګه ګوري او زور ترې باسي.

دوی د یو نوي تکتیک له مخې پر ولس فشار زیاتوي؛ هڅه کوي ترڅو له همدې لارې  هغه سیمې پر ولسونو د ظلم او وحشت له مخې له طالبانو بیرته ونیسي.

دوی پر جګړه کې دغه عام وژنه خپل نوی تکتیک بولي چې تر ډېره پکې ځانونه بریالي هم یادوي.

دوی تر ډیره د طالبانو پر خلاف هغو عملیاتو کې چې ولس وژنه یې کړې هغه سیمې یې هم نیولي؛ هغه ځکه چې طالبان پر ولسونو د زړۀ خوږي او همدردۍ په پار اکثر له خپلو عملیاتو وروسته شوي؛ ترڅو ولس له تلفاتو وژغوري.

برعکس کابل اداره دا خپل بریالیتوب ګڼلی وي؛ ځکه خو له دغه تکتیک (ولس وژنې) څخه پر خپلو جګړو کې زیات کار هم اخلي.

دا چې د کابل ادارې ( سپیشل فورس، کومانډو او په اصطلاح ملي اوردو) ځواکونه په کابل  او څو نورو لویو ښارونو کې پټې سترګې روزل کېږي؛ له هغو ښارونو پرته چې دوی پکې میشت او روزل کیږي نور ټول ښارونه، کلي او ولسوالۍ ورته طالبان ښودل شوي؛ چې دوی یې هم له یوې مخې په ورانولو، بمبارولو او وژلو لاس پورې کوي.

عام بېچاره ولس هک پک حیران دی؛ نه پوهیږي څه وکړي؟ کوم خوا لاړ شي؟ چیرته لاړ شي؟ چاته وژاړي او له چا څخه وژاړي او بلاخره په دغسې یو بحراني حالت کې کوم ملک ته پناه ویسي؟!

هو! کابل اداره پلان لري چې پخپلو نظامي عملیاتو کې هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي د بیرته نیولو لپاره د عامو خلکو کلي، کورونه او باغونه ټول په نښه او له یوې مخې بمبار او دخپل وحشت ښکار وګرځوي؛ چې د خوست صبري، کندهار ارغنداب او میدان ښار یې ښکاره بیلګې دي؛

پوښتنه دلته ده چې شاوخوا ۹۰ فیصده خاوره د طالب تر ولکې لاندې ده؛

آیا په دغه سیمو کې ټول ولسونه او عام مسلمانان باید ووژل شي؟ کورونه یې وران، باغونه او کښتونه یې باید وسوزول شي؛ چې ولې یې په سیمو کې طالبان اوسیږي؟ ولې یې کلي کې طالب ژوند کوي؟!

ایا دا منطق دی؟ دا دلیل دی؟ په دې دلیل او منطق دوی د خلکو کورونه،کلینکونه او مسجودونه بمباروي؟!

که خدای مه کړه طالبان یې هم مقابل کې په همدې فکرخپل نظامي عملیات پیل کړي او دکابل ښار په شمول هغه لوی ښارونه چې  امریکایان او ګوډاګیان یې پکې میشت دي د لویو بریدونو تر څنګ په عامو ښارونو او بازارونو کې عام وژنه وکړي؛ خدای مه کړه څه به پیښ شي؟!

دهیواد روان ناورین به نور په کومه خوا روان شي؟!

خو! طالب دا کار نه کوي؛ نو معلومیږي چې طالب دهمدې خاورې اصیل بچی دی، د همدې خاورې واحد ساتونکی او ساتندوی دی؛ وګړي یې خپل دي، ولسونه یې خپل، کلي او کورونه یې خپل، ښارونه، بازارونه ملي شتمنۍ یې خپلې دي؛ ځکه ولس یې خپل دی، ملت یې خپل دی؛ په دې ملت یې زړۀ بدېږي، په دې ملت یې زړۀ ټوټه کېږي د همدې ملت د ازادۍ او ارامۍ لپاره قرباني ورکوي.

هو! د طالبانو نظامي کمېسیون که په لویو ښارونو د دوی ته ورته اقدام نه کوي؛ ښه کوي خو دومره باید وکړي!

د خپل جګړې تکتیک نور باید بدل کړي؛  د جګړې مخه دې نور له اطرافي ولسوالیو څخه لویو ښارونو ته واړوي؛ د دوی پر لویو کنډکونو دې بریدونو ته زور ورکړي؛ لوړ پوړي چارواکي دې پرخپلو ځایونو کې په نښه کړي؛ د ښاري جګړې ګروپونه دې زیات،  ملګري دې ورته وروزي؛ بناءً له دې لارې دې دعامو ولسونو غچ او انتقام واخلي؛ ځکه تر څو د کابل ادارې لوړ پوړي چارواکي په کابل او نورو لویو ښارنو کې په ارام وي؛ عام ولس به مو پر اطرافو کې نارام او له سپېڅلې آزادۍ همداسې تل ترتله محروم پاتې وي؛ نو طالبانو ته پکار ده چې د خپل نظامي تکتیک کې بدلون راولي او په هغو سترو ښارونو کې جنګ پرستي او سوله ضد عناصر په نښه کړي ترڅو مو ګران هېواد د یو تل پاتې خپلواکۍ او ازادۍ شاهد واوسي.

د یوې تل پاتې ازادۍ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا مظلوم ملت، بیوزله پښتانه په ولاکه خو د کفن پیسې ولری تر څو به داسی وژل کیږی له دواړو طرفو. د ترکې په غونډه کی دی ۹ ماده یی اصولو ته احترام وکړی او د سولی دا پروګرام ومنی ګرچه پردیو مونږه ته طرحه کړې دا ځکه چی مونږه افغانان به هیڅکله په خپلو کی جوړ نشو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x