نظــر

آیا امریکا رښتیا په افغانستان کې له تروریزم څخه وېریږي؟

عزام مهاجر

امریکا افغانستان د ترهګرو لپاره یوه خوندې زاله بولي. هغه تر اوسه پورې دا اندېښنې څرګندوي چې په افغانستان کې تروریزم وده کوي او د امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښوي. خو د نړۍ، په ځانګړي ډول سیمې، روان بدلېدونکي حالات بیا ښیي چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدلو لامل نور تروریزم نه شي کېدلی بلکې نور داسې لاملونه شته چې امریکا یې دلته راګیر کړې ده.

په شرق کې د غرب غچ اخیستنه:
کله چې د یوولسم سپتمبر پېښه رامنځته شوه، د هغه وخت امریکایي ولسمشر جورج بش یو نړیوال ایتلاف جوړ کړ. هغه له نړیوالو قوتونو، پوځي ځواکونو او استخباراتوڅخه مرسته وغوښتل چې د افغانستان په اشغالولو کې یې مټې قوي کړي.د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نېټه بوش په سپینه ماڼۍ کې د تړون له خونې څخه نړۍ ته په خطاب کې وویل:
« د متحده ایالاتو ځواکونو زما په امر په افغانستان کې د القاعدې د تروریستانو پر ټریننګ کیمپونو او د طالبانو د پوځي رژیم په خلاف حملې پیل کړې. د دې حملو هدف دادی په افغانستان کې د ترهګرو د عملیاتو مرکزونه له منځه یوسي او د طالبانو پوځي ځواک تر بریدونو لاندې ونیسي. په دې عملیاتو کې زموږ مخلص ملګری هیواد ستره برطانیه هم زموږ کومک کوي. د عملیاتو د شروع کېدلو سره زموږ نورو نږدې ملګرو لکه کاناډا، استرالیا، جرمني او فرانس هم د حمایې او کومک ټټر وهلی دی. په اسیا، یورپ، افریقا او منځني ختیځ کې له څلویښتو څخه زیاتو هیوادونو د هغوئ د فضا او ځمکې د استعمال حق راکړی دی. ډېرو د استخباراتي مرستو ژمنې کړي دي. موږ د نړۍ له اجتماعي ملاتړ څخه برخمن یو.»

په همدې اراده سره امریکا د نړیوالو اشرباڼو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ او د ترهګرۍ ضد جګړه یې اعلان کړه. په لومړیو کې طالبان له کلیو او ښارونو غرونو ته وختل تر څو بیرته ځانونه مجهز کړي. خو ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د خارجي ځواکونو په خلاف یې مقاومت پیل کړ او څنګه چې یې له غره څخه په سیمه کې ځای موندی، ورو ورو یې د مقاومت ډګر هم پراخ کړ. د وخت په تېرېدلو سره جګړه سختېدل او دواړو لوریو ته تلفات اوښتل. البته دومره هرومرو وه چې دا جګړه او مقاومت د امریکا او نړۍ له اټکل څخه بیخي زیات پورته وو. امریکا خپل پوره ځواک په کار واچاوو چې خپله اعلان کړې جګړه د بریا سره همکناره کړي خو ناکامه شوه.
دا چې په پوځي لحاظ امریکا ته د دې جګړې ګټل ناشوني کار شو، نو یو بل انتخاب چې امریکا د دې نه ختمېدونکي او نه ګټل کېدونکي جګړې لپاره درلود، دا و چې د خپل مقابل لوري سره مذاکرات پیل کړي. امریکا همدا آپشن انتخاب کړ او د اتلسو میاشتو له پېچلو مذاکراتو وروسته یې د طالبانو سره د ۲۰۲۰ م کال د فروري د میاشتي په ۲۹ په دوحه کې د امریکایي اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړ. د طالبانو له لورې په توافقنامه کې امریکا ته ژمنه ورکړل شوه چې د افغانستان خاوره به د چا له لوري د امریکا او د هغوئ د متحدینو په خلاف نه استعمالیږي چې په دې ډول په توافقنامه کې د امریکا له لورې وړاندې شوی شرط یا اندېښنه طالبانو پوره کړه. دا چې توافقنامه هم لاسلیک شوه، امریکا او متحدین یې نور په هیڅ دلیل او منطق د دې حق نه لري چې د افغانستان د اشغال د دوام نېټه وغځوي.

آیا اوس هم په افغانستان کې تروریزم شتون لري؟
په توافقنامه کې طالبانو امریکا ته څوارلس میاشتې وخت او یوه مصئونه لاره ورکړه تر څو د ټاکلي تاریخ مطابق ټول خارجي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. طالبانو کړې ژمنه په داسې ډول پوره کړه چې د توافقنامې له لاسلیک وروسته په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر هم ونه وژل شو. کله چې طالبانو په افغانستان کې په داسې حالت کې د بهرنیو ځواکونو په خلاف وضعیت کنټرول کړ چې تر اوسه لا جنګ روان دی، هیڅ شک نشته چې د بهرنۍ نړۍ په خلاف طالبان هغه وخت په پوره بریالیتوب سره حالات په خپل لاس کې واخیستلی شي کله چې د افغانستان فضاء له جګړې فارغه او حالات نورمال وي. د دې تر څنګ د طالبانو له لورې د حالاتو کنټرولېدل دا هم ثابتوي چې په افغانستان کې نورې ډلې یا القاعده، چې دوی یې تروریستان بولي، وجود نه لري چې له امله یې د امریکا وېره هم بې ځایه ده.

بل دلیل چې په افغانستان کې ترهګري وجود نه لري او، په حقیقت کې، امریکا نور د افغانستان له خاورې څخه ډار نه احساسوي، دادی چې امریکایي وګړي، ستراتیژي جوړوونکي او پروفیسران یې خپله اعتراف کوي چې له افغانستان څخه نور بهرنۍ نړۍ خصوصا امریکا خطر نه ویني. د الجزیرې د Bottom Lineپروګرام سره په مرکه کې د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو امریکایي استاذ او د ‘America’s Foreign Policy’ (د امریکا خارجه پالیسي) کتاب لیکوال سټیفن والټ وویل:
« تقریبا ټول هغه خلګ چې لوستلي یې وي، پوهیږي چې طالبان یوه ځایي ایجنډا لري. هغوئ مختلف اصول او تګلاري لري چې ښایي موږ ورسره توافق ونه لرو، خو دوئ نه غواړي چې په نړۍ کې یې خپاره کړي… هغوئ د القاعدې په څیر نه دي. بله دا چې حالات اوس هغسې نه دي لکه په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ م کال کې چې وو بلکې بدل شوي دي. لومړی خو دا چې امریکا د پخوا په نسبت اوس ډېره دې ته آماده ګي لري چې د ترهګرۍ خطر درک کړي. د سپتمبر د ۱۱ د مخکې وخت په نسبت موږ په خپل کور(امریکا) کې اوس ډېر مصئون یو. بل دا چې القاعده اوس د نړۍ په مختلفو برخو کې خوره شوې ده. القاعده نور دې ته هیڅ ضرورت نه لري چې افغانستان دې د خپل خوندي پټنځای په توګه استعمال کړي. نو د دې ټولو دلائلو پر اساس افغانستان د القاعدې لپاره خوندي ځای بلل او دا چې طالبان به بیا ترهګرۍ ته وده ورکړي او بیا به هغه د امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي، یوه باطله او بې بنسټه خبره ده.»

له ترهګرۍ څخه وېره او که نور مصالح؟
بناء دا خبره له لمر روښانه ده چې امریکا دلته له ترهګرۍ وېره نه لري بلکې نور سیاسي او اقتصادي مصالح لري. لکه څنګه چې امریکایي معدن څېړونکو ویلي، افغانستان د معدنیاتو، قیمتي کاڼو اوفلزاتو یوه خزانه ده چې امریکا په هیڅ قیمت نه شې ترې غافل کېدلی. افغانستان د ۳ تریلیونه ډالرو په اندازه قیمتي کانونو ذخیرې لري. اوس دا چې نړۍ پرمختللو برقي آلاتو لکه ټلیفونانو، لیپ ټاپونو، برقې آلو او موټرانو پرمختللو لارښوونکو سیستمونواو جاسوسي الوتکو ته اړتیا لري، د افغانستان او د هغه د خامو معدنیاتو ارزښت کله هم نړیوال له پامه نه شي غورځولی. امریکا اوس د چین سره د سختي مقابلې په حالت کې ده. امریکا به کله هم د هغو منابعو او چینو په وچولو کې صرفه ونه کړي کومې چې د چینایي ټیکنالوجۍ او اختراع مارکیټ خړوبوي. که امریکا چین پرېږدي چې د افغانستان له معدنیاتو او زیرمو څخه استفاده وکړي، دا به چین ته په نړیوال مارکیټ کې ستره برلاسي ورکړي. افغانستان ته د چین نږدېوالی او په ۲۰۰۷م کال کې د کابل له لوري د چین د دوو حکومتي کمپنیو سره د کاپرو د کان کیندلو قرارداد کول د امریکا په نظر کې دا نوره هم ممکنه کړې ده چې چین به په نړیوال تجارتي مارکیټ کې سبقت کوي.

وروسته له هغه چې بایډن وویل چې د طالبانو سره د دوحې د تړون د وخت پابند پاتې کیدل به ګران کار کوي، د مارچ پر ۲۹مه د Responsible Statecraft په نامه ورځپاڼې د امریکایي جمهوریت پال Adam Kinzinger کوم چې د امریکا د خارجه امورو د کمېټې مشري لري، په حواله ولیکل:
«امریکا باید په افغانستان کې پاته شي ځکه چې چین غواړي د افغانستان معدنیاتي زېرمې تر لاسه کړي. تاسې لږ د افغانستان د معدنیاتي زیرمو شتمنۍ ته وګورئ، فکر وکړئ چې چین څنګه غواړي چې پر نړۍ خپله قبضه ټینګه کړي.»

د دې عواملو پر اساس دا نور هیڅ د توجیه وړ دلیل نه دی چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ وېره لري، بلکې د سیمه ییزو هیوادونو اقتصادي وده، د افغانستان ستراتیژیک اهمیت او د هغه قیمتي معدنیات هغه څه دي چې امریکا یې په افغانستان کې ټینګه کړې ده. ځینې نور امریکایي چارواکي له چین څخه ممکنه وېره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدلو لپاره د توجیه په توګه استعمالوي. په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د امریکایي ځواکونو مشر General Kenneth McKenzie په تېر جون کې د منځني ختیځ یوې ادارې ته د وینا پر مهال وویل:
« په ختیځ کې د رقابت له سیمو څخه یوه سیمه د منځني ختیځ او مرکزي اسیا ده، چیري چې چین په مسلسل ډول په حرکت کې دی.»
په مرکزي اسیا کې افغانستان یوازینی هیواد دی چیري چې فعلا امریکا حضور لري، او له همدې امله ورته زیات اهمیت هم لري. د دې لپاره چې په سیمه کې پر خپلو حریفانو باندې په کلکه نظر وساتي او رقابت ورسره وکړي، امریکا ښایي په اسانۍ سره افغانستان پرېنږدي ځکه چې که امریکا له افغانستان څخه ووزي نو ټوله سیمه یې له لاسه وزي. له همدې امله امریکا بېلابېلې بانې تراشي تر څو په افغانستان کې پاتې شي. کله د تروریزم، کله د افغانستان د بې ثباتۍ، کله دامریکایي انتخاباتو د رامنځته کېدلو او امریکایي ادارې بدلېدلو او اوس تازه بیا د ځواکونو او لوجستیکي شیانو د ایستلو لپاره د کافي وخت نه درلودلو بانې کوي. که امریکا په واقعي ډول غوښتلی چې له افغانستان څخه ووزي، نو په تېرو څوارلسو میاشتو کې یې په ډېره اساني سره خپل ټول عسکر او نور ضروري اسباب له افغانستان څخه ایستلی شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x