لیکنېنظــر

طرحه ښه ده، خو يو ځای پکې اوښ په شا کيږي

عبدالوحيد وحيد

که په جګړه کې ښکېل اړخونه د هوا  ګزول پريږدي، په خيالي نيليو باندې له الوت څخه راښکته شي او د حقائقو په هنداره کې د خپل هېواد اوسني څپڅپانده سياسي او امنيتي وضعیت ته ځير شي، نو به پوه شي چې؛ دلته روانه جګړه د هغوى نه ده، هغوى د خپلو ستونزو د هوارولو وړتیا نلري، نن لاسته راغلي فرصتونه بيا بيا نه راځي، که د وخت په حساسیت پوه نشي هرڅه به بايلي، که د اوسنيو هوايي ډزو او احساساتي شعارونو سره د ترکيې غونډې ته ځي، نو پښيمانه به شي، د دوحې د بين الافغاني مذاکراتو ناکامي زمونږ سرونه ښکته کړل، جګړه ختمول اړين دي، بيه غواړي، هغوى د قيمت ورکولو ته مجبوريت لري، د ترکیې ناسته کې به افغانان د مالکانو نه، بلکې د ميلمنو حيثيت ولري. د ځانونو لپاره د سولي په نوم امتیاز غوښتل دغه هېواد او ملت ته ستونزه او ناورين جوړوي. هغه ناورين چې کيداى شي د نظام د نسکوريدو لامل وګرځي چې بيا به يې يقيناً هيڅ لوری د مديريت توان ونلري.

د روانو څو لسیزو جګړو د ختمولو په موخه مونږ ته دوه ځله فرصتونه برابر شوي چې لمړي ځل د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بينن سيوان  په منځګړيتوب د سولي پروسه وه، (تبصره ورباندې نکوم)  خو متأسفانه  سبوتاژ کړاى شوه. بل فرصت همدا اوس برابر شوئ ده. خداى دي وکړي چي يو ځل د خپلو او پرديو په لاس سبوتاژ نشي او هيواد مو د يوې بلې خوسا کورنئ نيابتي جګړې ډګر و نه ګرزي.

په افغانستان کې له جګړو څخه د افغانانو کرکه، د امریکا ستوماني او د ختمولو لپاره يې ددغه هېواد اراده،د خپلو ځواکونو د مسئولانه ایستلو لپاره د ابرومندانه لارې لټون او په دغه هکله له چين، روسيې، پاکستان او د سيمې له هيوادونو سره د همغږۍ هڅې عموماً فرصتونه ګڼلاى شو.

شک او تردد شتون نه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې داسې ابهامات شتون لري چې  ځينې کورني اړخونه او د سيمې ځينې هيوادونه دغه تړون ته د بې باورۍ او شک په سترګه ګوري. که د هغوى اندېښنې بې ځوابه پاتې کېږي، نو له کورنیو ناراضه اړخونو سره د لاس يو کولو په صورت کې د ممکنه نيابتي جګړو پيلولو ته لاره هواريږي.

امریکا، چين، روسيه او پاکستان د افغانستان مسئلې په تړاو نسبي هوکړې ته له رسيدو او د مسکو له ناستې وروسته د دغې اندېښنې کچه ښکته شوې ده چې د امریکا سوکه، کمزوری او متمائل دريځ د مذاکراتو پروسه اوږده کړې ده. دغه اوږدوالی په نظام کې د انتشار او وارخطايۍ ان تردې چې عمداً او سهواً د نظام سقوط لامل ګرځيداى او داسې ناورين يې زيږولاى شو چې مديريت به د حکومت، حتى د امریکا له توان څخه بهر وه. مګر اوس هم د هند او ايران ناڅرګند دريځونه (چوپتیا) د هيواد د جنګ سالارانو وروستي مسافرتونه د افغانانو او نړیوالو لپاره باید د ژورې اندېښنې وړ مسئله وي. دواړه هېوادونه په ځانګړي ډول هند په هرحال باید د افغانستان د سولې په پروسه کې په اعتماد کې واخيستل شي.

مونږ پوره باور لرو چې سوله نه په خيرات کې راکول کيږي او نه هم وړيا ترلاسه کيداى شي. سوله پياوړې اراده، مستحکم عزم او  قيمت ورکولو ته اړتیا لري. زه په فکري لحاظ له امریکا څخه د ډيرو دلائلو پر بنسټ کرکه لرم، خو د سولې هنر باید ورڅخه زده کړو. امریکا اوس هم د نړۍ تر ټولو پياوړی هيواد ده. دغه هېواد عموماً په نړيوالو مسائلو او شخړو کې متکبرانه  دريځ او مغرورانه چلند کوي. مګر کله چې پوه شو چې له طالبانو سره سوله يې د ملي ګټو په چوکاټ کې سمون خوري، نو له همدغې ډلې سره په چلند کې يې څومره په لوړه کچه انعطاف، تمائل او تنزل وښوده. د همدغه انعطاف له امله يې وکولاى شول له دښمن سره سوله او حتي ځان د دريمګړي په توګه مطرح کړي. زمونږ حکومت او سياسي ډلې هم باید د انعطاف لاره خپله کړي، سولې ته د قرباني او قيمت ورکولو لپاره تيار شي. که امریکا له طالبانو او طالبان له امریکا سره سوله کولای شي نو حکومت او طالبان له خورا زیاتو مشترکاتو درلودلو سره سره دغه کار ولې نشي کولاى؟

مونږ د نظام له نسکورېدو څخه د خوف په موخه په نظام کې د سمون او بدلون پلوي کوو. موقت حکومت د نظام د تسلسل په وړاندې ننګونه ده. د پرمختګونو مخه نيسي. د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي په تړاو  ضد او نقيض دريځونه، سولې ته د رسيدو په تړاو د افغانانو تياره شاليد د سولې په موخه ننګونکې ستونزه ګڼلاى شو، خو موقت حکومت که د طالبانو لخوا د سولې لپاره د شرط په توګه مطرح کيږي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د باور د نه شتون له امله د نظام د نسکورولو د خطر د مخنیوي په موخه په نظام کې وقفه د سولې د قيمت په توګه موجه ګڼو.  له شخص څخه د دفاع پر ځاى له سولې او ملي ګټو څخه ملاتړ اړين دی. مهمه نه ده چې راتلونکی حکومت د کوم ميکانيزم په چوکاټ کې وي، خو اړينه ده چې مشر يې په ديني حساسيتونو او ملي ارزښتونو باندې پوه پاک او له هر ډول تعصباتو څخه پاک شخصیت وي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د نظر واټن شتون لري، خو بهرني ځواکونه، نه زمونږ په سلا او مشوره راغلي او نه هم زمونږ مني، ځکه خو ناکام شو، خو په دغو ځانګړو حالاتو کې زمونږ غوښتنه ورڅخه داده چې وتل يې څومره ژر چې ممکن وي باید په مسئولانه توګه او  ځمکنیو حقایقو ته په کتو عملي شي. په ښکېلو غاړو د هغوى اغيزې زياتې دي او دغه اغيزې باید د سولې په موخه وکارول شي.

اوس افغانان د ترکيې ناستې ته روان دي. د وخت  غوښتنه داده چې د امتیاز اخيستلو په فکر کې د پريوتو پرځاى يې د انعطاف په ښودلو باندې فکر کړی واى. مګر داسې ښکاري چې ولسمشر غني د خپل واک له قربانۍ پرته هرې قربانۍ ته تيار دى. زه هم نه غواړم ولسمشر حتماً ګوښه شي، خو که سوله د نوموړي په استعفا پورې وتړل شي او نړيوال تضمین شتون ولري، نو ملت ته سوله ارجحيت لري. طالبان تر اوسه پورې متاسفانه ځانګړې طرحه نلري. عمومي متحد المال اصطلاحات کاروي. د خپلو احتمالي ستونزو د مخنیوي لپاره لا هم ولس ته د خپلو مشخصو غوښتنو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

له اوسني وخيم سياسي وضعیت او هر اړخیزو ګواښونو له شتون سره سره له حکومت او طالبانو پرته د سياست نور مخکښان او مدني ټولنې هم د ترکیې ناستې ته داسې طرحې جوړوي چې په ملي ګټو ارمانونو او اجنډا باندې د تمرکز کولو پرځاى په شخصي، انډيوالي، ګوندي، جنسيتي او سمتي ګټو راڅرخيږي. زمونږ د سياست په خد او خال کې پوخوالی او د ايماني فراست څرک لاهم نه ليدل کېږي. ولسمشر غني هره ورځ د خپل واک د خوندیتوب لپاره تازه طرحې وړاندې کوي، ورځ تر بلې انعطاف ښيي، خو  په هر طرحه کې واک حتماً د ځان ګڼي او په همدغه کنډو کې اوښ حتماً په شا کيږي. د مصالحې عالي شورا ځانته طرحه لري، هر سياسي ګوند ځانته طرحې لري. د ټولو اړخونو ټول تمرکز په دې وي چې څنګه د راتلونکي حکومت په اډانه کې ښه غوښن امتیاز ترلاسه کړي. مګر متأسفانه دغه ذهنيت مو د مکې پرځاى ترکستان ته بيايي. که په ملي اجنډا سره راټول نشو، بيا به افسوس کوو خو هيڅ به په لاس نه راځي.

فکر کوم ګاونډي هېوادونه هم تر بل هر وخت ښه فرصت په لاس کې لري چې له افغانانو او نړیوالو سره په ګډه د پخوانیو اشتباهاتو د تکرار او ناروا ګټو د لټون پرځاى د روا ګټو د خوندي ساتلو لپاره هڅې همغږې کړي. ارام افغانستان د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه جوړيږي. په سيمه کې اقتصادي پروژې پيل او ګټې له له يو بل سره وتړل شي. داسې مشترکات ولټوي او داسې ستراتیژی جوړه کړي چې د افغانستان له ګټو سره په په ټکر کې نه وي. له داسې تحرکاتو او مانورونو څخه ډډه وکړي چې په افغانستان او سيمه کي د جګړو د لمبو پراختیا ته لاره هواره کړي. هغه لمبې چې د هغوى سر او مال هم ننګولاى شي.

مونږ په افغانستان او سيمه کي د سولې د هڅو د بريا لپاره په کور دننه او له بهرنۍ نړۍ سره همغږي، ګډ کار، ګډه مبارزه، ګډ ژوند او د ګډو ګټو په چوکاټ د يو بل لاس نيوی او له يو بل سره په سوله کې د ژوند کولو پوهې او عمل ته اړتیا لرو.

په خورا درنښت،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

وحید صاحب سلامونه او نیکي هیلي اول به درته دغه دعا وکړم چې وایي په قلم دې برکت شه جناب وحید صاحب که د جنګ دواړه ښکیل لوري دغه لارښوونې په پام کې ونیسي نو مشکل سل په سلو کې حل ده. الله دې په عمر کې برکت واچوه زموږ افتخار یی…..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x